ابوظبى- د افغانستان د كركټ ملي لوبډلې د آسيا د شل اوريزو لوبو اتل شو، ملي لوبډلې وكولاى شول په پاى لوبه كې د متحده عربي اماراتو ته ماته وركړي او دا مقام خپل كړي. افغانستان له پيله تر اوسه ۷ لوبې كړي او اووه واړه يې په ډېرو لوړو نومرو ګټلي دي.
افغانستان هغه مهال پاى لوبې ته ووت چې وړمه ورځ يې كوېټ مات كړ. افغانستان لومړى بېټنګ وكړ او د ۱۹۷ منډو هدف يې وټاكه خو د اماراتو ټوله لوبډله يې له ۱۵۰ منډو مخكې وسوځوله.
د آسيا په شل اوريزو لوبو كې دا دوهم ځل دى چې افغانستان دا اتلولي ګټي، تېر كال يې له عمان سره لوبه وه چې وروسته بيا دواړه ګټوونكي اعلان شول.
ټولو افغانانو ته د دا خوښي او برى مبارك وي
خداى دې وكړي چې افغانان په هر ډګر كامياب او بريالي شي