محمد فرید شګیوال
په هیواد کې د تیرو څو لسیزو جګړو د ډیرو هیوادوالو څخه ژوند واخیست، د چا کورونه وران شول او مالونه یې لوټ شول، څوک د افغانستان ګاونډیو هیوادونو ته کډوال شول او یو شمیر نور هیوادوال امریکا، کاناډا، انګلستان، جرمنې، هالنډ او نورو غربې هیوادونو ته کډوال شول.
په ډیره خواشینۍ سره باید ووایم چې په غربې هیوادونو کې میشته جلا وطنه افغانان په افغانستان کې د یو شمیر وګړو له خوا په ډول ډول سپکو نومونو یادیږې، او وایې چی دوي نور د افغانستان سره خپلې اړیکې شکولې دي او نه غواړی چې خپل اصلې ټاټوبې افغانستان ته په دایمې توګه بیرته راستانه شې او خدمت ورته وکړي. دغه راز ویل کیږې چې دوي په افغانستان کې خپل جایدادونه پلورې، په موقتې توګه په دولتې ادارو کې دندې ترسره کوي او په منظمه توګه خپلې سرمایې د هیواد څخه بهر انتقالوي. دا شان ویل کیږې چې دوي د افغانستان او افغانانو لپاره ژمن او وفا داره نه دي، دا ځکه چې د دوي په یوه جب کې یو پاسپورت او په بل جب کې بل پاسپورت پروت وي او کله چې په هیواد کې امنیتې حالات کړکیچن شې نو بیا بیرته غربې هیوادونو ته په منډه سره ستنیږې او خپل هیوادوال په سختو او تنګو کې یوازي پریږدې.
دا چې پورتنې خبره څومره حقیقت لري قضاوت به یې ګرانو لوستونکو ته پریږدم، خو زما په اند دغه جلا وطنه افغانان په دریو ډلو ویشل شوي دي. لومړۍ ډله یې هغه هیوادوال دی چې په افغانستان کې د نسبې سولې په راتګ سره بیرته هیواد ته راستانه شول، د خپلو خلکو سره یو ځاي شول او د وطن د ابادۍ لپاره د نورو هیوادوالو سره یو ځای د نږدې څخه کار کوي، د دوي تر منځ یو شمیر داسې کسان دي چې په هیواد مین او خپلو هیوادوالو ته په پوره توګه ژمن دي په داسې حال کې چې یو شمیر نور یې د افغانستان د امکاناتو څخه په داسې شکل ګټه پورته کوي چې فقط په بهر کې خپل ژوند پیاوړي کړي. دویمه ډله یې هغه وګړي دي چې په افغانستان کې لا اوس هم د امنیتې او اقتصادی ستونزو له کبله نشی کولای چې هیواد ته راستانه شې او افغانستان ته د بیرته ستنیدو لپاره سترګې په لاره دي. دریمه ډله یې هغه وګړې دي چې هیواد ته د راستنیدو تکل نه لری، دا ډله یا هغه ځوانان دي چې په بهرنیو هیوادونو کې روزل شوي او د هماغو هیوادونو د کلتور څخه متاثره دي او د افغانستان ژوند ورته خوند نه ورکوي او یا هغه زاړه او سپین ږیري دي چې په افغانستان کې د ژوند کولو امکانات نه لری ( په افغانستان کې څوک نه لری) او په غربې هیوادونو کې ورته د دولت له خوا برابر شوي امکانات د خپل ژوند لپاره غنیمت ګڼې.
په هر حال، حقیقت دا دي چې پورته ذکر شوي جلا وطنه افغانان د نورو هیوادوالو په څیر هیڅکله په خپله خوښه د هیواد څخه نه وو تللې، بلکه دوي د هیواد پریښودو ته په یو شکل د اشکالو اړ شوي وو. او باید په یاد ولرو چې په امریکا او غربې هیوادونو کې میشته افغانان اوس هم افغانان دې او د خپل هیواد سره پوره مینه لری، دوي د هیواد د حالاتو څخه په منظمه توګه ځان خبروي او د اړتیا په صورت کې د خپلو خپلوانو او نورو هیوادوالو سره ډول ډول مرستې کوي.
پورتنیو ستونزو او واقعیاتو ته په پام سره زما وړاندیز ګرانو هیوادوالو ته دا دی چې دغه جلا وطنه افغانان دې په یو او بل نوم سره نه یادوي، بلکه په خپلو منځو کې دې د ورورۍ او یووالې لاسونه ورکړي او د هیواد په ابادۍ، سوکالۍ او د سولي او امنیت په ټینګښت کې دې نه ستړی کیدونکې هلې ځلې وکړي، تر څو نه یوازې دا چې په افغانستان کې میشتو افغانانو ته د ژوند کولو ښه شرایط برابر شې بلکه جلا وطنه افغانان به هم و هڅول شې چې خپل هیواد ته په بشپړه توګه بیرته راستانه شې. دغه راز په غربې هیوادونو کې میشتو افغانانو ته زما وړاندیز دا دی چې دوي دې خپل بچیان په اسلامې روحیه، افغانې کلتور او غرور وروزې او پر دوي دې لوړي زدکړی هرو مرو تر سره کړی تر څو په راتلونکې کې د غربې هیوادونو په دولتې ادارو کې په مهمو دندو وګمارل شې او د همدې موقف څخه په ګټې اخستنې سره وکولای شې چې د افغانستان او غربې هیوادونو تر منځ په سیاسې، اقتصادې او کلتورې اړیکو کې د افغانستان په ګټه مثبت رول و لوبوي او د ټولو هیوادوالو لپاره په بنسټیزه توګه د خدمت مصدر وګرځې. دغه شان هغه جلا وطنه افغانان چې بیرته افغانستان ته راستانه شوي او په دولتې ادرارو کې په دندو بوخت دي، باید خپل بچیان او د کورنۍ نور غړي هم افغانستان ته راولې او د نورو هیوادوالو سره یو ځای د هیواد په دننه کې په ګډه سره ژوند وکړي تر څو په دې کار سره د ګرانو هیوادوالو اعتماد تر لاسه کړي او دا روحیه ورته ورکړي چې د تاریخ په خوږو او ترخو شیبو کې افغانان ټول سره یوځای دي.
تل دې وي افغانستان اوسوکاله دې وي افغانان په ټوله نړۍ کې.
د یوه سوکاله، ارامه او پرمختللې افغانستان په لور.