جلال آباد (رسنۍ): تېره شپه د ننګرهار ولايت په ځينو سيمو كې د سېلابونو له امله په سوونو كورونه له منځه تللي او له ۱۵ زياتو كسانو ته يې مرګ ژوبله اړولې ده.
د ننګرهار د امنې قوماندانۍ مرستيال اميرخان لېوال وويل د سېلابونو له امله د تورخم- جلال آباد لويه لاره د ترافيكو پر مخ تړلې وه، خو وروسته بيا بېرته خلاصه شوه، چې په يوه سيمه كې سېلابونو سړك ته هم زيات رسولى دى. دى زياتوي كه چېرې اوبه بيا زياتې شي، نو لار به وتړل شي.
د نوموړي په وينا تر اوسه په سوونو كورونه زيانمن شوي دي او د مرګ ژوبلې په هكله يې زياته كړه چې اوه كسه ټپيان شوي او اوه نور بيا وژل شوي دي
د ننګرهار د سرې مياشتې ريس محمد اقبال سعيد وويل چې تر دې دمه په بېز، خالص فاميليو، بېهسودو بېلابېلو سيمو کې، سره رود، چپليار او ځينو نورو سيمو کې شاوخوا ٦١١ کورونه ويجاړ شوي دي.
نوموړي زياته كړه چې په وژل شويو كې يوه مېرمن، دوه ماشومان او نور يې د غټ عمر خاوندان دي.