کابل: دافغانستان دملي امنیت شورا، نن دافغانستان دجمهوررئیس حامدکرزي په مشرۍ غونډه وکړه چې په دغه غونډه کې دبهرنیوچارو، دملي دفاع اودکورنیوچارووزیرانو، دملي امنیت سلاکار، دملي امنیت لوی رئیس او دیوشمېر نورو اړوندو ادارو چارواکوهم ګډون کړی و .
په دغه غونډه کې اسدالله وفا په مشرۍ کونړته داستول شوي هیئت رپوټ واوریدل شو. ددغه رپوټ له مخې، نړیوال ځواکونه له یوې نامعلومې پتې سیمې ته ننوتي، لس تنه ځوانان یې دیوکور په دوو کوټوکې پرته له دې چې دهغوی لخوا له مقاومت سره مخامخ شي، شهیدان کړي دي. دغه عملیات دافغانستان له یوه وسله وال ځواک سره هم نه دي هماهنګ شوي او دافغانستان دامنیتي او سیمه ایزو چارواکو له خبرتیا پرته په خپل سر ترسره شوي دي.
دافغانستان دملي امنیت شورا ددغو عملیاتو ترسره کول چې له امله یې لس تنه ځوانان چې اته تنه یې دښوونځي زده کوونکي وو، شهیدان شوي دي، په کلکه وغندل او یوځل بیا یې په عملیاتوکې د لازیاتې همغږۍ پر اړتیا او دملکي تلفاتو پر مخنیوي باندې ټینګار وکړ.
دملي امنیت شورا غونډې همداراز دافغانستان دولت ته دهغو کسانو دتسلیمۍ غوښتنه وکړه چې دبې ګناه ځوانانو دشهادت سبب شول
بنام الله
سلام به ملت مسلم افغان
این بی … فروخته شده ملت افغان را بی عل میدانند این نشست های نمایشی فقط برای فریب ملت افغان است نه کرزی … سلاحیتی داذد نه چاکران دیگرشان همهء اینها غلام حلقه بگوش اشغال گران هستند فقط بخاطر چوکی وپول زنده گی میکنند ملت افغان کاملاَ مورد بحث نبوده ارزشی ندارند این بی وجدانها همیشه همین نشستها را داشته وفیصله های نموده اند آیا یکبارهم نتیجه اش را این ملت دیده؟ برعکس این نوکران خواستار قوای بیشتر شده اند تا هرچه بیشتر ملت افغان به خاک وخون کشانیده شوند مهم این است که این بی ناموسها زنده بمانند وچوروچپاول بکنند
باتقدیم حرمت