شارجه- افغانستان په عربو اماراتو کې د روانو شل اوريزو لوبو په نيمه پايلوبه کويټ ته په ماتې ورکولو د سياليو پايلوبې ته ووت.
افغانستان تر اوسه پينځه لوبې كړې او پينځه واړه يې په ډېر لوړ امتياز ګټلې دي.
تېره ورځ افغانستان په نيمه پايلوبه كې د كوېټ په ماتولو سره د دې لوبو پايلوبې ته لار وموندله، چې دا دوهم ځل لپاره د افغانستان لاسته راوړنه ده.
تېر كال هم افغانستان او عمان پايلوبې ته وتلي وو، چې بيا لوبه د دواړو هېوادونو په ګټه اعلان شوه.
راتلونكې ورځ (دوشنبه) د افغانستان كريكټ ټيم د عربي اماراتو له لوبډلې سره په پايلوبه كې مخامخ كېږي، د يادولو وړ ده چې دوه ورځې مخكې افغانستان د اماراتو لوبډله هم ماته كړې وه.