Posts | Comments | E-mail /

حامدکرزي او ګوردن براون په یوه تلویزیوني بحث کې ګډون وکړ

Posted by on Jan 28th, 2010 and filed under خبرونه. You can follow any responses to this entry through the RSS 2.0. You can skip to the end and leave a response. Pinging is currently not allowed.

لندن:-دافغانستان جمهور رئيس حامد کرزي دروان کال دسلواغى د مياشتى په اوومه نيټه د چهار شنبې په ورځ د بريټانيا له صدراعظم ګوردن براون سره يوځاى په تلويزيوني خبرو کې ګډون وکړ اودافغانستان،اوسنيو برياليتوبونو او ننګونو په اړوند يې د افغان اوبريټانوي محصلانو پو ښتنو ته ځواب ووايه.
په دغو تلويزيوني خبرو کې چې چلوونه يې د بي بي سي تلويزيون دمشهورې خبريالې ليزدوسيت له خوا کيده څلويښتو تنو افغان او بريټانوي محصلانو برخه لرله.
د هيواد جمهور رئيس په تيرو اتو کلونو کې د افغانستان ددولت دبرياليتوبونو او ارزښتونو په بيانولو سره د اوسنيو ستونزو او ننګونو په باره کې خبرې وکړې او له طالبانو سره د خبرو په اړوند يې د افغانستان د حکومت طرحه بيان کړه .
دهيواد جمهور رئیس په دې بيان سره چې افغانستان اوږده لاره وهلې ده داقتصادي ودې، ښه حکومت والې او له نړيوالې ټولنې سره د اړيکو دپراختيا لپاره يې کلکه بنسټونه جوړ کړي دي وويل : افغانستان له اداري فساد سره د مبارزې لپاره يوه بشپړه طرحه برابره کړې ده چې د لندن په کنفرانس کې  به وړاندې شي.
دغه راز په دغو خبرو کې د هيواد جمهور رئيس دافغانستان په بيا جوړولو اود امنيت په تامينولو کې د بريټانيا په رول ټينګار وکړ اودافغانستان د ملي اردو او پوليسو دځوا کونو دروزنې او سمبالولو په خا طر يې ددغه هيواد د اقدام له امله قدرداني وکړه .
دغه را ز دبريټانيا صدراعظم ګوردن براون له تروريزم سره دمبارزې د بيلابيلو اړخونو په باب خبرې و کړې او ويې ويل که چيرې بريتانوي عسکر د افغانستان په پولو کې د ترورستا نو مخه ونه نيسې سرتيرې به يې ديته اړوي چې له ترو ريستانو سره په خپله خاوره کې وجنګيږي.
ښاغلى براون تروريستان د اروپا او نړۍ لپاره بالقوه ګواښ و باله اود هغوى پرخلاف په اغيزمنې مبارزي باندې يې ټينګاروکړ .
دغه را ز ښاغلي براون وويل افغانستان يو داسې هيواد دى چې خلک يې په خپلو پښو ددريدو توان لري او نړيواله ټولنه په دې لاره کې له دوى سره مرسته او همکاري کوي.
دبريټانيا صدراعظم په افغانستان کې د نړيوالې ټولنې د نه همغږۍ په اړوند ديوې پوښتنې په ځواب کې وويل: موږ هلې ځلې کوو چې زيا ته همغږي رامنځته شي اوپه همدې مقصد دلندن کنفرانس جوړيږي.
دبريټانيا صدراعظم دلندن دکنفرانس په ارزښتناک بللو سره دغه راز دافغانستان له خلکو سره د نړيوالې ټولنې د همکاريو  پر دوام باندې ټينګاروکړ .

فرستادن/حفظ کردن

Leave a Reply

Refresh Image
*

Spam Protection by WP-SpamFree

Advertisement

Recently Commented

    Archives by Tag

    ا

    Recent Entries

    • د کورنيو چارو وزارت: حکيم شجاعي به د خلکو د شکنجې په تور ونيول شي
    • دهیواددخپلواکۍ دورځې د۹٤مې کليزې په وياړ دخوست والي دمبارکۍ پيغام
    • مصاحبه با محترم آصف آهنگ دانشمندی که چراغ مشروطه خواهان را روشن نگاه داشته است
    • جلسه شورای امنیت ملی: از روز تاریخی و خجستهء استراد استقلال کشور با شکوهمندی تجلیل بعمل آید
    • عنوانی حامد کرزی پیام های تبریکیهء سران کشور های مختلف جهان به مناسبت استرداد استقلال کشور
    • د خوست ولایت د شمل فارم باغ په سيمه کې د اوه شپیته مليونه افغانيو په لګښت د يوه لوى پله د بنسټ ډبره کیښودل شوه
    • وحدت ملى بخاطرحفظ استقلال کشور آرمان ستُرگ شاه امان اﷲ بود!
    • مدت اقامت مهاجرین افغان در پاکستان تا سال ۲۰۱۵ تمدید شد
    • نماد استقلال، منار وزارت دفاع یا طاق ظفر پغمان
    • دخپلواکۍ دگټلو تاريخي خاطرې يادمو مبارک