د امريكا د پخواني ولسمشر جورج بوش مرستيال ډيك چيني وايي د ولسمشر بوش ادارې پر عراق ډېر كار كاوه، خو دا هېڅكله سمه نه ده چې افغانستان يې هېر كړى و.
تېره ورځ له پوليټيكو سره په يوه مركه كې ډيك چيني وويل چې كه اوس د بوش په اداره دا تور لګول كېږي چې دوى عراق ته ډېر كار كاوه، خو افغانستان يې هېر كړى و، سمه به نه وي، ځكه دوى دواړو هېوادونو ته پام كاوه.
ډيك چيني د امريكا پر ولسمشر بارك اوباما تور ولګاوه چې افغانستان ته په كمزوري نظر ګوري او د يو كلك هوډ او ستراتيژي نه لري، ځكه افغانستان په پوځيان استول كومه ستونزمنه خبره نه ده، خو نوموړي ډېر زيات وخت پرې تېر كړ او له غور وروسته اوس هم دوه زړى دى.