لندن- د بریتاینا صدراعظم ګورډن براون وویل چې د افغانستان لپاره به نړیوال کنفرانس د جنورۍ په ۲۸ مه نېټه په لندن کې جوړ شي.
د برتانيې صدراعظم ګورډن براون د كنفرانس له اعلانېدو مخكې د كوربه توب لپاره چمتوالى ښودلى و او د يوه نړيوال كنفرانس رابلل يې اړين ګڼلي وو چې د افغانستان په هكله پكې د ښكېلو نړيوالو لوريو په ګډون د يوه سمې ستراتيژۍ په هكله خبرې پكې وشي.
ګوردن براون پرون په ترنیداد او توباګو کې د کامن ویلت یا مشترک المنافه هیوادونو د سرمشریزې غونډې په څنګ کې وویل چې په دې کنفرانس کې به افغان امنیتي ځواکونو ته د امنیتي چارو د سپارلوپه باب خبرې وشي څو په دې ترتیب په افغانستان کې د نړیوالوځواکونو شمېرپه تدریجي ډول را کم شي.
ګورډن براون د ملګرو ملتونو له سرمنشي بانكي مون سره په خبرو كې وويل چې د دې كنفرانس دوهمه غونډه به په كابل كې جوړه شي.
بریتانیا همداراز ویلي دي چې افغانستان ته به پنځه سوه نور سرتېري ولېږي.
په داسي حال کې چې د امریکا ولسمشرافغانستان ته د څه باندې دېرش زره نورو عسکرو په لېږلو غور کوي.