Posts | Comments | E-mail /

آيا افغانستان د نويو سياليو قرباني كېږي؟

Posted by on Dec 31st, 2009 and filed under تحلیل. You can follow any responses to this entry through the RSS 2.0. You can skip to the end and leave a response. Pinging is currently not allowed.

(شفيقي)

نيويارك ټايمز ورځپاڼې په خپله يوه وروستۍ ګڼه كې يو ځل بيا د چين د يوې دولتي كمپنۍ لخوا د عينك د مسو كان د قرار داد په اړه يوه ليكنه خپره كړې چې تر ډيره حده پر دې معامله د امريكا د خپګان ښكارندويه ده.

په دې ليكنه كې يو ځاى دغه حسرت ښكاره شوى دى چې امريكا د لوى نړيوال ځواك په توګه په افغانستان كې شاقه كارونه كوي لګښتونه كوي او تلفات وركوي خو چين بيا د امريكا د اقتصادي سيال په توګه بيله دې چې په ستونزو كې برخوال شي د عينك د معدن په څېر قرار دادونه لاسته راوړي او د خپل اقتصاد د پياوړتيا په هڅو كې دى.

په دې ليكنه كې ظاهراً امريكا اوناټو ته دا پيغور وركړ شوى دى چې ګواكي پر دې خبر نه دي چې چين په افغانستان كې څه كوي؟ خو خبره داسې نه ده، اصلاً دغه او دې ته ورته نورې ليكنې د دې دليل دي چې هغوى دې هر څه ته ډير جدي پام كوي.

په همدې ليكنه كې يو ګواښ هم شته، سره له دې چې تر پردو لاندې دى، دا چې د مسو دغه كان په لوګر ولايت كې دى چې امريكا په دې ولايت كې اوه زره تنه پوځ لري خو د دې كان د ساتنې او د هغو د كيندنې او را ايستلو د عملې او كار كوونكيو د امينت مسووليت د دې امريكايي سر تيرو دنده نه ده، دا مسووليت د يو نيم زر افغان سر تيرو دى!!

واقعيت دادى چې د امريكا چارواكيو او افغان دولت په تيره ولسمشر كرزي تر منځ د اختلافونو اصلي رېښې همدغه مسايل دي چې افغان دولت ديوه خپلواك دولت په توګه غواړي د خپلو ملي ګټو سره سم اقدامات وكړي خو امريكا اونوره نړۍ افغانستان ته په بل نظر ګوري، دوى له افغان ولس سره د خپلو مرستو دومره دروند قيمت غواړي چې ښايي هيڅ با ضميره افغان يې ور نكړاى شي.

د عينك د مسو كان د نړيوالو اصولو او دافغانستان د نافذه قوانينو له مخې داوطلبۍ ته وړاندې و، د چين يوې دولتي كمپنۍ د څو نړيوالو كمپنيو په منځ كې تر ټولو په لوى امتياز دغه داوطلبي وګټله، څه موده وړاندې يوځل په لويديزو رسنيو كې په ځانګړې توګه په نيويارك ټايمز كې په دې اړه يوه ليكنه خپره شوه او د كانونو پر وزارت تور لګول شوى ؤ چې په دې معامله كې يې ديرش مليونه ډالره رشوت اخيستى دى، د وخت وزير خبري كنفرانس ته په وينا كې دغه تورونه رد كړل.

اصلاً خبره همدغه وه چې ولې په افغانستان كې ټول لوى قرار دادونه د امريكا برخه نه وي؟ او همدغه استدلال چې په نيويارك ټايمز كې ياد شوى چې امريكا شاقه كارۍ كوي اقتصادي امتياز ولې د هغه سيال چين واخلي؟

دغه استدلال ښايي تر دغه بريده پر ځاى وي چې لومړى حق بايد هغه هېوادونه ولري چې په افغانستان كې زيات حضور لي او زيات لګښتونه كوي، خو پر دې شرط چې په داوطلبۍ كې هم د همدې ښكيلو هېوادونو كمپنۍ وړاندې وي، كه داسې نه وي بيا خو د دې معنا داده چې د افغانستان د سرو او سپينو پريكړه به امريكا او ناټو كوي نه افغان چارواكي او حكومت. متاسفانه همدغه ټكى په افغانستان كې نه يوازې د بيارغاونې او په دې برخه كې د لويو اقتصادي پروژو د پيليدو په مخه كې خنډونه رامنځته كړي دي بلكې د افغانستان امنيت ته هم جدي ګواښونه له همدې امله زيات شوي دي.

ښايي د وخت په تيريدو هغه پټ حساسيتونه او د سياليو پټې څپې ورو ورو را برالاشي، همدغسې تر اوسه افغان چارواكي په دې اړه پټه خوله دي خو ډيره ښكاره خبره ده چې دوى هم تر ډيره چوپ نشي پاتې كيداى، ځكه چې دغه چوپتيا اصلي ستونزه نشي حل كولاى بلكې ښايي لا زياته تونده شي.

د نيويارك ټايمز په وروستى ليكنه كې هم دې ټكي ته اشاره شوې ده چې چين به په راتلونكې كې د حاجي ګك د اوسپنې او ډبرو سكرو د كانونو په اړه هم همدغسې لوى لوى قرار دادونه تر لاسه كړي اوپه مليارډونه ډالره به په افغانستان كې پانګونه وكړي.

دا يوواقعيت دى چې افغانستان خوار هيواد نه دى د پرمختګ او غوړيدا ډيرې پخې زمينې لري، د ځمكې زړه يې له لاس نا خوړليو شتمنيوډك دى، د اوبو پريمانه ذخيرې لرې چې متاسفانه تر اوسه پورې څلورو لوريو ګاونډيو هېوادنو ته بهيږي.

د لويو او بنسټيزو اقتصادي پروژو د پلي كيدو ظرفيت لري، په دې برخه كې چې تر اوسه پورې اساسي ګامونه نه دي پورته شوي ښايي يو لوى لامل يې همدغه وي چې د امريكا په شمول لويديزه نړۍ غواړي لومړى دلته د پوځي مركزونو د جوړولو پروسه بشپړه كړي.

افغان چارواكيو چې دوه كاله وړاندې په دې اړه د عينك د مس د كان په اړه كوم اقدام وكړ سره له دې چې دا يې حق ؤ، دا يې اړتيا وه او دا زموږ د ولس غوښتنه هم ده چې زر تر زره پر خپلو پښو د دريدو جوګه شي، خو همدغه اقدام زموږ دچارواكيو په اړه د نړيوالو په نظر كې بدلون راوست، خو دغه مسايل بايد په شفاف ډول له نړيوالې ټولنې سره مطرح شي. افغانستان بايدد خپلو شتو قرباني نشي، بايد د نړيوالو سياليو قرباني نشي.

د افغانستان د طبيعي زيرمو او كانونو د را ايستلو په برخه كې زموږ د هېواد ستراتيژيك! دوستان لومړى حق لري، خو دا امتياز بايد ونه لري چې هر څه د دوى په خوښه وي.

دوى بايد له افغان ولس نه د دوستۍ داسې قيمت و غواړي چې يو خپلواك هېواد يې هيڅكله هم كوم هېواد ته نه وركوي. او افغان ولس له داسې بيې وركولو سره هيڅ روږدى نه دى، په دې برخه كې دې حكومت خبره را لوڅه كړي د پر دې تر شا يې دې نه پريږدي. يوازې د امريكا او چين مساله نه ده، د هند او پاكستان او ايران سره د يو لړ پروژو په برخه كې همدغه ستونزې شته چې اصلاً دا د هغوى خپل رقابتونه دي افغانستان او افغان ولس يې بايد ډګر او قرباني نشي.

فرستادن/حفظ کردن

Leave a Reply

CAPTCHA Image
Refresh Image
*

Spam Protection by WP-SpamFree

Advertisement

Recently Commented

    Archives by Tag

    ا

    Recent Entries

    • دستگیری ۹ تروریست در ولایت بدخشان
    • طالبان پاکستانی به دولت نواز شریف هشدار دادند
    • صدر اعظم ناروی بخاطر درک بهتر وضعیت کشورش؛ در کوچه های اسلو تکسی رانی کرد
    • اعلام آمادگی هند برای کمک نظامی با افغانستان
    • د قطر د دفتر لړي په ترکیه او سعودی عربستان کښې
    • بان کی مون وارد اسلام آباد شد
    • نیروهای اسپانیایی تا اواخر تابستان امسال بطور کامل ولایت بادغیس را ترک خواهند کرد
    • احزاب افغانستان نامزد واحد در انتخابات ریاست جمهوری معرفی می‌کنند: احمد ضیا مسعود
    • ناټو: د امنيتي تړون لاسليکول د افغانستان او امريکا ترمنځ دوه اړخيزه اړيکه ده
    • سیلابونو په پکتيکا ولایت کې ځاني او مالي زيانونه اړولي دي