Posts | Comments | E-mail /

په سيمه كې:د امريكا په ستراتيژۍ كې د بدلون لپاره څېړنې بشپړې شوې دي

Posted by on Aug 31st, 2009 and filed under خبرونه. You can follow any responses to this entry through the RSS 2.0. You can skip to the end and leave a response. Pinging is currently not allowed.

 

 

 

(كابل+نيويارك): په افغانستان كې د امريكايي پوځيانو قوماندان مک كریسټل وايي چې په افغانستان کې امنيتي وضع خرابه ده، خو موږ بشپړ نا هيلي شوي نه يو، يوازې ستراتيژيكو بدلونونو ته اړتيا ده.

په افغانستان کې د امریکايي او ناټو د عسکرو قومندان پر ستراتیژۍ باندې له سره کتنه چې له ډیر وخت راهیسې یې تمه کېدله، بشپړه کړې او نتیجه یې د امریکا او ناټو چارواکو ته ورکړې ده.

د امریکا جمهور رئیس براک اوباما په افغانستان او پاکستان کې د امریکا پر ستراتیژۍ له سره کتنې امر کړى و چې په دغه سیمه کې د طالبانو او القاعدې د زیاتېدونکي نفوذ پر خلاف مبارزه وشي.

څو ورځې مخکې د امریکا د وسله والو قواوو تر ټولو لوړپوړه قوماندان ستر جنرال مایک مولن هم وویل په افغانستان کې وضعه خرابه ده او نوره هم مخ په خرابیدو روانه ده.

تیره اونۍ نیویارک ټایمز ورځپاڼې رپورټ خپور کړ چې په په افغانستان کې د ناټو په ماموریت کې شاملو امریکايي قومندانانو اندېښنه ښودلې چې د خپل ماموریت د سر ته رسولو لپاره کافي پوځيان نه لري.

ورځپاڼې د چا نوم نه دی اخیستی خو لیکلي یې دي چې دغو قومندانانو سیمې ته د امریکا د خاص استازي ریچارډ هالبروک سره په وروستیو غونډو کې ټینگار کړی چې نورو عسکرو ته ضرورت لري او په سيمه كې د امريكا په ستراتيژۍ بايد له سره غور وشي.

فرستادن/حفظ کردن

Leave a Reply

Refresh Image
*

Spam Protection by WP-SpamFree

Advertisement

Recently Commented

    Archives by Tag

    ا

    Recent Entries

    • اگر به ترجمانان افغان در بریتانیا پناهندگی داده نشود؛ امکان دارد که آنها با خطر مرگ مواجه شوند: نواسهٔ وینستون چرچیل
    • د هندوستان د آزادۍ ورځ په کندهار کې ولمانځل شوه
    • دخوست د ښار جوړونې رياست ته نوى ريس وروپېژندل شو
    • آغاز عملیات تصفیوی عقاب در ولسوالی امام صاحب ولایت قندز
    • القاعده از سرحد افغانستان- پاکستان نقل مکان می کند
    • امریکا و متحدانش باید فورا تعداد نیروهایی را که پس از سال 2014 در افغانستان حضور خواهند داشت، اعلام کنند: قوماندان سابق نیروهای ناتو
    • بهرنۍ عينكې!
    • بدون شرح
    • جان کری خشونت های اخیر مصر را به شدت محکوم کرد
    • د ټاکنو په اړه د استاد سياف له لوري “ملي اجماع” جوړېږي