Posts | Comments | E-mail /

له اختر وروسته د طالبانو او امريكا د خبرو دوهم پړاو پيليږي: د نړيوالو رسنيو په قول

Posted by on Nov 29th, 2009 and filed under خبرونه. You can follow any responses to this entry through the RSS 2.0. You can skip to the end and leave a response. Pinging is currently not allowed.

كابل (ويسا): د پاكستان ځينو رسنيو له اختر مخكې د امريكا او طالبانو تر منځ د خبرو اترو د بهير تفصيلات خپاره كړي دي، مشرق ورځپاڼه د نومبر په ۲۵ مه ګڼه كې په سرليكنه كې ددې خبرو د تفصيل په اړه ليكلي چې زياتې سياسي او مذهبي كړۍ دې خبرو ته حيران دي او د پايلو په اړه يې يو لړ انديښنې او هيلې راپورته شوې دي. دغه خبرې د عبدالله انس په منځګړتوب پيل شوى نوموړى الجزايرى دى د اسامه استاذ او د عبدالله عزام زوم دى. همدا راز په دې خبرو كې د پاكستان د حركت المجاهدين ډلې فضل الرحمن خليل او يو شمير هغه عرب جهادي مشران هم شامل دي چې امريكا يې منځلاري طالبان بولي.
فضل الرحمن خليل په كشمير كې د جهاد قوماندان ؤ چې ډله يې اوس غير قانوني اعلان شوې ده. ددې خبرو پر جريان پاكستان، سعودي عربستان او دنګلاستان هم خبر دي او په يو ډول پكې شريك دي.
د پاكستان ځينې كارپوهان په دې اند دې چې دغه خبرې ددې لپاره دي چې امريكا طالبان د منځنۍ آسيا د طبيعي زيرمو د كنترول لپاره وكاروي، ددوي په اند امريكا غواړى د ازبكستان او تاجكستان د تيلو او غازو د سرچينو ته ځان ورسوي او له همدې لامله اوس پردې خبرې كيږي چې طالبان بايد په سياسي پروسه كې شامل كړاى شي.

فرستادن/حفظ کردن

Leave a Reply

CAPTCHA Image
Refresh Image
*

Spam Protection by WP-SpamFree

Advertisement

Recently Commented

    Archives by Tag

    ا

    Recent Entries

    • روزی که مصر به خون مصری ها گلگون شد
    • کشته و زخمی شدن ۱۳ نفر در نتیجهٔ انفجار در یک رستورانت در ولایت تخار
    • خوست والي وايي که هر مامور درې ورځې غيرحاضري وکړي، کسر معاش به شي!!
    • د خوست ولایت د نادرشاه کوټ قومي مشرانو د دغه ولسوالۍ په اداري برخه کې د بدلون غوښتنه وکړه
    • درې شاشجاع ګان
    • پاکستان دیگر مرکز ثقل افراط گران پنداشته نمی شود:آژانس خبری فرانسه
    • کشته شدن حد اقل ۲۱۲۶ تن از سربازان امریکایی در افغانستان
    • آیندهٔ امنیتی افغانستان به نیروهای خارجی ارتباط دارد:- -جنرال جوزف دانفورد
    • د آی او ایم له خوا د خوست ولایت د سیلاب ځپلو کورنيو سره مرسته وشوه
    • هند دې د پوځي مرستو بهیر ګړندی کړي