خوست( فريدالله ظاهر): د خوست ولايت په بېلابېلو ولسواليو كې د لسو ښوونځيو ودانۍ جوړې شوې دي.
د خوست د پوهنې رييس عزيزاحمد ويسا ورځپاڼې ته وويل، چې په دغو ودانيو كې شپږ د ليسو او څلور نورې هغه د منځنيو ښوونځيو دي. دغه ودانۍ په ګربز، تڼيو، ځاځي ميدان، اسماعيل خيلو او د خوست په مركز كې جوړې شوې دي. د ودانيو لګښت د خوست د بيارغونې ولايتي ډلې وركړى، چې شاوخوا ۱۳ لكه او ۷۵ زره كيږي. دغه راز د يوې ودانۍ لګښت له نشه يي توكو سره د مبارزې وزارت وركړى دى.
د خوست د پوهنې رييس وايي، چې په دغه ولايت كې د پنځوسو نورو ښوونځيو پر ودانيو هم كار روان دى او سږ كال به يې د جوړونې چارې بشپړې شي. د عزيزاحمد په وينا، ددغو ودانيو په بشپړېدو سره به په خوست كې ۷۵سلنه زده كوونكي له خوندي او ارامو ټولګيو برخمن شي