Posts | Comments | E-mail /

جرمني او امريکا

Posted by on Nov 30th, 2009 and filed under تحلیل. You can follow any responses to this entry through the RSS 2.0. You can skip to the end and leave a response. Pinging is currently not allowed.

غلام جيلاني ځواک

د جرمني او امريکا د نژدې اړيکو پيل له هغه وخت وشو چې په دويمه نړيواله جګړه کې امريکا د نازي المان پرخلاف د جګړې لپاره د نورماندې په ساحل کې خپل پوځونه پلي کړل، او د نازي المان په پوځونوکې چې نژدې ټوله اروپا يي نيولې وه او د شوروي اتحاد نوې دولت يي نژدې په ګوڼدو کړي وو، ماته پيل شوه، او بالاخره د جرمني خو لا څه چې د برلين ښار هم د امريکا او روسي پوځونو لاس ته ولويد، د برلين ښار او د جرمني هيواد ديو غنيمت په شان د امريکي کاپيټاليزم او روسي سوسيال امپرپاليزم ترمنځ وويشل شو او په دې توګه نه يواځې د جرمني هيواد بلکې ټوله اروپا او ټوله نړۍ د امريکا او روسيي ترمنځ وويشل شوه.

په همدې دويمه نړيواله جګړه کې که د جرمني په تندي د هولو کاسټ توره رټه پرته ده، نود امريکا لمن هم د هغو زرهاوو بې ګناه ښخو، ماشومانو ، ځوانانو او بوډاګانو په وينو ککړه ده چې په هيروشيما کې د امريکا د لټل  باي په نوم اتومي بم ووژل. په جاپان کې په اتوم بم د بې ګناه خلکو وژنه او په جرمني کي د ګاز په خونو کې د بې ګناه يهودانو وژنه يو شان جنايت دى، څرنګه چې جرمني ماته خوړلې نو د هوکاسټ پر جنايت د ټولې نړۍ د ملامت سره مخ دى، خو امريکا نه يواځې دا چې دويمه نړيواله جګړه ګټلې بلکي خپل بل سيال پخوانې شوروې اتحاد يي هم د افغانانو پرمټ د تاريخ کندې ته سپارلى، نو په چابان کې د بې ګناه خلکو په وژنې څوک ورته دومره ګوته نه نيسي، نه يواځې داچې ورته څوک دومره ګوته نه نيسي، بلکې اوس امريکا ځان ته دا حق هم ورکوي چې د بشري حقونو نارې پورته کړي او په همدې نوم عراق ته خپلې لښکرې وليږي او هلته په زرهاوو بې ګناه انسانان ووژني او په دې توګه عراقي (بشر) ته د هغوي حقونه ورسپاري.

جرمني او امريکا کې که ډير څه سره مشترک دي خو ډير توپيرونه يي هم په منځ کې شته دى.

جرمني د افريقا انسانان لکه د ژويو نه دې ښکار کړي او نه يي دغلامي لپاره خپل هيواد ته وړي، د امريکا او جرمني ترمنځ نور هم ډير توپيرونه شته خو يو بل توپير يي اوس په ا فغانستان کې په ډاګه شو.

څه موده مخکي په کندز کې طالبانو د تيلو دوه ټانکران وتښتول، خو مخکې لدې چې دا ټانکران خپل ځاي ته ورسوي ، ټانکران په لاره کې  ونښتل او د نزدې کليو خلکو د ټانکرونو څخه د تيلو په تشولو پيل وکړ،  په همدې وخت کې د جرمني الوتکې راورسيدې، په ټانکرونو يي بمونه وغورځول او د ټانکرونو په خوا کې يي په لس هاو هغه بې وزلي خلک هم ووژل چې له ټانکرونو څخه تاوو شوي وو. او په دې توګه د هلمند، کندهار، لغمان، فراه، پکتيا، پکتيکا. کنړ او ننګرها ر په خوا کې په کندز کې هم يو ستر بشري جنايت ترسره شو.

لکه مخکې مې چې وويل په کندهار، ننګرهار، کنړ، هلمند او فراه کې داسي جنايتونه مخکي هم سرته رسيدلې وو. ډير ځلې امريکايي الوتکو په ودونو، په جرګو په جنازو په  کليو او بانډو او د خلکو په کورونو او ديرو  بمونه غورځولې او د ترهګرو په نوم يي بېګناه انسانان وژلي، لومړې يي ويلي چې ترهګرو ژل شوي خو کله چې دافغان دولت ويلي دلته بې ګناه کسان وژل شوي، نوبيايي په ډيره اسانۍ ويلي چې دا يوه تخنيکي غلطي وه، يا غلط مالومات راکړل شوي وو اوبس.

د جرمني او امريکا ترمنځ توپير همدا دې !

 د کندز له پيښې څخه راټوکېدلې رسوايي بالاخره د جرمني د دفاع وزير دې ته اړ کړ چې استعفا وکړي، د جرمني د دفاع وزير او د جرمني خلکو وښوده چې خپله غلطي مني، اومسئوليت يي په غاړه اخلي، د جرمني د دفاع وزير په دې توګه دا هم ومنله هغه څه چې په کندز کې وشول بالاخره يو جنايت وو، او هغه کسان چې په دې بمبارۍ کې ووژل شول بې ګناه انسانان وو.

امريکايي الوتکو په لس هاوو ځلي په خپلو بمباريو په افغانستان کې په زرهاوو انسانان وژلي خو تراوسه د امريکا يو خوردظابط لا هم په دې تړاو نه استعفا کړي او نه يي پښيماني ښودلې.

همدا د امريکا او جرمني ترمنځ ستر توپير دى.

جرمني وښوده چې يواځې تش په نامه د بشري حقونو نارې نه وهي، بلکې څه ناڅه درناوى هم ورته لري.

د هولوکاست جرمني او اوسنۍ جرمني ترمنځ اوس ډيرتوپير رامنځ ته شوې، خو امريکا لا اوس هم همهغه امريکا ده چې د هيروشيما د بمبارد په وخت کې وه.

فرستادن/حفظ کردن

1 Response for “جرمني او امريکا”

  1. Vote -1 Vote +1توریالی says:

    امريکايي الوتکو په لس هاوو ځلي په خپلو بمباريو په افغانستان کې په زرهاوو انسانان وژلي خو تراوسه د امريکا يو خوردظابط لا هم په دې تړاو نه استعفا کړي او نه يي پښيماني ښودلې.

Leave a Reply

CAPTCHA Image
Refresh Image
*

Spam Protection by WP-SpamFree

Advertisement

Recently Commented

    Archives by Tag

    ا

    Recent Entries

    • خوست والي وايي که هر مامور درې ورځې غيرحاضري وکړي، کسر معاش به شي!!
    • د خوست ولایت د نادرشاه کوټ قومي مشرانو د دغه ولسوالۍ په اداري برخه کې د بدلون غوښتنه وکړه
    • درې شاشجاع ګان
    • پاکستان دیگر مرکز ثقل افراط گران پنداشته نمی شود:آژانس خبری فرانسه
    • کشته شدن حد اقل ۲۱۲۶ تن از سربازان امریکایی در افغانستان
    • آیندهٔ امنیتی افغانستان به نیروهای خارجی ارتباط دارد:- -جنرال جوزف دانفورد
    • د آی او ایم له خوا د خوست ولایت د سیلاب ځپلو کورنيو سره مرسته وشوه
    • هند دې د پوځي مرستو بهیر ګړندی کړي
    • د ولسي جرګې د يوه غړي دوه ساتونکي ووژل شول
    • بدون شرح