Posts | Comments | E-mail /

د امريكا او ناټو د ماتې د اټكلونو اصلي لاملونه

Posted by on Sep 29th, 2009 and filed under تحلیل, سرمقاله. You can follow any responses to this entry through the RSS 2.0. You can skip to the end and leave a response. Pinging is currently not allowed.

 

په لويديزو رسنيو او سياسي محافلو كې په افغانستان كې د امريكا او ناټو سازمان د ماموريت په اړه دغه خبره اوس ډيره عامه ده چې د دوى د ځواكونو ناكامي په نړيواله كچه د امريكا او ناټو او رسوايي ګڼل كيږي او بدې اغيزې به يې ډيرې عامې وي.

دا واقعيت هم دى، تر اوسه پورې كه نړيوالو رسنيو او يا سياسي او پوځي مشرانو كومه ريښتيا خبره او ارزونه كړې ده همدغه ده، كه امريكا او ناټو په افغانستان كې ناكام شي او له افغانستان څخه د ماتې په بڼه و وزي نه به ناټو ته د يوه لوى پوځي تړون حيثيت پاته وي او نه به امريكا بيا د نړۍ د ټيكه دارۍ او واكمنۍ دعوه داره پاتې شي.

په دې كې هم هيڅ شك نشته چې امريكا او ناټو چې په تيرو اتو كلونو كې په افغانستان كې كومه ستراتيژي درلوده پايله يې له ناكامۍ او رسوايۍ پرته بله نشي كيداى. كه همدغه بهير هر څومره دوام وكړي د ډيرو پوځي لګښتونو او بې دريغه مرګ ژوبلو له اړولو او زغملو وروسته به بيا هم پايله د دوى ناكامي او رسوايي وي، د دې ناكامۍ او رسوايۍ د مخنيوي يوازينۍ لاره داده چې امريكا او ناټو سر له اوسه په افغانستان كې د هغې تشې پر ډكولو لاس پورې كړي چې د دوى له وتلو وروسته هم د ځواك خلا ډكه كړي او هم ميدان داسې شغالي پاتې نشي لكه د پخواني شوروي له ماتې او وتلو وروسته چې پاتې شوى ؤ.

د دې تشې اصولي او اصلي بديل افغان حكومت پر پښو درول دي، اته كاله وروسته اوس هم دا فرضيه مطرح ده چې كه له افغانستان نه نړيوال ځواكونه ووزي نو افغانستان به د مخالفو ځواكونو لاس ته ولويږي، پردې څه نه وايو چې دغه فرضيه څومره سمه او پر ځاى ده، ښايي تر ډيره حده سمه وي ځكه چې تر اوسه پورې د افغانستان په ګاونډيو كې هغه ټول ځواكونه بر حال او ښه په ځواك كې دي چې په افغانستان كې يې د اور او وينو دغه لوبه توده ساتلې ده.

همدغسې د بن د پريكړو پر خلاف په افغانستان كې نړيواله ټولنه پر دې و نه توانيدله يا يې قصداً و نه غوښتل چې افغاني نظام تر لازم حده پر خپلو پښو و دريږي او خود كفا شي.

دا اوس چې د افغان چارواكيو او نړيوالې ټولنې په تيره امريكا ترمنځ د اړيكو د خبر پړتيا ډنډورې ښې په زور كې دي د دې اصلي لامل همدغه دى چې افغان چارواكي له نړيوالې تولنې څخه د جګړې، اقتصاد او بيارغاونې د ټولو پروسو افغاني كيدل غواړي، خو نړيواله ټولنه له افغاني كيدو سره حساسيت لري، هغوى په كابل كې يو سمبوليك زعامت او حكومت غواړي چې دوى پكې د خپل هېواد په څېر آسونه و زغلولاى شي.

په لنډو ټكيو كې ويلاى شو چې تر څو افغاني نظام په ريښتينې معنا خود كفا نشي، هر مهال كه نړيوال ځواكونه له افغانستان نه وزي معنا به يې د دوى ماته او پايلې به يې د سپټمبر د ۱۱ مې ناوړه پيښو د تكرار امكانات وي.

فرستادن/حفظ کردن

Leave a Reply

Refresh Image
*

Spam Protection by WP-SpamFree

Advertisement

Recently Commented

    Archives by Tag

    ا

    Recent Entries

    • جلسه شورای امنیت ملی: از روز تاریخی و خجستهء استراد استقلال کشور با شکوهمندی تجلیل بعمل آید
    • عنوانی حامد کرزی پیام های تبریکیهء سران کشور های مختلف جهان به مناسبت استرداد استقلال کشور
    • د خوست ولایت د شمل فارم باغ په سيمه کې د اوه شپیته مليونه افغانيو په لګښت د يوه لوى پله د بنسټ ډبره کیښودل شوه
    • وحدت ملى بخاطرحفظ استقلال کشور آرمان ستُرگ شاه امان اﷲ بود!
    • مدت اقامت مهاجرین افغان در پاکستان تا سال ۲۰۱۵ تمدید شد
    • نماد استقلال، منار وزارت دفاع یا طاق ظفر پغمان
    • دخپلواکۍ دگټلو تاريخي خاطرې يادمو مبارک
    • ادرار بصورت ایستاده
    • سپینه ماڼۍ او له حقایقو تور انځور
    • تبرئه روحانی پاکستانی در محکمه این کشور