شف شف، نه شفتالو!
زه چې خپل چاپيريال، خپلې ټولنې او شاو خوا ته ګورم، د تاريخ حماسي بابونه راته هسې بې ځايه لاپې، دروغ او د پيښوريانو خبره بكواس ښكاره شي.
دا څه خبره ده، تاريخ غلط دى، پروني روايات دروغ دي، كه ارزښتونه بدل شوي دي؟
زه خو نن په خپله ټولنه كې پرونى غازي اكبر خان، محمد جان خان ميرمسجدي خان څۀ چې شاه شجاع په ګرانه موندلى شم چې له بالاحصار نه يې غازيانو ته د جهاد دوام مشورې ور استولې او پردې يې اعتراف كاوه چې (زه يرغمل يم تاسو جهاد ته دوام وركړئ!)
ايا وزير محمد اكبر خان، جنرال محمد جان خان، او نور غازيان ليونيان او يا هسې سرتمبه ګان وو چې پر برنس او مكناټن يې ښه شپه نه لوريده كه نه د نن موسم بدل دى، ارزښتونه بدل دي، د ژوند معيارونه بدل دي، او كه نه بدل نه دي هر څۀ پر خپل ځاى دي خو نن موږ خپلو بې همتيو، خپلو ذلتونو او خپلو غلامانه ذهنيتونو ته د مصلحت، تدبير، هوښيارۍ او سياست جامه ور اغوندو؟
زه خو نه پوهيږم په والله چې تاريخ مو يو څه وايي او موږ پر بله لار روان يو، تاريخ مو د پرديو سيورى په خپله خاوره نه منلو، موږ هالبروك او كرستال ته جينګې خولې ناست يو او پر خپل وطن د بادارۍ او واكمنۍ تمه ترې كوو.
زه چې نن خپل ياران وينم چې څنګه د يوه بهرني سفير مخې ته غونج غونج او خجالت خجالت غوندې كيږي.
زه چې نن وينم چې څنګه يو بهرنى خپل سياستونه اومردارۍ پر موږ را تپلاۍ شي، په يوه اشاره زموږ د ولس د رايې او نظر درناوى پخپله د افغان توكمه پر خولو د باد وړۍ كولاى شي، نو دتاريخ له حماسو او حماسه جوړوونكيو څه چې له هغه شاه شجاع نه و شرميږم چې موږ به د تاريخ ننګ باله.
زه چې دا اوس د يوه بې مفهومه امتياز او مقام لپاره دا ياران ګوم چې د هېواد د ټوټه كولو ګواښونه كوي، په زړه كې را تيره شي چې بايد د شاه شجاع له اروانه بخښنه و غواړو، نه پوهيږم تاريخ غلط، لاپې او خيالي افسانې دي او كه نن زموږ ارزښتونه دومره را لويدلي دي چې د پرديو تر سيورى لاندې د واك پر سر رسوايۍ راته وياړ ښكاري؟!
په ريښتيا اكبر، محمد جان او مسجدي ساده ګان وو چې پر خپل كور او ټاټوبي يې د پرديو د واكمنۍ سيورى نشو زغملاى، كه نه نن موسم، ارزښتونه او معيارونه بدل او را لويدلي دي چې د كوم بهرني د يوه تيلفوني هېلو! سره خلك ايمان پريښودو ته هم چمتو شي؟!!
نه پوهيږم دغه د بدلون شمال له كوم لوري او كله را والوت او د غازي اكبر خان پر بچو څه وشول چې نن د كوم شاه شجاع موندل هم پكې ګران دي؟!
يوازې د واك او ځواك ليوال پريږده چې پر ولس د واكمنۍ خوبونه د پرديو په درشل كې ګوري، زموږ هغه روڼ اندي نن ولې د ذلت، بې پتۍ، غلامۍ او هوښيارۍ او تدبير بريدونه سره بيلولاى نشي؟
په خداى چې زه پردې و شرميږم چې هغه اشډاون چې بابا يې په افغانستان كې سرخوړلى ؤ نن د افغان ولس، په حق كې خبره كولاى شي خو زموږ روڼ اندي، زموږ د واك دعوه داران او آن عام وګړي د ولس پر حق، غرور او وقار خاورې ور اړوي، آيا د نن د لوړتيا او عروج كچه ډالر دى؟
او آيا په ريښتيا نور د نن په ژوندانه كې د حماسې، غرور، ملي هويت او خودۍ ځاى نشته؟
آيا انسان همدومره را لويدلى چې پردې راضي وي چې سپى دې وم، ژوندى دې وم؟!
ځواب به يې لنډه راتلونكې وركوي خو خداى دې وكړي چې (نه!) وي.
د تاسف ځای دا دی چې تاسو هم دا خبره د خدای ج او ملت لپاره نه کوﺉ. تاسو یې هم د کرزي لالا لپاره کوﺉ. ايا همدا کرزی همدې خلکو نه دی راوستی چې ته اوس د اشډاون په خبرو فخر کوې. تر اوسه چېرته وې. اوس چې کرزی لالا په ټاکنو کې لغتې ووهلې، اوس دا خبرې کوې. ځه بابا! ته هم د یوې مړۍ ډوډۍ لپاره درواغ وایي او تاریخ تاریخ کوې او نور هم د یوې مړۍ ډوډۍ لپاره د هېواد د ټوټه کولو دړکې کوي. خو همدا تاريخ به ستا او درسره د کرزي لالا او ستاسو د مخالفينو په اړه قضاوت کوي.
خو ګوری یوه خبره دې سمه کړې ده: سړی چې اوسني حالت ته په کتو ستاسو کارونو ته ګوري شاشجاع ورته ښه ښکاره شي.