په افغانستان كې د نړيوالې ټولنې پوځي او سياسي چارواكي په دې وروستيو كې يو ځل بيا د خپل ماموريت د ناكامۍ خبرې كوي. دوى ياد پوځونو او وسايلو كمبود عنوانوي او يا پردې هم اعتراف كوي چې كه نوښت او بدلون رانشي د افغانستان ماموريت ناكام دى.
ډير امكان دى چې دوى دغه د ناكامۍ او مايوسۍ خبرې پر حقايقو د اعتراف له مخې و نه كړي او موخه يې داوي چې خپل حكومتونه او چارواكي افغانستان ته د زياتو پوځونو او پوځي ساز و سامان استولو لپاره و هڅوي.
خو واقعيت دادى چې نړيواله ټولنه په افغانستان كې له يوه ستر ازمويښت سره مخ ده، ددې ازمويښت اصلي لامل دادى چې دوى د افغانستان په اړه غلط اټكلونه او محاسبې كړې وې.
نړيوالې ټولنې فكر كاوه چې په څو غوړو او چربو ژمنو به ګوزاره وشي، د دوى سر او مال به په امن وي، نور به د افغانستان او سيمې وضعه د دوى د لويو اهدافو لپاره يو مناسب چاپيريال وي، كه مرګونه وي او كه بربادۍ پردى م تر واوړه سوړ دى، خو دلته نړيواله تولنه له يوه داسې ولس سره مخامخ ده چې د دوو نيمو لسيزو بحران، جګړو او بدمرغيو يې ژوند له سختومايو سيو او بدمرغيو سره مخ كړى ؤ، له نړيوالې ټولنې څخه يې د پريكنده داسې ګامونو تمه وه چې اوږدې بدمرغۍ او ناخوالې يې ورسره لرې شي، چې د افغان ولس هغه هيلې تر سره نه شوې طبيعي پايلې يې دادي د نا امنيو او بدمرغيو زياتيدل او د بحران ژوريدل وينو چې په ټس كې يې د نړيوالې ټولنې د سر تيرو مرګ ژوبله هم زياته شوې ده.
اوس ددې ناكام بهير مخې اړولو ته اړتيا ده كه نه واقعيت دادى چې نړيواله ټولنه به دلته خپل هيبت او وقار له لاسه وركوي او له بشپړې ناكامۍ سره به مخ كيږي.
په لنډو ټكيو كې د نړيوالې ټولنې د ناكامۍ لاملونه د اهدافو ګونګ والۍ، پخپل مينځ او له افغان دولت سره نه همغږي او په ځانګړې توګه خپلسري بللاى شو، ځكه چې دوى له يوه داسې ولس سره مخامخ دى چې د نورو ولسونو تجربې پكې نشي پلې كيداى. د پوځونو د شمير زياتوالى دغه ستونزې او كمۍ نشي پوره كولاى بلكې پر ژمنو او كړنو له سره مسوولانه غورته اړتيا لري.
كه نړيواله ټولنه غواړي د افغانستان ماموريت يې دماتو او رسوائيو له داستانونو څخه تش وي نو د افغان ولس حيثيت ارزښتونه، رايې خوښې او اصولو ته دې درناوى ولري او له خپلسريو او ښكيلاكي غروره دې لاس واخلي.