Posts | Comments | E-mail /

د نشه يي توکوپرضد ولايتي عالي کميسيون دخوست والي په مشرۍ غونډه وکړه

Posted by on Aug 3rd, 2013 and filed under سپینې خبرې. You can follow any responses to this entry through the RSS 2.0. You can skip to the end and leave a response. Pinging is currently not allowed.

خوست ښار:- دغه کميسيون چې ٢١تنه غړي لري، هره مياشت پد ې ولايت کې د نشه يي توکود کرکيلې ، قاچاق او استعمال د مخنيوي د نويو  لارو چارو په موخه نوبتي غونډه کوي.

خوست والي ښاغلي عبدالجبارنعيمي نشه يي توکي يوه ټولنه له بدبختيو سره مخ کوي او په پاى کې يې له منځه وړي، همداشان د اسلام له نظره نشه يي توکي حرام ګرځول شويدي، نو په همدې اساس بايد د ټولنې هروګړى د نشه يي توکو د مخنيوي په  پروسه کې له اړونده ارګانونوسره بشپړه همکاري کړي.

نوموړي دا هم وويل چې پدې اسلامي ټولنه کې د علماوو رول ډېر مهم دى او خلک يې پر خبرو او ويناوو عمل کوي، بايد د مسجدونو او ممبر د لارې خلکو ته د نشه يي توکو د کارولو د استعمال ، قاچاق او کرکيلې په اړه الهي غذاب  بيان کړي، په ورته بڼه بايدقومي مشران، مخور شخصيتونه، مدني ټولنې  او رسنۍ بايدد عامه پوهاوي پروګرامونه  په دوامداره توګه مخته يوسي ا ود دې بدنامه پديدې په اضرارو خلک وپوهوي.

دخوست والي ښاغلي عبدالجبارنعيمي په خبره که چېرې په يوه کورنۍ کې يو تن د نشه يي توکو په کارولو مبتلا شي،نو له امله يې ټوله کورنۍ له ستونزو ، کړاوونو او زياتو بدمرغيو سره مخامخ کيږي.که چېرې په يوه ټولنه کې د نشه يي توکو د روږدو کسانو شمېره ډېره شي، نو ممکنه ده، چې مکمله ټولنه يې له ضررونو سره مخامخ شي.نو په کار ده، چې دټولنې هرفرد په خپل چاپېريال کې د نشه يي توکو د کښت، قاچاق او استعمال د مخنيوي لپاره په اسلامي او ملي روحيې سره کار وکړي.

ورپسې په خوست ولايت کې د نشه توکو په وړ اندې د مبارزې ريس ميرناګل تڼيوال دخپلې ادارې په چوکاټ کې د ترسره شويو فعاليتونو په تړاو مالومات وړاندې کړل، نوموړي وويل په خوست کې د نشه يي توکو کرکيله د ډېرپخوا څخه صفر شوي ، خو يوازې په خوست ولايت کې د نشه يي توکو پلور او استعمال تر يوه بريده روان دى.بايد د دغو کړنو د مخنيوي لپاره په مشترکه توګه مبارزه وشي.

نوموړي په خپلو خبرو کې د امنيتي او کشفي ارګانونو غوښتنه وکړه، چې د نشه يي توکو دقاچاق او د استعمال په مخنيوي کې دې لازمه همکاري وکړي.ترڅو هغه ځوانان چې پدغو ناوړه پديدو کې ښکېل شوي، لاس واخلي او په عوض يې دځان او  ټولنې په ګټه کارونه سرته ورسوي.

ورپسې د شېخ زايدپوهنتون ريس پوهندوى محمدرسول باوري،د حج او اوقافو ريس مولوي اظهارالدين ،د پوهنې ريس انجنيربخت نوربختيار،د المپيک امر عزيزملنګ،د ښځو چارو ريسه خاور اميري او دخوست ملي راډيو ټلوېزيون امر روح الله امين او د کميسيون نورو غړو د نشه يي توکو په برخه کې خپل فعاليتونه د ناستې برخوالو ته څرګند کړل ، چې هرې ادارې پدې برخه کې تر ډېره بريده ګټور پروګرامونه مخ ته وړي او ښې پايلې يې درلودلي دي.

د غونډې په وروستۍ برخه کې پرېکړه وشوه،چې په مرکز او ولسواليو کې  هرهغه ارګان او اداره چې د اساسي قانون، د ولسمشر د فرمان او د وزيرانو شورا د پرېکړو له مخې  د نشه يي توکو په وړاندې پيل شوي مبارزه کې پاتې راغلي وي، بايد مجازات شي  او ټول هغه کسان چې د دې ناوړه پديدې په قاچاق او استعمال کې لاس لري، بايد ژر ترژره د قانون منګولو ته وسپارل شي.دغه راز پرېکړه وشوه، چې د شېخ زايدپوهنتون او پوهنې رياست دې د يوه منظم پلان له مخې په پوهنتون او ښوونځيو کې استادان او ښوونکي مکلف وګرځوي، چې په ټولګيو کې محصلينو او زده کوونکو ته د نشه يي توکو د زيانونو په هکله  لازم مالومات ورکړي.همداشان دپرېکړو له مخې د حج او اوقافو رياست او اطلاعاتو فرهنګ رياست ته دنده وسپارل شوه، چې د جوماتونو، ديني مدرسو او رسنيو د لارې هم پدې برخه کې د عامه پوهاوي اغېزمن پروګرامونه ترسره کړي.ترڅو خلک د نشه يي توکو د زيانونو په هکله په بشپړډول وپوهيږي او د هرډول قاچاق،استعمال او کښت څخه يې تل ترتله ډډه وکړي.

نېټه:١٣٩٢-٥-١٢

شنبه= خوست – افغانستان

مبارزمحمدځدراڼ

 

 

 

 

فرستادن/حفظ کردن

Leave a Reply

CAPTCHA Image
Refresh Image
*

Spam Protection by WP-SpamFree

Advertisement

Recently Commented

    Archives by Tag

    ا

    Recent Entries

    • بدون شرح
    • حامدکرزی د هندوانو او سیکانو له استازو سره په کتنه کې: تاسو د افغانستان د اتباعو په توګه د دې هیواد له نورو اوسېدونکو سره مساوي حقوق لری
    • د بندونو او ملا درد ته نوی درمل وموندل شو
    • د اسد دانش صيب ځواني مرګ زوی حسيب الله په مرګ کې!
    • دستگیری ۹ تروریست در ولایت بدخشان
    • طالبان پاکستانی به دولت نواز شریف هشدار دادند
    • صدر اعظم ناروی بخاطر درک بهتر وضعیت کشورش؛ در کوچه های اسلو تکسی رانی کرد
    • اعلام آمادگی هند برای کمک نظامی با افغانستان
    • د قطر د دفتر لړي په ترکیه او سعودی عربستان کښې
    • بان کی مون وارد اسلام آباد شد