Posts | Comments | E-mail /

د تمركز پر ځاى ګډوډيو ته لمن وهل د څه لپاره؟

Posted by on Dec 30th, 2009 and filed under تحلیل, سرمقاله. You can follow any responses to this entry through the RSS 2.0. You can skip to the end and leave a response. Pinging is currently not allowed.

م- خبريال

د پاكستان په كراچۍ كې وړمه ورځ د محرم پر لسمه د عاشورا په يوه لويه غونډه كې ځانمرګى بريد وشو چې تر 33 تنو زيات پكې ووژل شول او تر 80 زيات پكې ټپيان شول.

له دې درنې مرګ ژوبلې وروسته په دې ښار كې د تاوتريخوالى يوه بله څپه را پورته شوه، په سلګونو دوكانونو او ماركيټونو ته اورونه واچول شول او داسې بلواګرو چې ظاهراً د عاشورا د ماتمي لاريون كسان وو د ځانمرګي بريد په غبرګون كې دغه تاوتريخوالي ته لاس واچاوه.

خو په كراچۍ كې د ځينو سياسي ډلو مشرانو اوغړيو چې وروسته پر دې پيښو رڼا واچوله دا ترې ښكاري چې له ځانمرګي بريد وروسته د دوكانونو او ماركيټونو سوځول او عامه شتمنيو ته زيان رسول اصلاً دكومې بلې ډلې سنجول شوى كار دى، د عاشورا له ماتمي غونډې سره يې تړاو نشته.

عجيبه داده چې په سوځول شويو دوكانونو كې په سلګونو د پښتنو دي چې په ملياردونو كلدارې يې پكې لوخړه شوې.

له دې پيښو نه ښكاري چې په پاكستان كې روان ځانمرګي بريدونه او نور تاوتريخوالى د افغانستان له پيښو او وضعې سره تړاو لري او دا ټول په سيمه كې د بدمرغيو د دوام ډيرې منظمې طرح دي. كه يې په ټوليزه توګه ډير زر په وړاندې مناسب اقدامات و نشي ډيرې خطرناكې پايلې درلوداى شي.

پاكستان دا اوس د سترې بې ثباتۍ په لور روان دى، د مركز او پنجاب د مشرتابه په وړاندې د نورو ولايتونو د محروميت او كركې احساس ورځ تر بلې زياتيږي.

د ځانمرګو بريدونو دوام په ځينو برخو كې د پښتنو پر خلاف د كركې احساسات را پارولي دي، ځينو ډلو لكه په كراچۍ كې مهاجر قومي غورځنګ له دې مسايلو نه سياسي استفاده كوي، په كراچۍ كې د دې غورځنګ او پښتنو ترمنځ له وخته اوبه خړې دي. ځينې كړۍ په پنجاب كې هم همدغسې تصور لري، پښتانه او قبايل بيا د پاكستان په مركزي اداره او نظام كې له نورو محروميتونو سره مخ دي.

جنرال مشرف له امريكا سره دملګرتيا تر نامه لاندې د قبايلو او بلوڅانو د ځپلو طرحې پلې كولې، پر سوات، باجوړ او وزيرستان د ده د واكمنۍ پر مهال پوځي بريدونه وشول، دې كار په ياد وشويو سيمو كې طالبانو او القاعده ته لا د پښې ځاى پيدا كړ، د نړۍ له نورو برخو نه دلته جنګيالي راغلل، په دې برخه كې د پوځ او پوځي استخباراتو اهداف بيل وو او د سياسي ډلو په تيره د لويو غير مذهبي ډلو بيل وو، دې تضادونو په پاكستان كې د بحران ژوريدو او د بې ثباتۍ دوام ته زمينه برابره كړه، چې اوس يې كله كله د تجزيې تر بريده خطر احساسيږي.

په افغانستان كې نږدې همدغسې ستونزه دوام لري، د يوه پلوه د طالب او القاعده پر خلاف د مبارزې يوه داسې ستراتيژي نه ده پلې شوې چې د افغان دولت او نړيوالې ټولنې پرې عملاً توافق شوى وي او په بشپړه همغږۍ پلې شي.

بل لورته نړيوالې ټولنې په افغانستان كې د يوې پياوړې ادارې او نظام د جوړولو پر ځاى هسې شپه تيره كړې ده. نړيوالې ټولنې دلته د يوې داسې جګړې اوربل كړى چې نه يې دښمن پكې تحريف شوى دى او نه همكاران او دوستان. د كونړ په ولايت كې د وروستۍ بمبارۍ په ترڅ كې د ښوونځي دزده كوونكيو په شمول د بې ګناه او ولسي وګړو شهادت يې تر ټولو تازه مثال دى.

د نړيوالې ټولنې همدې ړندو اقداماتو په افغان ولس كې هم د افغان دولت اعتبار ته زيان رسولى او هم خپل ته. پر دې سر بيره سره له دې چې نړيواله ټولنه دلته په يوه جګړه كې را ښكيل ده، په سياسي ډګر كې يې اوس له افغان چارواكيو سره هم جبهه نيولې ده، دې حالت ولس په څو لارو درولى دى. د همدې ګډوډيو يوه پايله داده چې په افغانستان كې د دولت مخالفين پياوړي كېږي، د نظام موافق لورى په څو برخو ويشل شوى چې بهرنيان پكې خپل اسونه ځغلوي، پايله دا چې جګړې، د شخصيتونو وژل، بمي او ځانمرګي بريدونه او ړندې بمبارۍ به دوام مومي، افغان ولس چې له هر لوري نهيلى شي ډيرو خطرناكو اقداماتو ته به مجبوريږي. په پاكستان او افغانستان دواړو كې د دغسې بحران دوام نه يوازې د سيمې بلكې دټولې نړۍ لپاره ډېرې خطرناكې پايلې درلوداى شي.

له دې حالاتو نه د وتلو يوازينى لاره داده چې نړيواله ټولنه د دې دواړو هېوادونو له حكومتونو سره په ګډه پر خپله ستراتيژۍ له سره فكر وكړي، همدغسې افغان او پاكستان چارواكي له خپل خپل ولس سره په چلن كې هغه اقدامات تكرار نه كړي چې په ولس كې له نظام سره د مقابلې او ټكر روحيه پياوړې كوي. دغه ستونزه په پاكستان كې ډيره ژوره ده، خو په افغانستان كې هم شته، په دې اړه يو بل توپير هم شته چې په پاكستان كې دا د مركزي حكومت او پاليسي جوړوونكيو ادارو او ولس ترمنځ ستونزه ده، خو په افغانستان كې د داسې محروميتونو اصلي لامل نړيواله ټولنه ده په هر صورت دې مسالې ته جدي پام په كار دى چې په سيمه ييزه كچه د هغو ټولو اقداماتو مخه بايد و نيول شي چې په هېوادونو كې د قومونو ترمنځ د حساسيتونو د را پارولو سبب كيږي او د ترهګرۍ، بد امنۍ او بې ثباتۍ پر خلاف د متمركزو ځواكونو د جوړيدو پر ځاى له وړوكو وړوكو سره متضادو او يو له بل سره په ټكر كې ځوكونو د جوړيدو اسباب برابروي.

كه نړيوال په دې برخه كې همكاري نه كوي معنا يې داده چې هغوى پخپله دې انتشار ته لمن وهي چې دغه هېوادونه د بيلا بيلو لويو او وړو ګروپونو ترمنځ د شخړو ډګر وي، بيا خو اصلي هدف ښايي د سيمې په كچه د تجزيې هغه نقشه وي چې له اوږدو كلونو راهيسې په سياسي كړيو كې زمزمه كېږي. كه مساله داسې وي بيا خو د سيمې په تيره د افغان چارواكيو مسووليت نور هم دروند دى، دوى بايد تر هر څه زيات هڅۀ وكړى چې په ملي كچه يو متمركز قوت شي تر څو له توطيو سره مقابله وكړاى شي.

فرستادن/حفظ کردن

Leave a Reply

Refresh Image
*

Spam Protection by WP-SpamFree

Advertisement

Recently Commented

    Archives by Tag

    ا

    Recent Entries

    • *په خوست ولایت کې دمعتادينو ٢٠بستريز روغتون نوې وداني ګټې اخيستنې ته وسپارل شوه
    • د کندهار هوايي ډګر کې د ميليونونو ډالرو په لګښت رغونه روانه ده
    • اوباما: نظام اسد باید به خاطر استفاده از اسلحه کیمیایی مجازات شود
    • کمپاین علیه موتر های شیشه سیاه و بی اسناد در ولایت قندز
    • کشته شدن چهار بم گذار در ولایت پکتیا
    • آغاز روند توزیع ۳۴ میلیون جلد کتب درسی دوره ابتدایه
    • د افغانستان او د امریکی متحده ایالتونو تر منځ د امنیتي تړون لاسلیک اړتیاوي . لومړۍ برخه
    • نورستانى: نا امني د ټاکنو پر وړاندې ستر خنډ دى
    • د پاکستان سفر او د ټال چال زړه لوبه
    • به احتمال قوی امروز پنجشنبه بر سوریه حمله خواهد شد