اسلام آباد:- خبري رسنیو دپاکستان دامنیتي سرچینو له خولې لیکلي دي ، چې دپاکستان دطالبانو دنوي مشر حکیم الله مسعود ورور کلیم الله مسعود دامریکا دبې پیلوټه الوتکې په هوايي برید کې ووژل شو دغه برید بیګا ناوخته دنوموړي پر استوګنځای شوې پردې سربېره له نوموړي سره دهمده 7 ملګري مړه او 5 ټپيان شوې دي .
دا پېښه داسې مهال رامنځته کیږي ، چې دپاکستان ولسمشر اصف زرداري له امریکايي چارواکو سره دامنلې ده ،چې له دې وروسته به په وزیرستان اوبلوچستان کې دترهګرو ځالې دبې پیلوټه امریکايي الوتکو پر وسیله له منځه وړل کیږي .