Posts | Comments | E-mail /

خداى دې وكړي اندېښنې عنوانول د بلې توطيې پيل نه وي

Posted by on Oct 31st, 2009 and filed under تحلیل, سرمقاله. You can follow any responses to this entry through the RSS 2.0. You can skip to the end and leave a response. Pinging is currently not allowed.

 

دهېواد د ولسمشريزو ټولټاكنو د دوهم پړاو نيټې ته د ګوتو په شمار ورځې پاتې دي، خو له يوه پلوه د دې پړاو د يوه نوماند ډاكتر عبدالله لخوا، ناڅرګند دريځ نيول او بل لوري ته د ژمي، امنيتي ستونزو او درغليو د امكان ګونګوسو افغان ولس په دوه لارې كې درولى دى، دغه حالت هيڅكله هم نه د افغان ولس په ګټه دى او نه د افغانستان په سياست او  وضعيت كې ښكليو لوريو ته څه ګټه رسولاى شي.

پردې ستونزو د پاسه كله چې د انتخاباتو خپلواك كميسيون د يو سل او پنځوسو انتخاباتي حوزو د پرانيستلو اعلان وكړ چې دا د افغان ولس مسلم حق دى د يوناما د مامورينو شونډې پرې ځړيدلې دي چې ګواكي د دوى د مامورينو مورال پرې لويږي! دلته له ورايه ښكاري چې د عام ولس پر ځاى هر لورى د خپلې ګټې په فكر كې دى، په ملي كچه د ستونزې په باب فكر نه كېږي. يوناما غواړي چې د دوى دنازوليو مامورينو د بشپړ مصونيت په حدودو كې پر انتخاباتو فكر وشي. كه افغانستان تر نيمايي زيات ولس د رايې او انتخاب له حق نه محروميږي هم د دوى يې څه؟

ډاكتر عبد الله د دوهم پړاو انتخاباتو له اعلان سره دومره نيشه شو چې د قانون پر خلاف د وزيرانو د تعليق شرطونه وړاندې كوي. دا ټول په واقعيت كې هغه څه دي چې د افغان دولت مخالفينو غوښتل او كه دغه هر څه دلته عملي كېږي په يوه معنا د دولت مخالفو لوريو ته ټول يو امتياز وركوو، ځكه چې د ولسواكۍ د بهير مختل كيدل او بيا خبره له صفر نه پيلول په همدې معنا دي.

په هر صورت موږ دا نه وايو چې يو ناكام او بد نام بهير بايد دوام و مومي. خو له صفر نه پيلول اصلاً د همدغه ناكام بهير د بيا دوام په معنا دى، تر دې دا ډيره آسانه ده چې د راتلونكې لپاره په همدې روان بهير كې هغه سمون را شي چې ملت يې غواړي.

په افغانستان كې د تيرو اتو كلونو د ناكاميو او ستونزو تر ټولو ستر لامل داؤ چې زموږ پر هېواد د انتخابي نظام په نامه هم يو مصلحتي داسې نظام تپل شوى ؤ چې د ولس او خلكو پر ځاى د څو تنو او يا بهرنيو لوريو ګټې پكې پالل كيدې.

زموږ ولس څه چې د نړۍ په هر ولس او هېواد كې يوازې داسې يو نظام او حكومت د ولس د خدمت جوګه كيداى شي چې د يوه ټيم او هدافو خاوند وي، واكمن پكې د شرعي الولامر حيثيت ولري او نور يې په اطاعت او حكم منلو مكلف وي.

اوس چې د انتخاباتو د دوهم پړاو په وړاندې پر بيلابيلو خولو د ډول ډول ننګونو زمزمې كېږي خداى دې وكړي چې دا د يوې پليدې معاملې برخه نه وي چې د څو كاله وړاندې پراخ بنسټه حكومت له نظر يې پيل او اوس د ائتلافي او ملي وحدت! حكومت په نامه بيا پر ځينو خولو د هغو يادونه كېږي.

فرستادن/حفظ کردن

Leave a Reply

Refresh Image
*

Spam Protection by WP-SpamFree

Advertisement

Recently Commented

    Archives by Tag

    ا

    Recent Entries

    • د کورنيو چارو وزارت: حکيم شجاعي به د خلکو د شکنجې په تور ونيول شي
    • دهیواددخپلواکۍ دورځې د۹٤مې کليزې په وياړ دخوست والي دمبارکۍ پيغام
    • مصاحبه با محترم آصف آهنگ دانشمندی که چراغ مشروطه خواهان را روشن نگاه داشته است
    • جلسه شورای امنیت ملی: از روز تاریخی و خجستهء استراد استقلال کشور با شکوهمندی تجلیل بعمل آید
    • عنوانی حامد کرزی پیام های تبریکیهء سران کشور های مختلف جهان به مناسبت استرداد استقلال کشور
    • د خوست ولایت د شمل فارم باغ په سيمه کې د اوه شپیته مليونه افغانيو په لګښت د يوه لوى پله د بنسټ ډبره کیښودل شوه
    • وحدت ملى بخاطرحفظ استقلال کشور آرمان ستُرگ شاه امان اﷲ بود!
    • مدت اقامت مهاجرین افغان در پاکستان تا سال ۲۰۱۵ تمدید شد
    • نماد استقلال، منار وزارت دفاع یا طاق ظفر پغمان
    • دخپلواکۍ دگټلو تاريخي خاطرې يادمو مبارک