Posts | Comments | E-mail /

د ملا عمر د اعلامیې په اړه د جمهوری ریاست غبرګون

Posted by on Aug 7th, 2013 and filed under خبرونه. You can follow any responses to this entry through the RSS 2.0. You can skip to the end and leave a response. Pinging is currently not allowed.

ارګ، کابل: په هغې اعلامیه کې چې د ملا محمدعمر مجاهد په نوم د کوچني اختر په مناسبت د طالبانو لخوا نشر شوې، راغلي چې ” افغانستان همدا اوس له ډېر حساس پړاو څخه تېریږي.” اعلامیه وایي چې د هیواد دښمن نوې دسیسې او پلانونه په کار اچوي.

اعلامیه وروسته دغو دسیسو او پلانونو ته د اشارې په ترڅ کې د هیواد د تجزیې یادونه کوي او د ملا محمدعمر لخوا وایي چې ګواکي طالبان به هېچاته اجازه ورنکړي چې د هیواد د تجزیې شوم پلان کامیاب کړي او هیواد د سمتونو او قومونو په نوم وویشي.

داسې ښکاري چې د طالبانو دغه اعلامیه د افغانستان د جمهور رئیس هغو خبرو ته اشاره کوي چې دی یې له څو میاشتو راهیسې ملت ته د یوې لویې اندېښنې په توګه بیانوي.

حامد کرزي له څو میاشتو راهیسې، په تېره د قطر دفتر له پرانیستل کېدو وروسته په وار وار ویلي چې داسې یوه بهرنۍ دسیسه موجوده ده چې هڅه کیږي سولې ته د افغانانو د تلوسې څخه په سوء استفادې سره د سولې پروسه په افغانستان کې د ملوک الطوایفۍ او په مختلفو نومونو زموږ د ګران هیواد د ویشلو وسیله وګرځي.

د افغانستان اسلامي امارت په نامه د قطر د دفتر پرانیستل کېدل د افغانستان د جمهور رئیس د خبرو ښه مصداق و او په همدې دلیل ټول ملت د جمهور رئیس تر شا ودرېد او له خپل وحدت او د خاورې له تمامیت څخه یې دفاع وکړه.

دا چې طالبان په دغې دسیسې کې دخیل عنصر ګڼل کیږي او دغه کار عامه ذهنیتونه د دوی پر ضد راپارولي، نو له همدې امله د طالبانو مشر ملا محمدعمر پخپله اعلامیه کې هڅه کړې چې د افغانستان د وېشلو او ضعیف کولو تور داغ له ځانه لېرې کړي او ځانته د برأت تر لاسه کولو لپاره د هیواد له لوېشت لوېشت نه د دفاع ادعا وکړي.

که د طالبانو دغه ادعا سمه وي، نو لازمه ده چې هغه وسله چې د هیواد د ورانولو لپاره کارول کیږي، له خپلو اوږو ښکته کړي، پردي وطنونه پرېږدي، د هیواد د ننه د سولې خبرې پیل کړي او د خپل وطن آبادولو ته مټې راونغاړي.

فرستادن/حفظ کردن

Leave a Reply

Refresh Image
*

Spam Protection by WP-SpamFree

Advertisement

Recently Commented

    Archives by Tag

    ا

    Recent Entries

    • اسلام آباد فردا میزبان کرزی خواهد بود
    • ایتالیا پس از سال ۲۰۱۴ نیز در افغانستان حضور خواهد داشت:صدر اعظم این کشور
    • حامدکرزي د څو تنو ماشومانو په خوله کې د واکسین د څو څاڅکو په څڅولو سره د مني د لومړۍ دورې د پولیو د واکسیناسیون کمپاین پیل کړ
    • په خوست کې ماشومانو ته د پوليو د واکسين درې ورځینى کمپاين پيل شو
    • درگیری شدید در میان قیام کنندگان و طالبان در ولایت غزنی
    • به استقبال از قصیده ی دل انگیز دوکتور محمد انور غوری
    • صدر اعظم ایتالیا وارد کابل شد
    • حزب الله بازیچه تروریستی رژیم های ایران و سوریه
    • روسیه سرحدات تاجکستان با افغانستان را تقویت می کند
    • جګړه ييز موسم پاى ته رسیدلو ته يواځې څو اوونۍ پاتې دي او مخالفين به هڅه وکړي، چې يو شمېر بريدونه پلان کړي: ناتو