Posts | Comments | E-mail /

پیټرګالبریت له کاره ګوښه شو

Posted by on Sep 30th, 2009 and filed under خبرونه. You can follow any responses to this entry through the RSS 2.0. You can skip to the end and leave a response. Pinging is currently not allowed.

نیویارک:- تازه راپورونه وایی چی د ملګروملتوسرمنشي بانکي مون پرون وروسته له دې چې په افغانستان کې د دې نړیوالې ټولنې د دوو چارواکو ترمنځ د اختلاف موضوع په رسنیو کې څرګنده شوه ،د یوناما مرستیال له کاره ګوښه کړ.

د ملګرو ملتوویندوی مایکل مونتاس وایی چې بانکي مون پرېکړه کړې چې له افغانستان څخه پیټرګالبریت  راوغواړي او په دې هیواد کې د ملګروملتو د دفتریوناما د خاص استازي د مرستیال په توګه د هغه د مرستیالۍ دنده پای ته ورسوي .

تردې مخکې ویل شوي وو چې څرګنده نه ده چې ایا ښاغلی ګالبریت له کاره ګوښه شوی او که تبدیل شوی دی خو د ښاغلي بانکي مون د ویاند اعلامیه وښودله چې ښاغلی ګالبریت له خپل رييس سره د انتخاباتو پر سر د اختلاف له امله یومخ برطرفه شوی دی .

تردې مخکې په کابل کې د ملګروملتو مقاماتو ویلي وو چې ښاغلی ګالبریت به بېرته کابل ته ستون نه شي .راپورونه وايي چې نوموړي ټینګارکاوه چې د ملګروملتو ترڅارنې لاندې د انتخاباتي شکایتونوکمیسون باید زیاتې رایې رد او مشکوکې وګڼې څود دوهم پړاو انتخاباتو اړتیا پیدا شي .

د ګالبریت او کای ایدې ترمنځ د اختلاف مسئله روانه میاشت هغه مهال څرګنده شوه چې ګالبریت د اعتراض په توګه له کابل څخه نیویارک ته لاړ.

د هغه ګوښه کېدا په افغانستان کې د امریکا حیثیت ته یوګوزار او د ولسمشرکرزي لپاره یوبری ګڼل کېږي ځکه چې کرزی د ګالبریت په شمول د امریکا د متحدو ایالتونو د چارواکوله لوري ترفشار لاندې دی چې د اداري فساد مخه ونیسي .

فرستادن/حفظ کردن

Leave a Reply

Refresh Image
*

Spam Protection by WP-SpamFree

Advertisement

Recently Commented

    Archives by Tag

    ا

    Recent Entries

    • دهیواددخپلواکۍ دورځې د۹٤مې کليزې په وياړ دخوست والي دمبارکۍ پيغام
    • مصاحبه با محترم آصف آهنگ دانشمندی که چراغ مشروطه خواهان را روشن نگاه داشته است
    • جلسه شورای امنیت ملی: از روز تاریخی و خجستهء استراد استقلال کشور با شکوهمندی تجلیل بعمل آید
    • عنوانی حامد کرزی پیام های تبریکیهء سران کشور های مختلف جهان به مناسبت استرداد استقلال کشور
    • د خوست ولایت د شمل فارم باغ په سيمه کې د اوه شپیته مليونه افغانيو په لګښت د يوه لوى پله د بنسټ ډبره کیښودل شوه
    • وحدت ملى بخاطرحفظ استقلال کشور آرمان ستُرگ شاه امان اﷲ بود!
    • مدت اقامت مهاجرین افغان در پاکستان تا سال ۲۰۱۵ تمدید شد
    • نماد استقلال، منار وزارت دفاع یا طاق ظفر پغمان
    • دخپلواکۍ دگټلو تاريخي خاطرې يادمو مبارک
    • ادرار بصورت ایستاده