Posts | Comments | E-mail /

د افغانستان ملی اردو به په عصری وسلو سمبال شی

Posted by on Dec 30th, 2009 and filed under خبرونه. You can follow any responses to this entry through the RSS 2.0. You can skip to the end and leave a response. Pinging is currently not allowed.

کابل:- د کابل څخه تازه خبرونه وایی،چی افغان ځواکونه به په سټانډرډ وسلو سنبال شي. ددفاع وزارت داسي مهال د ناټو په ستاندارد وسلو د سمبالولو خبره کوي چې په راتلونکو پنځو کلونو کې يې د اردو د شمېر پر ډېرېدو او پياوړتيا په وار وار ټينګار کړی دی .د افغانستان د دفاع وزارت وايي په پام کې لري د ملي اردو د سرتېرو له ډېرېدو سره پر يوه وخت په نويو وسلو د بدلون لړۍ هم پر مخ بوځي .د دغه وزارت چارواکي وايي تر اوسه څه د پاسه 48000 ميله سپکه وسله او 1145 ميله درنده وسله پوځ ته وېشل شوي . دوی هيله وښوده چې د روان لمريز کال تر پايه به ډېری افغان قطعات د ناټو په ستاندارد برابرو وسلو سمبال شي .
د افغانستان ددفاع وزارت وياند جنرال ظاهر عظيمي په يوه خبري غونډه کې وويل چې د اردو سرتېرو د شمېر له ډېرېدو سره سم به دغو ځواکونو ته د ناټو پر ستندرد برابرې وسلې او د کارولو په برخه کې به روزنه وويني .ښاغلی عظيمي وايي تر اوسه د ملي اردو ځواکونو ته د نژدې دوه نيم زره زغره والو وسايطو تر څنګ زرګونه ميله سپکه او درنه عصري وسله ورکړل شوي .
په عين حال کې انګيرنې دا دي چې يو شمېر سرتېري په عصري وسلو د بدلېدو سره موافق نه دي او وايي پخوانۍ وسلې تر نويو وسلو ښه کيفيت لري . تر دې مهاله د ملي اردو ډېری سرتېري له روسي وسلو څخه کار اخلي .
د دفاع وزارت وايي د پوځ د دغې نوې پراختيايي پروژې لپاره متحده ايالاتو د شپاړسو ميلياردو ډالرو ژمنه کړې چې د دوی په وينا دغه مرسته کافي نه ده او هيله لري چې د لندن په کنفرانس کې نور هېوادونه هم د مرستو ژمنه وکړي . د ناټو پر ستندرد هغه وسله چې وېشل شوې ياني ام څلور ايم شپاړس سپکې وسلې ، شمېره يې اته څلوېښت زره او يو سل او دېرش ميله ده ، د سرتيرو له ډيرېدو سره هغوی ته ددغو وسلو د ښوونې او روزني لړۍ هم دوام لري . 1145 دستګاوي درنده وسله ويشل شوې . د افغانستان د دفاع وزارت ویاند زیاتوی، زموږ د پخوانيو 122 ملي مترۍ توپونو پر ځای چې ايم سي او ډي سي ول 155 ملۍ مترۍ توپونه چې د ناټو په معيارونو برابر دي او د روسي 82 ملي مترۍ هاوانونو پر ځای د نوي ټکنالوژۍ 81 ملي متري هاوانونه وېشل سوي دي او هيله ده چې د روان کال تر پايه به ډېر شمېر قطعات همدا سي وسلې ولري .

فرستادن/حفظ کردن

Leave a Reply

CAPTCHA Image
Refresh Image
*

Spam Protection by WP-SpamFree

Advertisement

Recently Commented

    Archives by Tag

    ا

    Recent Entries

    • حامد کرزی بتاریخ ۲۶ اګست به پاکستان سفر می کند
    • نواز شریف جانشین پرویز اشفق کیانی را تعیین می کند
    • د خوست ولایت د سیلاوونو او بارانونو په اړه ددې ولايت مقام د ژورې خواشينۍ او ډاډګیرنې پيغام
    • له هیواده بهر میشتو افغانانو د اختر ورځ ولمانځله
    • آلمان اطلاعات بی سیم افغانستان را در اختیار امریکا قرار داده است
    • حامدکرزی د پغمان او شکردرې په ولسوالیوکې د وروستیو سیلاوونو له امله پر رامنځته شویو ځاني تلفاتو او مالي زیانونو خواشینی شو
    • مهاجرین غیر قانونی در یونان دست به اعتراضات خشونت آمیز زدند
    • رهبر القاعده به زندانیان این گروه در عربستان سعودی وعده آزادی داد
    • د کونړ په ولایت کې د “ناموسي وژنو” په اړه خبرداری
    • وزارت خارجهٔ امريكا عاملان كشتار مردم عراق در روز عيد فطر را دشمنان اسلام قلمداد کرد