Posts | Comments | E-mail /

دسپوږمۍ ترکلي

Posted by on Oct 31st, 2009 and filed under آنلاین کتابتون. You can follow any responses to this entry through the RSS 2.0. You can skip to the end and leave a response. Pinging is currently not allowed.

176

ليكواله: وږمه رضوان فضلي

د میرمن کلتوري بهیر یوه بله بریا

 (دسپوږمۍ ترکلي) دهغه ښکلي کتاب نوم دی چې په دې وروستیو کې دمیرمن کلتوري ـ ټولنیز بهیر له خوااو دافغانستان داطلاعاتو او کلتور وزارت په مالي مرسته په کاروان مطبعه کې چاپ شو.

دغه ښکلی کتاب چې داوسمالو افغان ښځینه شاعرانو دشعرونو ګډه ټولګه ده دمیرمن بهیر دیوې تکړه او هڅانده غړې لیکوالې، شاعرې او ویاندې سپوږمۍ نوري په هڅو تدوین شوی دی.

(دسپوږمۍ ترکلي) په کتاب کې د(۶۸) تنو افغان ښځینه شاعرانو شعرونه دهغوی له ژوندلیکونو سره چاپ شوي دي.

په دغه کتاب دافغانستان داطلاعاتو او کلتور فرهنګپال وزیر عبدالکریم خرم دافغانستان تکړه لیکوال، شاعر او ژورنالست علم ګل سحر، ساهرې شریف او توبا ندا سریزې لیکلې دي.

ښاغلی خرم پخپل یاددښت کې لیکي (زه دهیواد د فرهنګي مسوول په حیث نن ډیر خوښ یم چې زموږ ادیبې او شاعرې خویندې دمساعدې ټولنیزې ـ کلتوري فضا څخه په ګټه اخیستنې پردې توانیدلې ترڅودمیرمنو یوفعال ادبي بهیر رسمآ منځ ته راوړي او په هغه کې دخویندو، میندواولوڼو دادبي شاعرانه استعدادونو روزنې، صیقل او پراختیا په لاره کې کار وکړي داموجود کتاب هم دهمدې ځوانو او پیغلو شاعرانه غوټیو دپیژندنې او اشنایي لپاره یوه ګټوره تذکره او سند بللی شو چې ددغې ټولنې مشرتابه هغه را غونډ کړی تر څو ددې ځوانو ښځینه شاعرانو دپیژندلو لپاره دیو مرستندوی اثر په توګه ثبت او پاتې شي)

شاعر او لیکوال علم ګل سحر هم پخپله سریزه کې دمیرمن کلتوري ـ ټولنیز بهیر جوړیدل دداډول ګامونو په اخیستلو کې زیات اغیزمن بولي لیکي(…دغو خویندو دداسې بهیرونو په جوړولو سره کلک هوډکړی دی، چې بدلون راولي ددې بهیر له جوړیدو وروسته په لږه موده کې ستر بدلونونه هم راغلي دي میرمن بهیر په مرکز او ولایتونو کې منظمې اوونیزې غونډې لري، په ادبي ژانرونو کره کتنې کوي، کتابونه لیکي او خپروي یې او دښځو دوړتیاوو دلوړولو په مهمو پروژو کار کوي دمیرمن کلتوري ـ ټولنیز بهیر داوونیزو غونډو تر اغیز لاندې یوازې په کابل کې ۴۳ نجونې دلیکوالۍ او شاعرۍ ډګر ته نوې راوتلې دي او دهرې ورځې په تیریدو سره یې شمیر زیاتیږي. دغه کتاب چې ددې بهیر دیوې تکړه او هڅاندې غړې لیکوالې او شاعرې سپوږمۍ نوري په زیار چمتو شوی دی ددغو میرمنو دشعرونو یوه کوچنۍ بیلګه ده…)

(دسپوږمۍ ترکلي)کتاب په ۲۰۲ مخونو کې په ښکلې قطع او صحافت له چاپه راوتلی دی دکتاب دپای په پاڼو کې دهمدغو یوشمیرشاعرانو میرمنو عکسونه هم چاپ شوي دي.

دمیرمن کلتوري ـ ټولنیز بهیرله خوا تر دې وړاندې د تکړه لیکوالې توبا ندا ناول هم خپور شوی و، دغه بهیر په پام کې لري په راتلونکې دمیرمنو ۱۲کتابونه چې همدا اوس چاپ ته چمتو دي هم خپاره کړي او د(ځلا) په نوم مجله چې دمیرمن کلتوري ـ ټولنیز بهیرنشراتي ارګان دی دخپریدو په درشل کې دی.

ددغه بهیر او دغو خویندو دلازیاتو بریو په هیله.

فرستادن/حفظ کردن

Leave a Reply

Refresh Image
*

Spam Protection by WP-SpamFree

Advertisement

Recently Commented

    Archives by Tag

    ا

    Recent Entries

    • جلسه شورای امنیت ملی: از روز تاریخی و خجستهء استراد استقلال کشور با شکوهمندی تجلیل بعمل آید
    • عنوانی حامد کرزی پیام های تبریکیهء سران کشور های مختلف جهان به مناسبت استرداد استقلال کشور
    • د خوست ولایت د شمل فارم باغ په سيمه کې د اوه شپیته مليونه افغانيو په لګښت د يوه لوى پله د بنسټ ډبره کیښودل شوه
    • وحدت ملى بخاطرحفظ استقلال کشور آرمان ستُرگ شاه امان اﷲ بود!
    • مدت اقامت مهاجرین افغان در پاکستان تا سال ۲۰۱۵ تمدید شد
    • نماد استقلال، منار وزارت دفاع یا طاق ظفر پغمان
    • دخپلواکۍ دگټلو تاريخي خاطرې يادمو مبارک
    • ادرار بصورت ایستاده
    • سپینه ماڼۍ او له حقایقو تور انځور
    • تبرئه روحانی پاکستانی در محکمه این کشور