Posts | Comments | E-mail /

د امریکایی ځواكونو له خوا: په بلوچستان كې د طالبانو د مشرتابه پر خلاف د عملياتو پلان

Posted by on Sep 29th, 2009 and filed under خبرونه. You can follow any responses to this entry through the RSS 2.0. You can skip to the end and leave a response. Pinging is currently not allowed.

                                          

كابل (ويسا): امريكا په دې وروستو كې پريكړه كړې چې له پاكستان سره به په ملياردونو ډالره مرسته كوي، د پاكستان د رسنيو په تائيد دغه مرسته په وزيرستان او بلوچستان كې د القاعده اوافغان طالب مشرانو د ځپلو  د پوځي اقداماتو په بدل كې پاكستان ته منل شوې ده.

امريكايي چارواكو څو ورځې وړاندې هم ويلي وو چې د پاكستان استخباراتي ځواكونه د افغان طالبانو دمشرانو د ځپلو سره جوړ نه دي. تر اوسه پورې په كوټه كې د طالبانو شورا شتون يې ښه ثبوت دى. خو اوس داسې ښكاري چې د پاكستان ولسمشر منلې چې په وزيرستان او بلوچستان كې به دالقاعده او افغان طالب مشرانو پر مركزونو له امريكايي ځواكونو سره ګډ بريدونه كوي.

همدغسې سنډې ټايمز له لندن نه خپريدونكې ورځپاڼې په دې اړه ليكلي چې د پاكستان پوځي استخبارات (آى اس آى) غواړي پخوا تردې چې د طالبانو پر مشرانو هوايي بريدونه وشي او يا د كوماندويي ځواكونو تر يرغل لاندې راشي هغوى له كوتې نه كراچۍ ته وليږدوي، خو امريكا بيا پردې فكر كوي چې پخوا تردې چې هغوى كوم بل لور ته ولږدول شي بايد د كوماندويانو لخوا بريد پرې وكړي او له منځه يې يوسي.

بل لور ته له وزيرستان څڅه دجګړې د احتمال له ويرې په سلګونو كدې وتلې دي چې يو شمير يې په بنو كې ښار ته نه دي پريښودل شوې او پرون يې د احتجاجي لاريونونو خبرونه خپاره شول.

فرستادن/حفظ کردن

1 Response for “د امریکایی ځواكونو له خوا: په بلوچستان كې د طالبانو د مشرتابه پر خلاف د عملياتو پلان”

  1. Vote -1 Vote +1ملا حمدالله says:

    پاک خدای د ددغه شهیدانو کسات له مشر ملا صاحب ، ذبع الله مجاهد، او چا چي ددغه بم امر ورکړئ ، څخه واخلی، نور خو نه ناټو ددغه مظلموم ملت چیغی او فریاد آوری، نه طالبان، ددغه ماشومانو له طرفه دالله پاک طالبانو ته کافی شی.

Leave a Reply

Refresh Image
*

Spam Protection by WP-SpamFree

Advertisement

Recently Commented

    Archives by Tag

    ا

    Recent Entries

    • د کورنيو چارو وزارت: حکيم شجاعي به د خلکو د شکنجې په تور ونيول شي
    • دهیواددخپلواکۍ دورځې د۹٤مې کليزې په وياړ دخوست والي دمبارکۍ پيغام
    • مصاحبه با محترم آصف آهنگ دانشمندی که چراغ مشروطه خواهان را روشن نگاه داشته است
    • جلسه شورای امنیت ملی: از روز تاریخی و خجستهء استراد استقلال کشور با شکوهمندی تجلیل بعمل آید
    • عنوانی حامد کرزی پیام های تبریکیهء سران کشور های مختلف جهان به مناسبت استرداد استقلال کشور
    • د خوست ولایت د شمل فارم باغ په سيمه کې د اوه شپیته مليونه افغانيو په لګښت د يوه لوى پله د بنسټ ډبره کیښودل شوه
    • وحدت ملى بخاطرحفظ استقلال کشور آرمان ستُرگ شاه امان اﷲ بود!
    • مدت اقامت مهاجرین افغان در پاکستان تا سال ۲۰۱۵ تمدید شد
    • نماد استقلال، منار وزارت دفاع یا طاق ظفر پغمان
    • دخپلواکۍ دگټلو تاريخي خاطرې يادمو مبارک