Posts | Comments | E-mail /

اختره ! دلته مه راځه ماتم دی

Posted by on Oct 26th, 2012 and filed under تحلیل, سرمقاله. You can follow any responses to this entry through the RSS 2.0. You can skip to the end and leave a response. Pinging is currently not allowed.

د  پروفیسور ثمین لیکنه

که څوک یې منئ او که نه، خو ښکاره او جوته خبره ده چې په روان ناورین کې مو هر څه له لاسه ورکړل. نه راته کور پاتی شو او نه هم کلی ، نه راته سړک پاتی شواو نه هم پل ، نه راته لرغونی آثار پاتی شول او نه هم قیمتی کاڼې او ډبرې ، نه راته هغه داحمدبابااو میرویس نیکه ګتلی پرونی شان او دبدبه چی د آسونوځغاست به یې ډيلی او مشهد لړزاوه او نه هم د میرمن ملالی میړانه او نارینتوب. خلاصه افغان ولس دهر چا دخندا شو. څوک مو قاچاقبر بولی او څوک مو بزمچ ، څوک مو پدر سوخته   ګنې او څوک مو مهاجر سړی نه سړی. عادی افغانان خو پریږده چې حتی نیکټایی دار دیپلوماتان مو په نړیوالو هوایی ډګروکې بی پته کیږی. نو په دی خاوره کې به اختر څه معنی ولری چې حتی مشران مو دخپلې پوزې د پاکولو اختیار او صلاحیت نه لری.

دا لومړۍ اختر نه دی چې مظلوم افغان ولس یې د سرووینو په سیلاب کې هرکلی کوی . مونږد درییو لسیزو څخه را پدیخوا اخترونه دمرمیو او گولیو په باران کې بدرګه کوو. کله شورویان راباندې د نیپال بمونه غورځوی او بیا کله دا نور راباندی د “هوښیارو بمونو” پیرزوينه کوی ، کله طالب صاحبان  مو په    انتحاری بریدونو کې حتی  جوماتونه راته شهید کړی، کله ایرانیان د اختر خوشالۍ د پوهنتون یا دانشگاه په اختلاف راته بدله کړی او کله پاکستان د خپل اتوم بم فاضله مواد راته د اختر د سوغات په نوم راکړي، او ډیر ځله بیا ددې خاورې اصلی بچیان روغ لیونی شی او لکه د گور چینچیان سره په جنگ اخته شی.نو ځکه دلته اختر او برات هیڅ معنی نه لری.

په نورو هیوادو کی ماشومان داختر په ورځ کې پارکونو او باغونو کې چکر وهی، خو زمونږ ماشومان بیا په ژړاندو سترگو هدیرو ته ځی تر څو د خپل اباجان او مورجانی قبرونه ووینی. په نوره نړۍ کې ماشومان داختر په ورځ کې نوې جامی اغوندې،خو دلته افغان ماشومان بیا په خیټه وږی دی. په نوره نړۍکې د اختر په ورځ کې نجونی ډلې ډلې په خپلو لاسو نکریزی ږدی،خو دلته بدبخته افغان نجونی پخپلوسرو وینو کی لمبیږی. په نوره نړۍ کې خلک یوبل ته د اختر مبارکی وایی خو دلته مونږ د خپلو شهیدانو د اختر دوعاگانی کوو.

خدایږو هیڅ‌ نه پوهیږم چې ولی دا ټولې نړۍ زمونږ په تباهی پسې را خيستې ده او هر یویې زمونږ د بربادی لپاره بیل بیل پلانونه او سوچونه لری.

هوکې ! ریښتیا هیره مو وه چې هغوی زمونږ نه د خپل سکندر غچ اخلی ، هغوی رانه د خپل گرگین کسات په هرات کې اخلی ، هغوی تراوسه د ډاکتر برایډن کیسه نه ده هیره کړی ، هغوی د جنرال کروموف یادونه په سر کې لری، هغوی د خمینی مفکورې په کابل کې په پلی کوی، هغوی د جنرال حمیدګل د خیالونو او سوچونو راج  په افغانستان  کې غواړي،  هغوی دسومنات بت غچ رانه په کابل کې اخلی ، هغوی تراوسه د هلاکو دهلاکت داستان ندې هیر کړی او هغوی د بریژینف غوندې پوچ خیالونه بیا په سر کې لری.

نوځکه تاته وایم ای اختره !

دلته مه راځه مونږ په کړاوڼو کې یو،مونږ په سرو وینو کې لمبیږو ، مونږ نوې جامې خو پریږده چې حتی وچه ډوډی نه لرو،زمونږ ماشومان په خیټه وږی دی اودیر هیواد وال مو دلوږې څخه حتی بوټی او د ونوو ریښې خوری. نو ځه لاړ شه کوم بل بډای و هوسا هیواد ته کیدای شی هغوی دی تود هرکلی وکړی.

د طالبانو د اختر مبارکی سوغات

 

 

tarapour200908140204105781bagram_sm1Afghan Explosionpresidentialcandidateabdullahabdullahcampaigns1z9krkisdzxl10mainpic_peace1

فرستادن/حفظ کردن

1 Response for “اختره ! دلته مه راځه ماتم دی”

  1. +5 Vote -1 Vote +1Bakhtyaar Ibrahim khil says:

    زما ډیری ګرانی مور جانی اوګرانه پلارجانه زما ډېرو درنو وروڼو او خویندو! زما ډیری ګرانی مور جانی اوګرانه پلارجانه زما ډېرو درنو وروڼو او خویندو نیکمرغه کوچنی اختر زمونږه او ستاسو خوښی ده، په اختر کی خوښی کوو، نوی جامی اغوندو، په ځان نه پوهیږو خاندو او مستی کوو، خو ایاکله مو هغو میندو، خویندو،او کورنیو سره ځان شریک ګڼلۍ چې ده دې نیکمرغه اختر په ورځ د خندا په ځای یی په ستونی کی سلګۍ دې، کله د هغو یتیمانوسره د همدردۍ او غمشریکۍ احساس کړۍ. نوراځی زما ډیری ګرانی مور جانی اوګرانه پلارجانه زما ډېرو درنو وروڼو او خویندو چی یو لحظه دهغو یتیمانوسره د همدردۍ او غمشریکۍ احساس وکړو د انسانی،اخلاقی،وجدانی او دینی وجیبی اومسئولیت له مخې د مینی او مهربانۍ لاسونه یی په سر را وباسو تر څو هغوئ هم د تنهایی احساس د نه کولو ترڅنګ زمونږ په خوښۍ کی ځانونه له مونږ سره شریک و ګڼی. دهغوبیوزلواومظلومواولاچارومورګانو، پلرونو ،وروڼو ، خویندواومیرمنوپه غم کې هم خپل ځان شریګ وګڼواوټول په ګډه د لوی څښتن دربار ته لاسونه پورته کړواو هم د هغوی په حق کی دعاءوکړو چی څوک د زوی، څوک دپلار،څوک دلور،څوک دخاوند،څوک دخور،څوک د ورورپه جنازه ناست دې اودی نیکمرغه کوچنی اختر په ورځ دغم اوښکیی تویوی، دهغوی هیلیو او ارزوګانو ته. او هم د خپلی خاوری د رفاه او اسایش لپاره. ده دی په هیله چی د دی نیکمرغه کوچنی اختر په برکت زمونږ په ګران وطن کی نوره دایمی سوله او امنیت ټینګ شی او مونږافغانان ده دی کړاونو او بدبختیونه په امان کی په خوښۍ او وروروالۍ کی خپل ژوند ته ښکلا ورکړو. نو په همدی هیله د زړه د کومی څخه تاسوته د دی نیکمرغه کوچنی اختر موبارکی وایم.
    ستاسو کوچنۍ ورور
    “بختیار ابراهیم خیل”

Leave a Reply

Refresh Image
*

Spam Protection by WP-SpamFree

Advertisement

Recently Commented

    Archives by Tag

    ا

    Recent Entries

    • روزی که مصر به خون مصری ها گلگون شد
    • کشته و زخمی شدن ۱۳ نفر در نتیجهٔ انفجار در یک رستورانت در ولایت تخار
    • خوست والي وايي که هر مامور درې ورځې غيرحاضري وکړي، کسر معاش به شي!!
    • د خوست ولایت د نادرشاه کوټ قومي مشرانو د دغه ولسوالۍ په اداري برخه کې د بدلون غوښتنه وکړه
    • درې شاشجاع ګان
    • پاکستان دیگر مرکز ثقل افراط گران پنداشته نمی شود:آژانس خبری فرانسه
    • کشته شدن حد اقل ۲۱۲۶ تن از سربازان امریکایی در افغانستان
    • آیندهٔ امنیتی افغانستان به نیروهای خارجی ارتباط دارد:- -جنرال جوزف دانفورد
    • د آی او ایم له خوا د خوست ولایت د سیلاب ځپلو کورنيو سره مرسته وشوه
    • هند دې د پوځي مرستو بهیر ګړندی کړي