Posts | Comments | E-mail /

له ټاكنو سره دعبدالله د پريكړون ګونګوسې رد شوې

Posted by on Oct 31st, 2009 and filed under خبرونه. You can follow any responses to this entry through the RSS 2.0. You can skip to the end and leave a response. Pinging is currently not allowed.

 

ويسا: د ولسمشرۍ د ټاکنو نوماند ډاکټر عبدالله د کمپاين دفتر اعلان وکړ، چې دوى د ټاکنو دويم پړاو نه تحريموي.

 د ډاکټر عبدالله عبدالله د کمپاين د دفتر يو غړي سيد محمد علي رضواني د لړم په ٩ مه ، پژواک خبري اژانس ته وويل، چې دوى پريکړه کړې ده ،چې د ولسشمرۍ د ټاکنو دويم پړاو سره پريكړون نه كوي .

د نوموړي په وينا، دغه پريکړه يې د شنبې په ورځ د يوې غونډې پرمهال کړې ده . هغه  زياته کړه، چې  ناستې پريکړې به سبا د يكشنبي په ورځ د يوې خبري غونډې په ترڅ کې اعلان شي.د ياودنې وړ ده، چې مخکې له دې داسې راپورونه خپاره شوې وو، چې که د ډاکټر عبدالله شرايط ونه منل شي، نو د ټاکنو په دويم پړاو کې به ګډون ونکړي. ډاکټر عبدالله  د لړم په ٤ مه په يوې خبري ناسته کې يو لړ شرايط وړاندې کړل ، چې پکې د ټاکنو د خپلواک کميسيون رييس د لري کولو غوښتنه شوې وه.نوموړي همدرانګه غوښتنه کړې وه، چې چې د کورنيو چارو، معارف او سرحداتو او قبايلو چارو د وزيرانو او د سيمه ييزو ارګانونو د رييس دندې دې د کمپاين پرمهال وځنډول  شي.

عبدالله ويلي و، چې د ټاکنو له دوهم پړاؤ څخه د څار په موخه دې د دوى ٢٠ زره نورو کسانو ته د ټاکنو د خپلواک کمېسيون لخوا کارتونه ورکړل شي او همداراز د ټاکنو په خپلواک کمېسيون کې دې د دوى يوه تن ته له پوره صلاحيت سره واک ورکړل شي، تر څو د هغوى ټولې هلې ځلې وڅاري .

 ډاکټر عبدالله دشنبي  د  ورځې ( د لړم ٩مه) تر پايه ضرب الاجل ورکړى و،  که چيرې د هغه غوښتنې ونه منل شي، دى به د ولسمشرۍ د ټاکنو په دويم پړاو کې د خپل ګډون په اړه پريکړه وکړي. خو د عبدالله دغه غوښتنې  د و لسمشر حامد کرزي لخوا رد شوې وې.د حامدکرزي د کمپاين د دفتر وياند وحيد عمر د ډاکټر عبدالله شرايط او څرګندونې، د ټاکنو د دويم پړاؤ او اساسي قانون د چيلينج کولو په مانا بللي وې .

ويل کيږي چې له دوو ورځو راهيسې د حامد کرزي او ډاکټر عبدالله د کمپاين د دفترونو لخوا خبرې اترې شوې دي ترڅو په دې اړه يوې موافقې ته ورسيږي. همدرانګه راپورونه خپاره شوي چې ډاکټر عبدالله تيره ورځ له ولسمشر حامد کرزي سره ليدلي، خو د هغوى خبرې اترې  له کومې پايلې پرته پاى ته رسيدلي دي.

##

فرستادن/حفظ کردن

Leave a Reply

Refresh Image
*

Spam Protection by WP-SpamFree

Advertisement

Recently Commented

    Archives by Tag

    ا

    Recent Entries

    • د کورنيو چارو وزارت: حکيم شجاعي به د خلکو د شکنجې په تور ونيول شي
    • دهیواددخپلواکۍ دورځې د۹٤مې کليزې په وياړ دخوست والي دمبارکۍ پيغام
    • مصاحبه با محترم آصف آهنگ دانشمندی که چراغ مشروطه خواهان را روشن نگاه داشته است
    • جلسه شورای امنیت ملی: از روز تاریخی و خجستهء استراد استقلال کشور با شکوهمندی تجلیل بعمل آید
    • عنوانی حامد کرزی پیام های تبریکیهء سران کشور های مختلف جهان به مناسبت استرداد استقلال کشور
    • د خوست ولایت د شمل فارم باغ په سيمه کې د اوه شپیته مليونه افغانيو په لګښت د يوه لوى پله د بنسټ ډبره کیښودل شوه
    • وحدت ملى بخاطرحفظ استقلال کشور آرمان ستُرگ شاه امان اﷲ بود!
    • مدت اقامت مهاجرین افغان در پاکستان تا سال ۲۰۱۵ تمدید شد
    • نماد استقلال، منار وزارت دفاع یا طاق ظفر پغمان
    • دخپلواکۍ دگټلو تاريخي خاطرې يادمو مبارک