Posts | Comments | E-mail /

برخليك ټاكونكې شيبې له موږ څه غواړي؟

Posted by on Oct 31st, 2009 and filed under تحلیل. You can follow any responses to this entry through the RSS 2.0. You can skip to the end and leave a response. Pinging is currently not allowed.

 

نن به د ولسمشرۍ د دوهم پړاو يو نوماند ډاكتر عبد الله خپل دريځ اعلان كړي چې په دوهم پړاو ټاكنو كې سياليو ته درومي او كه پريكون ورسره كوي.

دا زموږ د ولس لپاره په ريښتيا ډيرې برخليك ټاكونكې شېبې دي، مسئاله له اصولي او قانوني بهير سره د يوه تن د ملګرتيا او يا پريكون نه ده، دې ته دامريكا د بهرنيو چارووزيرې هيلري كلنټن هم ځواب ويلى چې كه ډاكتر عبد الله له دوهم پړاو ټاكنو څخه په شا شي هم د دې پروسې مشروعيت به پر ځاى وي، اصلاً ستونزه داده چې زموږ سياستوال د هېواد په اړه د هغو توطيو له درك نه يا ناخبره دي او يا سترګې پرې پټوي چې زموږ د هېواد راتلونكې ګواښي او يا خداى مه كړه په لږ امتياز له همدې توطيو سره تړلي دي.

انتخابات دمرګ او ژوند لوبه نه ده، يوه عادي سياسي پروسه ده چې هر څو كاله وروسته به تكراريږي اوولس به د راتلونكيو څو كلونو لپاره خپل زعامت ټاكي.

له دې ساده پروسې نه ولې د افغان ولس په منځ كې د مخالفتونو كچه تر دښمنيو پورې ورسيږي؟ آخر دې ته څه اړتيا ده د پر دې سر بيره دا اوس چې د پردې تر شا د راتلونكي حكومت او د واكونو او كرسيو پر سر كومې چنې روانې دي په دې كې انتخابات څه شول؟ ولسواكي چيرته ولاړه او د ولس د رايې مفهوم څه دى؟

هغه كسان، كه بهرنيان دي او كه افغانان لږ دې خپل سر ګريوان ته كړي خپل ضمير ته دې ځواب ووايي ځواب يې څه دى؟

آيا تر دې لوى فريب او دوكه شته؟

آيا ولسواكي همدې ته وايي چې د پردې پرمخ دې يوه ډنډوره وي او د پردې تر شا دې بيا په نور څه چنې روانې وي؟

افغان ولس نه دومره ساده دى چې پردې پټو لوبو خبر نه وي چې ولې د دوى رايې دوې مياشتې وروسته بې پايلې اعلان شوې او هغو كورنيو او بهرنيو لوريو چې په دې دوو مياشتو كې د دوهم پړاو خبرې كولې چې كله انتخابات دوهم پړاو ته ولاړل هغوى ټولو ژبې واړولې، نه د پردې تر شا لوبې پايته ورسيدې او نه د يوه قانوني او اصولي بهير په وړاندې د حيلو او چلوټو توپان تم شو.

زموږ د ټولو سياسي لوريو په تيره د ولسمشرۍ دواړو نوماندو دنده ده چې دوى له وړوكو مصلحتونو نه لوړ د هېواد راتلونكې ته په پام سره داسې دريځ غوره كړي چې بيا هيڅ كوم بهرنى او يا كورنى لورى له قانوني او اصولي پروسې پرته د اقتدار تر لاسه كولو په نورو لارو فكر و نه كړي، دغه كرغيړن بهير نور بايد پاى و مومي چې زموږ په هېواد كې كودتايي حكومتونه راځي اويا چا پرديو ته د واك تر لاسه كولو لپاره سترګې نيولې وي.

كه خداى مه كړه دغه شوم تسلسل پاى و نه مومي زموږ د دې روان بهير شامل كدرونه به تاريخ هيڅكله و نه بخښي همدغسې په دې اړه د ولس مسووليت همدغه دى چې بايد د اصولي دريځ تر شا و دريږي او د توطيو ښكار نشي.

فرستادن/حفظ کردن

Leave a Reply

Refresh Image
*

Spam Protection by WP-SpamFree

Advertisement

Recently Commented

    Archives by Tag

    ا

    Recent Entries

    • دهیواددخپلواکۍ دورځې د۹٤مې کليزې په وياړ دخوست والي دمبارکۍ پيغام
    • مصاحبه با محترم آصف آهنگ دانشمندی که چراغ مشروطه خواهان را روشن نگاه داشته است
    • جلسه شورای امنیت ملی: از روز تاریخی و خجستهء استراد استقلال کشور با شکوهمندی تجلیل بعمل آید
    • عنوانی حامد کرزی پیام های تبریکیهء سران کشور های مختلف جهان به مناسبت استرداد استقلال کشور
    • د خوست ولایت د شمل فارم باغ په سيمه کې د اوه شپیته مليونه افغانيو په لګښت د يوه لوى پله د بنسټ ډبره کیښودل شوه
    • وحدت ملى بخاطرحفظ استقلال کشور آرمان ستُرگ شاه امان اﷲ بود!
    • مدت اقامت مهاجرین افغان در پاکستان تا سال ۲۰۱۵ تمدید شد
    • نماد استقلال، منار وزارت دفاع یا طاق ظفر پغمان
    • دخپلواکۍ دگټلو تاريخي خاطرې يادمو مبارک
    • ادرار بصورت ایستاده