هرات (رسنۍ): په ولسي جرګه کې د نیمروز ولایت یو استازی وايي، په دغه ولایت کې د ځانمرګو او پرلپسې چاودنو لامل له ایران سره ګاونډیتوب دی.
هغه وايي دمګړۍ بلوچ ایرانیان د دې هیواد د زاهدان ولایت په یوه جومات کې د ځانمرګو او تخریبي بریدونو د ترسره کولو لپاره روزل کیږي .په همدې حال کې د دغه ولایت امنیه قومندان وویل هغه کسان چې په دغه ولایت کې نیول شوي ، ډېری یې ایرانیان دي . د نیمروز ولایت د پولیسو په وروستیو عملیاتوکې وړم ماښام د دوو ځانمرګو بریدونو مخنیوی شوی دی.
نيمروز، هغه ولایت دی چې ویل کیږي په دې وروستیو کې د پاکستان او ایران نه د راستنوشویو ترهګرو له خوا ډیر نا آرامه شوی دی.
د نیمروز ولایت امنیه قوماندان عبدالجبار پردلي، ګاونډی ایران او پاکستان په دې تورنوي چې له طالبانو سره د ځانمرګو او تخریبي بریدونو په تنظیمولو کې همکاري کوي . پردلي زیاتوي چې د امکاناتو او کافي اندازه پولیسو نه شتون د دغه ولایت د پولیسو اصلي ستونزه د ترهګرو په نیولو او له منځه وړلو کې ده .