Posts | Comments | E-mail /

د لوی غنی خان په یاد

Posted by on Aug 31st, 2009 and filed under افغانستان چا ړنګ کړ؟. You can follow any responses to this entry through the RSS 2.0. You can skip to the end and leave a response. Pinging is currently not allowed.

لوى غني، شاعر، مجسمه جوړوونكى، پوه، اديب، سياستوال، د مينې، سولې او روغې جوړې خاوند، د باچا خان د زړه سر، هفه لا پخوا د نړۍ څخه كوچېدلی ، خو د هغه د خپلې ژبې، خاورې او خپل كلتور او د هغه خدمتونه به دى تل ژوندى ساتي. داى دلته يې شجره او ادبي هڅې په لنډ ډول معرفي كېږي:

د 1914م كال د ډسمبر په مياشت كې د پښتونستان د اشنغر كلي كې د خان عبدالغفار خان په كور كې يو ماشوم پيدا شو، چې دغه ماشوم د پښتني ادب يو ځلېدونكى ستورى و. دا ماشوم غني خان و.

د ښاغلي غني يو ملګرى ليكي چې غني خان په كوچنيوالي كې ډېر ښكلى او د مور و پلار ډېر نازولى و، په غاړه يې د سرو زرو درنه اوږۍ او په ښي غوږ به يې د سرو زور والى و، خو د قدرت اراده نه وه، چې د غني د ناز دا موده نوره هم اوږده شي. غني له پيله له سختيو او ربړو سره ګير و، نو ځكه د پنځو كلونو په عمر د مهربانې مور له غېږې څخه بې برخې شو. مور يې په ځوانۍ كې د وبا په ناروغۍ وفات شوه، دى او كشر ورور يې ?ولي خان? د درې نيمو كلونو او يوه خور يې ?سردارو? د اتو مياشتو په عمر بې موره شول. په دې وخت كې غفارخان د پرنګيانو حكومت له خوا په درې كاله بند محكوم شو. نو د درېيو ماشومانو روزنه د دوى انا، د باچاخان وور ته ورترغاړې شوه. د وخت زړه لا هم سوړ نه شو، د باچاخان مور هم په حق ورسېده. نو غني، ولي او خور يې له سرپرست څخه بې برخې پاتې شول. غني خان لومړنۍ زده كړې په هغه ازاد قومي ښوونځي كې پيل كړې، چې باچا خان او د هغه د وستانو د غريبو هلكانو لپاره په ?اتمانزو? كې جوړ كړى و، زده كړې څه له پاسه په كې وړيا وه.

باچاخان ځكه خپل زامن د غريبانو ښوونځي ته واستاوه چې خلك ونه وايي چې باچا خان د خپلو او د نورو د زامنو ترمنځ توپير كوي، خپل زامن معتبر او غوره ښوونځيو ته بيايي او د نورو زامن د غريبانو ښوونځي ته لېږي.

په هغو ورځو كې د باچا خان دا خيال و چې له غني څخه يو لوى اسلامي عالم جوړ شي، نو ځكه يې په غني خان اووه كاله عربي دوديز علوم ولوستل.

باچا خان ډېر وخت له جېل كې بندي و او يا به هم د خپل قومي سياسي غورځنګ د تبليغ لپاره په دوره وتلى و.

غني خان لسم ټولګى په بري سره پايته ورساوه، وروسته د ډهلي جامعه مليه مدرسې ته لاړ.

دا هغه وخت و چې په افغانستان كې د سقاو زوى باغي شو او باچا خان د خپل ورور ډاكټر خان په مشرۍ يو طبي پلاوى افغانستان ته ولېږه، اووه ډاكټران او دېرش نور زليمان په دې پلاوي كې شامل وو (غني خان په كې و) خو انګرېزان د دې ډلې پاسپورټونه تر هغه وخته وځنډول چې د افغانستان پاچا تاخ او تخت پرېښودل او د كندهار له لارې بهر ته لاړ.

غني خان د څوارلسو كلونو په عمر په بمبيي كې د لندن په نيت د اوبو بېړۍ ته وخوت او همغه ورځ يې خپل لومړى شعر، د تسلي په نامه وليكه.

د انګلستان په ازاد چاپېريال كې د غني خان ناياب ښايست د هغه لپاره يو لوى مصيبت شو، چېرې چې به چې ته، نو انګرېزۍ نجونې ورپسې وې او سبق ته يې نه پرېښود، په پاى كې د لندن يوه فلمي لوبغاړه ورباندې مينه شوه، چې ډېره ښكلې وه. باچاخان خبر شو او حكم يې وكړ چې سم له لاسه دې امريكا ته لاړ شي، غني خان امريكا ته لاړ او په لويزيانا ايالت كې په زده كړه بوخت شو.

عبدالغفار خان بيا بندي شو او له دې سره د غني خان ژوند بيا له تريخوالي سره مخ شو او په ژوند كې يې ډېره ګډوډي راغله، په ځانګړې توګه اقتصادي تنګسې ډېر راګير كړ.

غني خان د خپلې سيمې په باره كې وايي:

د سيند د سپينو شګو نه مې جوړ كړلو محل

دې ټول خرګي جان ورته حيران حيران كتل

قالين مې په كې خور كړ، د سرو پاڼو د ګلاب

اوچت يې دېوالونه د سازونو د رباب

يوازې زه پادشاه ومه په سر مې تاج د غم

په خوا كې مې دلبره وه، موسكۍ سترګې پُر نم

 

رښتيا هم، د غني خان ژوند هغې دوه لارې ته رسېدلى و، چې يوه لار ټولنيز يا سياسي ډګر ته تله، بله لار د غني د سپېڅلي طبيعت، فطرت، ادب او ښكلا دنيا ته.

هغه په 1945م كال د سياست ډګر ته د تلو هڅه وكړه، په مركزي پارلماني انتي بيرو لپاره ودرېدو ځان يې كانديد كړ. د ده په وړاندې درې ډلې ولاړې وې.

باچا خان د ?زلمي پښتون? غورځنګ وځنډاوه. د 1948م كال د جولاى په څلورمه نېټه د شپې پر يوه بجه د پاكستان حكومت له خوا ونيول شو. دا مهال په پښتونستان كې د پاكستان سخت تشدد او ظلم روان و، ډېرې ازادۍ غوښتونكې پښتنې مېرمنې كونډې، واړه يتيمان، زاړه بنديان او زلميان ووژل شول. غني خان شپږ كاله په زندان كې تېر كړل. ده په زندان كې هم شعرونه ليكل، دى د هريپور په بنديخانه كې بندي و، د خپل كتاب په پاى كې داسې ليكي:

كتاب خلاص شو، خو شعرونه ډېر پاتې دي، خير بيا په چېرته څه غم وكړو، ژوند هم عجب شى دى.

وايي چې تر بند وروسته چا غني خان ته وويل: ته او قافلې يې سره ډېر بد ګير كړي يئ.

د دې لپاره چې د غني خان پر ټولنيزه فلسفه او ادبي افكارو باندې څه ناڅه رڼا واچول شي، نو غوره لار دا ده چې د ده خپل كلام ته ځير شو او ويې لولو.

اانسان د غني په نظر ډېر لوړ مقام لري، دى ان د كايناتو او موجوداتو مطلب او اروا انسان ګڼي او بې له انسانه اسمان هم بې مانا ويني:

څنګه ملامته زه په ګناه شم

چې وس قسمت او تدبير د بل دى

څنګه ستومانه زه په خندا شم

خوب دى د بل او تعبير د بل دى

 

غني خان  كور ګڼي او ديوه مفكر انسان په توګه خپلد عارفانو په څېر د انسان زړه د خداى ، نه په جومات كې لټوي، نه په مكه كې. بلكې په خپل زړه كې يې مومي او وايي:خداى

په جومات كې مې ونه موند، په مكه كې رانه ورك شو

خداى مې زړه كې راپيدا شو، چې مې مخ د يار كړ ښكل

غني خان خپل فكري مشكلات داسې بيانوي:

خدايه! عقل چې و، زړه دې ولې راكړ؟

په يو ملك كې دوه خودسره پادشاهان

پادشايي او فقيري دې ولې يو كړه

د ژوندون په هره ساه كې مرګ پنهان

 

د خپل خداى مينې ده ته دومره جرئت وركړى، چې رندانه خبرې كوي، لكه:

ما به شمع شمع كړله

تا كه جوړ رانه پتنګ

ما د قصده وې ملنګ يم

ما رښتيا كړمه ملنګ

ما پېښې كړې د تورزنو

تا مې كور له راوړو جنګ

زه خو غږ كولاى نه شم

په ګيلو ته خپه كېږې.

غني خان او ژوند:

غني خان ډېر خوشبين دى او ژوندون ته په ډېر اهميت قايل دى، د ده په نظر ژوند حركت او وړاندې تلل دي، پاڅېدل، غورځېدل او د ستونزو په وړاندې مبارزه كول دي، يا بالاخره اروايي خوشحالي ته رسېدل دي، دى وايي:

چې خمار مستي ترې وځي

شراب ښې ترخې اوبه وي

چې سرور غرور يې نه وي

دا ژوندون، ژوندون د څه وي

چې په ژوند كې سخته نه وي

لكه بې مالګې طعام

چې په خوله كې خندا نه وي

لكه ډك د خاورو جام

ژوند كه تل فرني څټل وي

دا خو سپى هم شي څټلاى

كه تش نسل زياتول وي

دا غويي هم شي كولاى

ژوند نه خېټه نه ماڼۍ دى

نه ډېرى د سرو لالونو

نه ياران، نه معشوقې دى

نه باغونه د ګلونو.

 

نو د غني خان له نظره ژوند څه دى، داسې ځواب وايي:

ژوند خو تله دى يو په مخه

غورځېدل او پاڅېدل دي

ټكى سوز او ټكى ساز دى

څه خندل دي، څه ژړل دي

فرستادن/حفظ کردن

1 Response for “د لوی غنی خان په یاد”

  1. +1 Vote -1 Vote +1Omar says:

    ستاسو سه یوه نړی مننه

Leave a Reply

Refresh Image
*

Spam Protection by WP-SpamFree

Advertisement

Recently Commented

    Archives by Tag

    ا

    Recent Entries

    • بهرنۍ عينكې!
    • بدون شرح
    • جان کری خشونت های اخیر مصر را به شدت محکوم کرد
    • د ټاکنو په اړه د استاد سياف له لوري “ملي اجماع” جوړېږي
    • در پی درگیری های خونین مصر معاون رئیس جمهور این کشور استعفا کرد
    • سرمنشی عمومی سازمان ملل متحد خشونت های اخیر مصر را تقبیح کرد
    • روزی که مصر به خون مصری ها گلگون شد
    • کشته و زخمی شدن ۱۳ نفر در نتیجهٔ انفجار در یک رستورانت در ولایت تخار
    • خوست والي وايي که هر مامور درې ورځې غيرحاضري وکړي، کسر معاش به شي!!
    • د خوست ولایت د نادرشاه کوټ قومي مشرانو د دغه ولسوالۍ په اداري برخه کې د بدلون غوښتنه وکړه