Posts | Comments | E-mail /

د ملت درنو نمايندګانو وزيران ښه وپيژنئ او بيا رايې وركړئ

Posted by on Dec 30th, 2009 and filed under تحلیل. You can follow any responses to this entry through the RSS 2.0. You can skip to the end and leave a response. Pinging is currently not allowed.

الحاج فضل الله رشتين

سبا د 2009 م كال د ديسامبر د مياشتې 31 د پنجشنبې ورځ ده . دا د افغانستان په تاريخ كښې يوه مهمه او سرنوشت سازه ورځ ده . په دى ورځ به په ولسي جرګه كښې د ملت نمايندګان نوماندو وزيرانو ته د اعتماد رايې وركوي . د افغان غيرتي ولس په ولسي جرګه كښې له خپلو نمايندګانو څخه ډير توقعات لري . دولس سرنوشت د ولس د نمايندګانو په لاس كښې دى . ولس له خپلو نمايندګانو څخه غواړي چې د راىو د وركولو په وخت كښې له فكر او سوچ څخه كار واخلي او داسې وزيرانو ته خپلې رايې وركړي چې واقعا د رايو مستحق او حق دار دي .

حق د خداى نوم دى. دنيا په حق ولاړه ده او په حق باندې چليږي كه د ولس نمايندګان خداى نا خواسته په حق سترګې پټې كړي نو دوي به د ظالمانو په ډله كښې شمار شي او خداى پاك به يې هيڅ وخت ونه يخښي.

ولس دغو نمايندګانو ته خپلې رايې وركړي دي او دوي يې د خپلو نمايندګانو په حيث ولسي جرګې ته معرفي كړي دي نو ولس په خپلو نمايندګانو حق لري . د ولس نمايندګانو ته ښايي چې دا حق پر ځاى كړي او هغه تلف نه كړي. كه څوك دا حق تلف كوي نو غاړه به يې بنده وي.

ولس له خپلو نمايندګانو څخه هيله لري چې هغه وزير ته د اعتماد راى ورنكړي چې :

* په ظاهر كښې سپين سپيڅلي ښكاري خو په باطن كښې يې زړه د منافقت په سكرو تور دي .

* د ځان ستاينه كوي ، غټې غټې خبرې كوي لاكن يوه وړه خبره هم سرته نه رسوي. .

* لاپې ډيرې وهي خو يوه خبره هم نه په ځاى كوي.

* ډيرى وعدې كوي چې دا كا ر به كوم او هغه كار به كوم خو بيا يې خپلې وعدې هيريږي او چرت پرې نه خرابوي.

* د راى اخيستلو په وخت كښې د ملت نمايندګانو ته ټيټ او پاس كيږي خو كله چې رايې تر لاسه كړي نو بيا د ملت نمايندګانو ته شا كړي.

* ځان په رشوتنو چاقوي او غريبان خواروي .

* خپلې شخصي ګټې د وطن د ملي ګټو څخه پورته ګڼي.

* د وزارت په څوكۍ ځان غټوي.

* په وزارت كښې آشنايۍ او خپلوۍ ته ترجيع وركوي.

* په ملي او رسمي چارو كښې تنظيمي ګټې په نظر كښې نيسي.

* لور په لوټه تيروي او ساعت تيروي.

* په خوله خوږ او په زړه كوږ وي.

* پښتون ته مخامخ ښه وايي او پس شا ورسره دښمني كوي.

* د ولس وينې او غوښې پخپله خوري او هډوكي يې په نورو خرڅوي.

* د پرديو هيوادو د منافعو دپاره كار كوي.

* د پښتنو د يوالي او وحدت سره مخالفت كوي.

* د خپل وزارت له كتابتون نه د پښتو كتابونه ايسته كوي .

* په پښتو ژبه لوحه نه غواړي خو په نورو ژبو يې خوښوي.

* د پښتنو عالمانو قدر نه كوي.

* د پښتنو د تعليم مخه نيسي.

* په سخته كښې له پښتنو كار اخلي خو په خوشحالۍ كښې پښتانه نه شريكوي.

* د پښتنو ژبه ورته ښه نه ښكاري.

* مخامخ د پښتنو ستاينه كوي او پس شا يې خلكو ته ناپوهه او وحشي معرفي كوي.

* پښتانه يې عزت كوي خو دى يې سپكاوى كوي.

* د ملي وحدت د مفكورى سره په ظاهره پلوي او په باطن كې مخالفت كوي .

* د پردو په خوله په قوم كښې اختلافات پيدا كوي.

* خلك غولوي او قوم تيرباسي.

* د اسلام په نامه ولس تير باسي.

* د اسلام دمبين دين له اصولو او اساساتو څخه ناخبر وي .

* ژبنيو ، نژادي او مذهبي اختلافاتو ته لمن وهي.

* په سر كښې د اصلاح فكر نه لري.

* د خپل كار په اجراء كښې له صداق او ايماندارۍ څخه كار نه اخلي.

* په زړه كښې له هيواد او هيواد والو سره مينه نه لري.

* وزارت د عزت د پاره نه كوي ، عزت له وزارت نه قربانوي.

* د قام د عزت فكر ورسره نه وي.

* خبرې كوي او عمل نه كوي.

* د قانون احترام نه كوي او قانون په ټولو يو شان نه تطبيقوي.

* د اداري فساد د له مينځه وړلو په كار كښې توجه نه كوي.

* د څوكۍ لياقت او اهليت نه لري.

* د كارونو په اجرا كښې له قاطعيت څخه كار نه اخلي.

* د خپلو وظايفو په سرته رسولو كښې د مسؤليت احساس نه كوي.

* خپلې ژمنې نه تر سره كوي.

* د وزارت په څوكۍ كښيني نو قام پرستي كوي ، د نورو قومونو مسؤلينو ته رخصت وركوي او د خپل قام نا اهلان يې په ځاى مقرروي.

* د پښتنو په سيمو كې بد امني غواړي.

* د پښتنو په سيمو كښې د اقتصادي ، فرهنګي ، عمراني او نور وچارو د بهبود د پاره فكر نه كوي.

* پښتون دى خو د پښتون حيثيت او عزت تر پښو لاندې كوي . داسې وزير له بل هر وزير څخه خطر ناك او مضر دى ، داسې وزير ته خو كه څوك راى وركوي نو د ستر خيانت مرتكب كيږي.

په ولسي جرګه كښې د ملت درنو نمايندګانو :

د ولس سرنوشت ستاسې په لاس كښې دى.

ښه فكر وكړې ، كه دكوم وزير په باره كښې معلومات نه لرۍ او د هغه د كار او پوهې څخه مطمئن نه ياست نو له يو بل سره مشوره وكړۍ ، له يو بل نه پوښتنه وكړۍ ، ستاسې رايې ډيرې قيمتي دي ، ستاسې رايې د وطن په جوړلو او ويرانولو كښې رول لري ، كه خپلې رايې مو سمې استعمال كړې او كار وړ وزيرانو ته مو وركړې نو دا به مو په خپل ولس او خپل وطن ډير لوى احسان وي . . كه تاسې په ايماندارۍ او صداقت سره خپلې رايې مناسبو او لايقو وزيرانو ته وركړې نو خداى پاك به له تاسې خوښ او راضي شي.

څوك دي چې د خداى رضا نه غواړي ، څوك دي چې نه غواړي خداى پاك ورڅخه خوښ شي.

دا ځل يو بدلون راولۍ ، دا ځل داسې يو ابتكار وكړۍ ، دا ځل داسې يو اقدام وكړۍ چې دنيا درته حيرانه شي . تاسې ته د ولس تكليفونه او دردونه معلوم دي ، دا ولس دريدلى او كړيدلى دى ، دا ولس غريب ولس دى ، دا ولس په ناخوالو كښې ژوند كوي. په دى ولس بمبارۍ كيږي ، تنكي ځوانان مړه كيږي ، سپين ږيري شهيدان كيږي ، معصوم ماشومان وژل كيږي ، تور سرې او سپين سرې قتل كيږي.

د وطن د يتمانو ، كنډو د آهونو او فريادونو په خاطر ، د شهيدانو د پاكو ارواو په خاطر دا وطن له ظالمانو ، مفسيدينو ، جنګسالارانو او وطن فروشانو نه وساتۍ. او كه داسې ونكړۍ نو غاړه به مو بنده وي. كه داسې ون شي نو سبا به هم د نن او پرون په شان وي .

ته كه نن هم هسې يې څنګ چې پرون وې

نو افغانه ماته ستا سبا معلوم شو

خبرې راسره ډيرې دي خو وخت لږ دى .

آباد او خوشحاله وسۍ

په درنښت

الحاج فضل الله رشتين

فرستادن/حفظ کردن

1 Response for “د ملت درنو نمايندګانو وزيران ښه وپيژنئ او بيا رايې وركړئ”

  1. Vote -1 Vote +1عبدالله says:

    بنام الله
    سلام به ملت مسلم افغان
    همین چندلحظه قبل کسی که تاحال هم وزیر دفاع بود تکراراَ وردک را با رأی 124 وزیر دفاع انتخاب کردند , ووزیرداخله اتمر را با رأی 147 باز وزیر داخله ساختند
    این بکی ازروزهای تاریک وشرم آور برای ملت افغان است که با آشکاربودن خیانت وجنایت های این دوکس که مزدوران خارجیهابوده واتمر دشمن ملت مجاهد افغان که یک کمونست بی وجدان را به کرسی های وزارت رأی اعتماد دادند , ازین معلوم میشود که در پارلمان نام نهاد اکثریت طرفدار کمونستها وبی ایمانها هستند چطور این رژیم نوکر را اسلامی نامبد؟ امروز شهدای راه آزادی این ملت به این اعضای پارلمان لعنت میفرستاند
    همان دیگ وهمان آش کدام تغیری نیامده باز همان خاینین وجانیها درقدرت باقی ماندند این هم غوغای مبارزه علیه فساد و تعیین اشخاص مناسب ووطن دوست همه دروغ بود کرزی مثل همیشه دروغ ومنافقت خودرا ثابت ساخت
    هنوزهم اگر کسی این رژیم را قانونی ومنتخب ملت افغان میداند پس کاملاَ لاشعوربوده ونمیتوان ازجملهء انسانها به حساب آورد
    باعرض احترام

Leave a Reply

CAPTCHA Image
Refresh Image
*

Spam Protection by WP-SpamFree

Advertisement

Recently Commented

    Archives by Tag

    ا

    Recent Entries

    • د بندونو او ملا درد ته نوی درمل وموندل شو
    • د اسد دانش صيب ځواني مرګ زوی حسيب الله په مرګ کې!
    • دستگیری ۹ تروریست در ولایت بدخشان
    • طالبان پاکستانی به دولت نواز شریف هشدار دادند
    • صدر اعظم ناروی بخاطر درک بهتر وضعیت کشورش؛ در کوچه های اسلو تکسی رانی کرد
    • اعلام آمادگی هند برای کمک نظامی با افغانستان
    • د قطر د دفتر لړي په ترکیه او سعودی عربستان کښې
    • بان کی مون وارد اسلام آباد شد
    • نیروهای اسپانیایی تا اواخر تابستان امسال بطور کامل ولایت بادغیس را ترک خواهند کرد
    • احزاب افغانستان نامزد واحد در انتخابات ریاست جمهوری معرفی می‌کنند: احمد ضیا مسعود