كابل- وروسته له دې چې د افغانستان ولسمشرحامد کرزي په هیواد کې د سولې لپاره لویې جرګې ته طالبان وبلل د طالبانو یوه ویاند پرون وویل چې د دغې ډلې مشران به ډېر ژر پرېکړه وکړي چې ایا د افغانستان له حکومت سره خبرې وکړي او کنه.
د کرزي له وړاندیز سره سم له طالبانو سره به یوازې د افغانستان حکومت خبرې کوي او لوېدیزوال به پکې ګډون نه لري .
د وسله والو طالبانو یوه ویاند قاري یوسف احمدي له نامالوم ځایه د تېلفون له لارې رویټرز خبري اژانس ته د سولې لپاره د کرزي د وړاندیزونو او پلانونو په باب څه ونه ویل خو ویې ویل چې د طالبانو قیادي شورا به ډېر ژر د کرزي د وړاندیزونو په ځواب کې خپل دریځ څرګند کړي چې ایا په خبرو کې برخه واخلي او که نه .