Posts | Comments | E-mail /

د طالبانو او امريكا تر منځ خبرې د څه لپاره دي؟

Posted by on Nov 29th, 2009 and filed under تحلیل, سرمقاله. You can follow any responses to this entry through the RSS 2.0. You can skip to the end and leave a response. Pinging is currently not allowed.

په دې وروستيو كې د طالبانو او  امريكا تر منځ د خبرو اترو خبرونه ډير تاوده دي، داسې ادعا هم كيږي چې ددې خبرو اترو دوهم پړاو له اختر وروسته پيليدونكى دى، داسې ښكاري چې په ريښتيا د طالبانو او امريكا تر منځ په بېلا بېلو چينلونو كې خبرې اترې شوې دي، دې ته ځينې كړۍ په خوشبينۍ ګوري ځكه چې په سيمه كې روان ناورين ته كه پام وشي دوه اړخونه يې امريكا او طالبان دي، كه په ريښتيا ددې دواړو لوريو تر منځ خبره جوړ جاړي ته راشي دغه ولسونه به يې له شره خوندي شي چې نن ددغه دوو اړخونو تر منځ د ژرندې د دوو پلونو په څير راګير او په ماتمونو اوښتي دي.

خو دريغه خبره دومره آسانه او ساده واى. له دې خبرو سره ځينې كړۍ دا ګواښونه احساسوي چې جګړه به نوره هم پراخه شي، ښايي دا ځل د اصلي نقشې بل پړاو وي چې د منځنۍ آسيا د انرژۍ زيرمې او يا چين ته سر خوږى دى.

ددې لپاره چې نه طالبان د امريكا د كوم هدف لپاره وكارول شي او دكوم پردي جنګ د اور خاشاك نشي او امريكا هم پردې بدنامه نشي چې بيا په سوله او خبرو كې د بلې جګړې طرحې پلې كوي يوازينۍ لاره داده چې دغه پروسه په طبيعي لارو پر مخ ولاړه شي، په دې معنا چې طالبان بايد له افغان حكومت او چارواكيو سره جوړجاړي او خبرو ته كښيني، نړيوال په تيره امريكا، انګلستان او نور هيوادونه چې د خبرو اترو لېوال دي بايد ددغه پروسې بشپړ ملاتړ وكړي.

واقعيت دا دى چې په تيرو دېرشو كلونو كې چې په افغانستان كې جګړې او بحران دوام لري، د خبرو اترو جوړجاړي هڅې هم موازي ورسره روانې دي، كه ددغو خبرو اترو د ناكاميو لاملونه وڅيړو تر ټولو لوى يې همدغه دى چې دغه خبرې د افغانانو پر ځاى ددوى په استازيتوب نورو اړخونو تعقيب كړې دې.

دغسې پروسه كه بريالۍ شوې ده هم د افغانانو ملي حاكميت پكې تر پوښتنې لاندې پاتې دى، بحران يوازې بڼه بدله كړې وه خو دوام يې موندلى دى، د ژنيو خبرې چې د پاكستان پخواني شوروي او ملګرو ملتونو تر منځ وې، مجاهدين پكې شامل نه وو، اوس كه فرضاً طالب له امريكا سره تفاهم ته رسيږي هم ددغه دواړو اړخونو ګټې به پكې خوندي شي، خو افغان ولس به بيا هم په بحران كې وي، له دې بحران نه د وتلو يوازينۍ لاره داده چې كه خبرې اترې او تفاهم كيږي بايد د دواړو افغان اړخونو تر منځ وي نړيوال كه دې ته مخلص وي بايد بشپړ ملاتړ يې وكړي، كه داسې نه وې خود به د كومې بلې پروژې د پلې كيدو بدګوماني ورباندې كيږي.

فرستادن/حفظ کردن

Leave a Reply

CAPTCHA Image
Refresh Image
*

Spam Protection by WP-SpamFree

Advertisement

Recently Commented

    Archives by Tag

    ا

    Recent Entries

    • د ولسي جرګې د يوه غړي دوه ساتونکي ووژل شول
    • بدون شرح
    • حامدکرزی د هندوانو او سیکانو له استازو سره په کتنه کې: تاسو د افغانستان د اتباعو په توګه د دې هیواد له نورو اوسېدونکو سره مساوي حقوق لری
    • د بندونو او ملا درد ته نوی درمل وموندل شو
    • د اسد دانش صيب ځواني مرګ زوی حسيب الله په مرګ کې!
    • دستگیری ۹ تروریست در ولایت بدخشان
    • طالبان پاکستانی به دولت نواز شریف هشدار دادند
    • صدر اعظم ناروی بخاطر درک بهتر وضعیت کشورش؛ در کوچه های اسلو تکسی رانی کرد
    • اعلام آمادگی هند برای کمک نظامی با افغانستان
    • د قطر د دفتر لړي په ترکیه او سعودی عربستان کښې