کابل:دمنظمو امنیتي غونډو په دوام، پرون هم د جمهور رئيس حامد کرزي په مشرۍ دجمهوري ریاست په ماڼۍ کې امنیتي غونډه وشوه.
په دې غونډه کې چې دجمهوري ریاست مرستیالانو، د امنيتي ادارو اود یوشمېر نورو اړوندو ارګانونو جګپوړو چارواکو پکې ګډون کړی و، د هېواد عمومي امنيتي حالت وڅيړل شو،دامنیتي ادارو چارواکو دهېواد دبیلابیلو سیمو دامنیتي حالت دڅرنګوالي په اړه جمهوررئیس ته رپوټونه ورکړل او داختر په شپو ورځوکې دهېواد په کچه امنیتي حالت وآرزول شو.
په دغه غونډه کې دهېواد د امنیتي حالت پرآرزولو سربیره په اوږد مهال کې دامنیتي ځواکونو د لازیاتې ځواکمنۍ،دظرفیتونودلوړوالي،دامنیتي تدبیرونو په نیولو، پلان جوړونه او دپوځي عملیاتو په رهبرۍ او پلي کولوکې دافغان امنیتي ځواکونو دلاښه رول دترسره کولو په اړه خبرې وشوې.