Posts | Comments | E-mail /

د قاتلانو محاكمه، يو نوى بحث

Posted by on Jan 27th, 2010 and filed under تحلیل, سرمقاله. You can follow any responses to this entry through the RSS 2.0. You can skip to the end and leave a response. Pinging is currently not allowed.

د لندن كنفرانس او له طالبانو سره د جوړ جاړې مسالې د افغانانو په منځ كې يو ځل بيا ځينې زاړه بحثونه را تاوده كړي دي، يوه ډله له طالبانو سره خبرې اترې او په سياسي پروسه كې د هغوى شاملول د بشر د حقوقو تر پښو لاندې كول بولي.

دوى استدلال كوي چې طالبانو خلك وژلي دي د خلكو حقوق يې تر پښو لاندې كړې دي بايد په نظام كې ځاى ورنكړاى شي.

بله ډله د انتقالي عدالت د پلي كيدو غوښتونكي دي، وايي پخواني جنګسالاران چې اوس هم په حكومت كې لوړې كرسۍ لري بايد له حكومت او نظام نه لرې كړاى شي.

پرون خبري رسنيو دا خبر وركړ چې امريكايي چارواكي به له ولسمشر كرزي و غواړي چې جنرال دوستم له دندې لرې كړي ځكه دوى نه غواړي چې داسې يو څوك په حكومت كې په لوړ مقام ګومارلى وي چې د سلګونو طالبانو دوژلو تور پرې پورې دى!

د دې نيوكو او استدلالونو په وړاندې نور افغانان بيا دا اعتراض او استدلال كوي چې كه د قاتل محاكمه هدف وي نو يو قاتل د بل د محاكمې خبره ولې وكړي؟

پر دې سر بېره تر كومه به زموږ ولس د يوې ړندې او بې هدفه جګړې په اور كې په مرګونو محكوم وي؟

په افغانستان كې د كمونستانو له واكمنۍ نه نيولې د امريكايانو تر بريدونو پورې هم بهرنيان د افغان ولس په وژلو تورن دي او هم پخپله د بيلابيلو رژيمونو واكمن، همدا اوس امريكايان په افغانستان كې په عامه وژنه ككړ دي، دوى بيا د نورو د محاكمې او يا له دندې د لرې كيدو خبره ولې وكړي؟

كه د هرې ډلې استدلال او منطق ته ځير شو يو وزن پكې شته، خو اوس دې ته اړتيا ده چې د دې متضادو غوښتنو ترمنځ داسې توازن ټينګ شي چې هغه زموږ د دري ژبي د متل په مصداق (هم لعل بدست ايد و هم دل يار نرنجد!).

تر ټولو لومړى دا چې امريكا او نړيواله ټولنه دې د افغان ولس له وژلو او ځورولو لاس واخلي، دوى دې افغانانو ته دا زمينه برابره كړي چې خپلې ستونزې پخپلو كې سره مطرح كړي، كه دغسې د يو بل د نه منلو خبره را واخلو د هګۍ او چرګې د مخكې پيدا كيدو سبطه به ترې جوړه شي.

په افغانستان كې متاسفانه هغه د متل په مصداق هر چا د خپل زور په اندازه تيرى كړى دى، د دې ټولو څيړل آسانه خبره نه ده، دا اوس چې كومې ادارې د بشر د حقوقو تر نامه لاندې فعالې دي كه د دوى امتيازات له كړنو سره او د دوى بوختياوې له كاري ساحې سره وارزول شي ښايي داسې بوږنوونكي مسايل را لوڅ شي چې هيڅوك يې د سپيناوي تاب و نه لري، په ولسي جرګې كې د كابل وكيل نجيب كابلي څه موده وړاندې رسنيو ته څه وويل، آيا سيما ثمر يې ځواب ويلاى شي؟

غرض دا چې همدا اوس هم د افغان ولس وژنه هم روانه ده قاتلان يې سرې سترګې ګرځي، پر حقوقو يې غدۍ هم لويدلې لوټماران يې د نويو لارو چارو په غوره كولو بوخت دي، مناسبه داده چې لومړى همدغه اوسنى حالت بايد سم شي، د وژنو، لوټ، جعل او ټګيو دغه بازار ور ټول كړئ بيا د پرون د مظلومانو پور و غواړئ.

فرستادن/حفظ کردن

1 Response for “د قاتلانو محاكمه، يو نوى بحث”

  1. Vote -1 Vote +1عبدالله says:

    بنام الله
    السلام علیکم ورحمت الله وبرکاته
    بسیار موضوع مهم وجالب را نگارنده مورد بحث قرارداده الله خیر ش بدهد
    این نظر تنها از نگارنده نبوده بلکه هر افغان با شعور سالم همین نظر را دارد
    از همه اول روسها غرایم جنگ را برای ملت افغان بدهد بعداَ جورج بوش لعنتی محاکمه شده اعدام شود ,امریکا ومتحدان اشغال گروی برای اولیای شهیدان وزخمیها باید ملیونها دار بپردازند وخرابی های را که نموده اند آباد بکنند واز ملت افغان معذرت بخواهند وهر چه زود خاک پاک مارا ترک نموده استقلال مارا واپس برای ما بدهند درغیر این افغانها تشنهء خون هر اشغالگر بوده ودر مقابل ایمان وغیرت افغانها هیچ نیروی دنیایی پیروز نمیشود
    با تقدیم اخترام

Leave a Reply

Refresh Image
*

Spam Protection by WP-SpamFree

Advertisement

Recently Commented

    Archives by Tag

    ا

    Recent Entries

    • د کورنيو چارو وزارت: حکيم شجاعي به د خلکو د شکنجې په تور ونيول شي
    • دهیواددخپلواکۍ دورځې د۹٤مې کليزې په وياړ دخوست والي دمبارکۍ پيغام
    • مصاحبه با محترم آصف آهنگ دانشمندی که چراغ مشروطه خواهان را روشن نگاه داشته است
    • جلسه شورای امنیت ملی: از روز تاریخی و خجستهء استراد استقلال کشور با شکوهمندی تجلیل بعمل آید
    • عنوانی حامد کرزی پیام های تبریکیهء سران کشور های مختلف جهان به مناسبت استرداد استقلال کشور
    • د خوست ولایت د شمل فارم باغ په سيمه کې د اوه شپیته مليونه افغانيو په لګښت د يوه لوى پله د بنسټ ډبره کیښودل شوه
    • وحدت ملى بخاطرحفظ استقلال کشور آرمان ستُرگ شاه امان اﷲ بود!
    • مدت اقامت مهاجرین افغان در پاکستان تا سال ۲۰۱۵ تمدید شد
    • نماد استقلال، منار وزارت دفاع یا طاق ظفر پغمان
    • دخپلواکۍ دگټلو تاريخي خاطرې يادمو مبارک