Posts | Comments | E-mail /

ولسمشر حامدکرزی، د لندن په نړيوال كنفرانس كې: د هېواد امنیتي چارو سمبالولو ته چمتو یو

Posted by on Jan 29th, 2010 and filed under خبرونه. You can follow any responses to this entry through the RSS 2.0. You can skip to the end and leave a response. Pinging is currently not allowed.

لندن- افغان ولسمشر حامد کرزي د لندن په کنفرانس کې وویل، چې افغان امنیتي ځواکونه دې ته چمتو دي چې د هېواد امنیتي مسوولیت په خپله غاړه واخلي او په راتلونکو دوو دریو کلونو کې به د هېواد د ډېرو ولایتونو کنټرول په خپل لاس کې واخلې.

ولسمشر حامد کرزی وایي، حکومت یې چمتو دی چې د هېواد د امنیتي چارو مسولیت په خپله غاړه واخلي خو په دې کار کې د نړیوالو ملاتړ ته اړتیا لري.کرزي دا خبره په لندن کې د افغانستان په اړه د نړیوال کنفرانس ګډون کونکو ته وکړه. ده وويل: “زما په عقیده زموږ د خلکو هیلې او غوښتنې نن ورځ په څلورو کليمو کې خلاصه کیدای شی، د افغانستان مشري، د افغانستان مالکیت.” خو كرزي له افغانستان څخه په بیړه د نړیوالو ځواکونو د وتلو په وړاندې هم خبرداری ورکړ. کرزی وویل، هېواد یې حد اقل یوه لسیزه بهرنیو ځواکونو ته اړتیا لري. ده زیاته کړه په لسو کالو کې به د افغانستان امنیتي ځواکونه په خپلو پښو ودریږي.

کرزي د لندن په کنفرانس له مرستندویه هېوادونو څخه غوښتنه وکړه، چې له جګړې څخه د جنګېدونکو عناصرو د راګرځولو لپاره دې هغوی ته د کار د شرایطو د برابرولو او په ټولنه کې د بېرته جذبولو لپاره مالي مرستې ورکړي. ولسمشر کرزي وويل چې په راتلونکي پسرلي کې به په کابل کې لويه جرګه وربولي چې له وسله والو مخالفانو سره پر روغې جوړې وغږيږي . هغه وویل، هغه وسله وال به بېرته په ټولنه کې جذب کړي، چې له تروریستي شبکو سره اړیکه نه لري او د افغانستان اساسي قانون ومني.

فرستادن/حفظ کردن

Leave a Reply

Refresh Image
*

Spam Protection by WP-SpamFree

Advertisement

Recently Commented

    Archives by Tag

    ا

    Recent Entries

    • د کورنيو چارو وزارت: حکيم شجاعي به د خلکو د شکنجې په تور ونيول شي
    • دهیواددخپلواکۍ دورځې د۹٤مې کليزې په وياړ دخوست والي دمبارکۍ پيغام
    • مصاحبه با محترم آصف آهنگ دانشمندی که چراغ مشروطه خواهان را روشن نگاه داشته است
    • جلسه شورای امنیت ملی: از روز تاریخی و خجستهء استراد استقلال کشور با شکوهمندی تجلیل بعمل آید
    • عنوانی حامد کرزی پیام های تبریکیهء سران کشور های مختلف جهان به مناسبت استرداد استقلال کشور
    • د خوست ولایت د شمل فارم باغ په سيمه کې د اوه شپیته مليونه افغانيو په لګښت د يوه لوى پله د بنسټ ډبره کیښودل شوه
    • وحدت ملى بخاطرحفظ استقلال کشور آرمان ستُرگ شاه امان اﷲ بود!
    • مدت اقامت مهاجرین افغان در پاکستان تا سال ۲۰۱۵ تمدید شد
    • نماد استقلال، منار وزارت دفاع یا طاق ظفر پغمان
    • دخپلواکۍ دگټلو تاريخي خاطرې يادمو مبارک