Posts | Comments | E-mail /

زموږ اصلي كمزورۍ چيرته دي؟

Posted by on Dec 31st, 2009 and filed under تحلیل, سرمقاله. You can follow any responses to this entry through the RSS 2.0. You can skip to the end and leave a response. Pinging is currently not allowed.

د امريكا يوه پارلماني پلاوي له ولسشمر كرزي نه د هېواد د پارلماني انتخاباتو د ځنډولو غوښتنه كړې ده او د دوى دغه غوښتنه تر ډيره حده جدي بڼه لري، ظاهري پلمه يې داده چې د درغليو او بې نظيمو د مخنيوي په موخه بايد د انتخاباتو په قانون كې بدلون راشي اوتر څو ردا بدلون رانشي بايد دغه انتخابات تر سره نشي.

دغه غوښته هغه مهال عنوان شوه چې په دې وروستيو كې په كابل كې ځينو سفيرانو د ولسي جرګې د ټاكنو د ځنډيدو خبرې را پورته كړې.

خو د ولسمشر، ولسي جرګې، مشر او د انتخاباتو د خپلواك كميسيون د چارواكيو تر يو لړ مشورو وروسته دا خبره رسنيو ته را ووته چې د ولسي جرګې انتخابات به پر خپل وخت تر سره كېږي، كه په دې اړه د بودجې كمبود وي نو افغان حكومت به يې بودجه ورته برابروي. له دې تصميم وروسته سمدستي د امريكا د پارلماني غړيو لخوا له ولسمشر نه د ولسي جرګې د انتخاباتو د ځنډولو جدي غوښتنه دا ښيي چې هغوى نه غواړي د ولسواكۍ پروسه همدغسې منظمه پرمخ ولاړه شي. زموږ باور دى چې كه چارواكي د قانون په اصلاح كې اقدام وكړي بيا به نورې پلمې را پيدا كړي چې د انتخاباتو ځنډول اړين كړي.

متاسفانه د هرې ورځې په تيريدو په افغانستان كې دنړيوالې ټولنې او افغان چارواكيو د نظر او عمل، غوښتنو او لومړيتوبونو د توپير اړخونه روښانه كېږي چې د دواړو لوريو راتلونكې پكې تياره ښكاري.

په دې كې شك نشته چې افغان حكومت له نړيوالو مرستو پرته د نظام چلولو په اړه له جدي ستونزو سره مخامخ كېږي، ځكه چې دا خو د ولس په طبيعي ظرفيتونو او وړتياو ولاړ داسې نظام نه دى چې له ستونزو سره بيا مقابله وكړاى شي، دغه (ډالر خور) نظام به يا له بيخه نړيږي او يو نوى نظام به دريږي او يا به د همدې مرستو پر بنسټ دوام كوي.

همدغسې دا هم واقعيت دى چې كه نړيواله ټولنه له افغان دولت او چارواكيو سره مرسته نه كوي شتون يې په افغانستان كې د څه لپاره دى؟

كه دوى هغه څه غواړي چې په لويديزه ميډيا كې راځي چې ګواكي افغانستان مركزي ځواكمن نظام ته اړتيا نه لري له محلي واكمنو سره به تفاهم لري او خپله بقا به ساتي. ګرانه ده چې مركزي حكومت او چارواكي د نړيوالې ټولنې دغه حالت وزغملاى شي، خامخا به مساله نوره هم جنجالي شي چې دا به په افغانستان كې د نړيوالو ځواكونو لپاره ډيره په زيان وي.

په افغانستان كې د نړيوالې ټولنې يوه منفي تګلاره له پيله تر ننه همدغه ده چې دوى د يوه ځواكمن او پر خپلو پښو ولاړ حكومت او يوه با اعتباره زعامت دجوړيدو مخه نيسي، د اصولو او بنسټونو دپياوړتيا پر ځاى پر افرادو حساب كوي، همدغه لامل دى چې اته كاله وروسته بيا هم افغان دولت پر خپلو پښو ولاړ نه دى، له دغې ستونزې سره كه نن حامد كرزى لاس او ګريوان دى سبا به كه د ده پر ځاى هر څوك وي هغه به هم ورسره مخامخ وي. ځكه چې اصلاً زموږ په ولس او سياسي كړيو كې هم د ملي مصالحو پر بنسټ د يووالي او وحدت پر ځاى له پرديو نه د امتياز تمې زياتې دي. تر څو زموږ په ولس كې يو هېواد شموله داسې ځواك را و نه ټوكيږي چې له بهرنيو لوريو سره په معامله كې خپل مصالح او خپلې اړتياوې ورته لومړيتوب ولري موږ به ټوليزه توګه له همدغسې ستونزو سره لاس او ګريوان وو، ادارې او د نظام بنسټونه به مو كمزوري او د واك او ځواك مركزونه به مو هم د ملي پروسو د پلي كولو جوګه نه وي. زموږ په ولس او هېواد كې چې د ملي ګټو پر بنسټ يووالى او همغږي راغله په هماغه ورځ به نړيوال مجبوريږي چې خپله قبله سمه كړي.

فرستادن/حفظ کردن

Leave a Reply

CAPTCHA Image
Refresh Image
*

Spam Protection by WP-SpamFree

Advertisement

Recently Commented

    Archives by Tag

    ا

    Recent Entries

    • د بندونو او ملا درد ته نوی درمل وموندل شو
    • د اسد دانش صيب ځواني مرګ زوی حسيب الله په مرګ کې!
    • دستگیری ۹ تروریست در ولایت بدخشان
    • طالبان پاکستانی به دولت نواز شریف هشدار دادند
    • صدر اعظم ناروی بخاطر درک بهتر وضعیت کشورش؛ در کوچه های اسلو تکسی رانی کرد
    • اعلام آمادگی هند برای کمک نظامی با افغانستان
    • د قطر د دفتر لړي په ترکیه او سعودی عربستان کښې
    • بان کی مون وارد اسلام آباد شد
    • نیروهای اسپانیایی تا اواخر تابستان امسال بطور کامل ولایت بادغیس را ترک خواهند کرد
    • احزاب افغانستان نامزد واحد در انتخابات ریاست جمهوری معرفی می‌کنند: احمد ضیا مسعود