اسلام آباد:-د پاکستان پخواني صدر اعظم نواز شر یف ويلي چې د صوبه سرحد نوم دې بدل شي . د پا کستان چا پ جنګ ور ځپا ڼې له راپور سره سم په پيښور کې د ځانمرګو بريدونو له قربانيانو او ټپيانو سره تر ليدو وروسته نواز شريف خبريالانو ته وويل چې د سرحد صوبې د نوم له بدلولو سره مخالفت نه لري . د پيپلز ګوند او عوامي نشنل ګوند له بري وروسته د سرحد د نوم بدلولو هڅې ډيرې وشوې خو کوم ځای ته ونه رسيدې .
حتی د پاکستان ولسمشر اصف علي زرداري د سرحد پر ځای پښتونخوا نوم ياد کړ او په اسلام اباد کې د سرحد ودانۍ يې په پښتونخوا ونوموله خو په رسمياتو کې دغه صوبه لا هم سرحد پاتې شوه.