Posts | Comments | E-mail /

د ورږي مور پر هیلری کلینټن حمله وکړه :عجیبه پیښه

Posted by on Nov 29th, 2009 and filed under سپینې خبرې. You can follow any responses to this entry through the RSS 2.0. You can skip to the end and leave a response. Pinging is currently not allowed.

رباط:- د الشرق الاوسط عربۍ ژبې ورځپاڼې دیوې باوري سرچینې په قول خبر ورکړ چې په مراکش کښې دامریکا له خارجه وزیرې هیلري کلینټن سره دعربي هیوادونو دخارجه وزیرانو دغونډې په څنګ کې یوه جالبه پیښه رامینځته شوه .
د الشرق الاوسط ورځپاڼې ولیکل په هغه غونډې کې چې دروانې میلادي میاشتې په لومړۍ اونۍ کې دامریکا دخارجه وزیرې هیلاري کلینټن او دعربي هیوادونو دخارجه وزیرانو ترمینځ په مراکش کې وشوه یوه عجیبه پیښه وشوه چې دامریکا خارجه وزیره یې وویروله او ددغه غونډې اتل یو ګونګټ یعني دورږو مور چې په انګریزۍ کې ورته کاکروچ او په دری ژبه کی ورته ((مادر کیک)) وایي وو .
په دغه غونډې کښې یوې خبرې عربي ډيپلوماټیکې سرچینې وویل دعربي هیوادونو له خارجه وزیرانو سره دامریکا دخارجه وزیرې دکتنې په وخت یو ګونګټ په ټول جرات او په نفس اعتماد سره له ټولو امنیتي تدبیرونو سره سره دامریکا دخارجه وزیرې مخ ته و رغی او دغه کار دامریکا خارجه وزیره ویروله او هغې چغې کړې .
دغه سرچینې وویل دبحرین خارجه وزیر شیخ خالد بن محمد ال خلیفه چې دامریکا دخارجه وزیرې هیلري کلینټن په څنګ کښې ولاړ وو په خپل لاس سره دغه ګونګټ مړ کړ .
له دغه پیښې ا و د ورږي د مور   له وژل کیدو  وروسته دغونډې حالت بدل شو او ګډون کونکو په دې هکله شوخۍ او له یو بل سره ګپ شپ ولګاوه .
په دغه غونډې کښې یوه ګډون کوونکي د ورږي مور   یو ترهګر وباله

فرستادن/حفظ کردن

1 Response for “د ورږي مور پر هیلری کلینټن حمله وکړه :عجیبه پیښه”

  1. Vote -1 Vote +1وليد احمد says:

    hahahahahahahahahahahahahahaha hahahahahahahaha
    خداى دې اجر وركړي نر كار خو يې كړى دى

Leave a Reply

Refresh Image
*

Spam Protection by WP-SpamFree

Advertisement

Recently Commented

    Archives by Tag

    ا

    Recent Entries

    • در پی درگیری های خونین مصر معاون رئیس جمهور این کشور استعفا کرد
    • سرمنشی عمومی سازمان ملل متحد خشونت های اخیر مصر را تقبیح کرد
    • روزی که مصر به خون مصری ها گلگون شد
    • کشته و زخمی شدن ۱۳ نفر در نتیجهٔ انفجار در یک رستورانت در ولایت تخار
    • خوست والي وايي که هر مامور درې ورځې غيرحاضري وکړي، کسر معاش به شي!!
    • د خوست ولایت د نادرشاه کوټ قومي مشرانو د دغه ولسوالۍ په اداري برخه کې د بدلون غوښتنه وکړه
    • درې شاشجاع ګان
    • پاکستان دیگر مرکز ثقل افراط گران پنداشته نمی شود:آژانس خبری فرانسه
    • کشته شدن حد اقل ۲۱۲۶ تن از سربازان امریکایی در افغانستان
    • آیندهٔ امنیتی افغانستان به نیروهای خارجی ارتباط دارد:- -جنرال جوزف دانفورد