واشنګټن- د امریکا ولسمشر بارک اوباما ددغه هیوادولس ته په خطاب کې وویل، چې په افغانستان کې اته کلنه او په عراق کې اووه کلنه جګړه خپل پای ته نژدې شوې ، خو اوباما د خپلې وینا زیاته برخه د امریکا په اقتصاد او د بیکارۍ ستونزې ته ځانګړي کړی وه.
بارک اوباما وویل، چې دده اداره په بریالیتوب سره د افغانستان او عراق د جګړو د پای ته رسید لپاره کار کوي.
که څه هم او باما د خپلې اداري په لومړی کال کې افغانستان ته د دیرشو زرو نور امریکایي سرتیرو د استولو ژمنه وکړه، چې په افغانستان کې د طالبانو مقاومت له منځه یوسی، خو اوباما پخپله وینا کې ډاډ څرګند کړ، چې دغه جګړې پای نژدې شوی دی.
ده زیاته کړه: (( په افغانستان کې موږ د خپلو سرتیرو شمیر زیاتوو او افغان امنیتي ځواکونه به وروزو، څو د دوه زره یولسم ز کال په جولای کې دوی د امنیت چاري پر مخ یوسي. او زموږ عسکر به بیرته هیواد ته ستانه شي. موږ به په افغانستان کې د ښې حکومتدارۍ هرکلی وکړو، چې په دغه هیواد کې فساد له منځه لاړ شي او موږ به د ټولو افغانو ښځو او نارینه وو له حقوقو څخه یوډول ملاتړ وکړو)).