Posts | Comments | E-mail /

دخوست ولايت په عدلي قضايي او امنيتي ارګانونو کې دقضيودمديريت سيستم فعال شو

Posted by on Aug 1st, 2013 and filed under سپینې خبرې. You can follow any responses to this entry through the RSS 2.0. You can skip to the end and leave a response. Pinging is currently not allowed.

1

خوست ښار:-د اسد دمياشتې په ١٠نېټه دخوست ولايت په عدلي ،قضايي او امنيتي ارګانونو کې دافغانستان دعدلي سکتور دملاتړ دپروګرام په مالي او تخنيکي تمويل اومرستې سره  دقضيو دمديريت سيستم فعال شو ،هغه مراسم چې په همدې موخه داستناف محکمې دغونډو په تالار کې جوړ شوي وو ،دخوست والي ښاغلي عبدالجبارنعيمي ترڅنګ په کې داستناف محکمې رئيس مولوى عبدالتواب ،داستناف څآرنوالي رئيس محمد شعيب ثابت ،دولايتي شورا معاون جان ميرځاځي ،دافغانستان دعدلي سکتور دملاتړ دپروګرام حقوقي سلاکار محمد نعيم دولتزي ،دعدلي ،قضايي او امنيتي ادارو کې ګڼ شمير مسوولينو او منسوبينو برخه اخيستې وه.

خوست والي ښاغلي عبدالجبارنعيمي دخپلو خبرو پرمهال دخوست ولايت په عدلي ،قضايي او امنيتي ادارو کې دقضيو دمديريت دسيستم دپلي کيدو دمبارکۍ ترڅنګ وويل چې ددغه سيستم په پلي کيدو سره به ديادو ټولو ارګانونو په کړنو او اجراتو کې شفافيت ،مصونيت او ګړنديتوب رامنځته اود عدالت په تامين کې به اساسي مرسته وکړي  او ددې ترڅنګ به دمجرم له ګرفتارۍ څخه نيولې او بياد دمحکمې ترحکم پورې ټول جريان او معلومات په کمپيوټر کې ثبت کيږي  او ټول مراحل به يې په شفافيت سره ترسره کيږي.

  ښاغلي عبدالجبارنعيمي په نوموړو ارګانونو اوادارو کې دقضيو دمديريت دسيستم تطبيق دخوست دخلکو او ادارې لپاره يوه ستره لاسته راوړنه وبلله  اوپه دې تړاو يې وويل چې دهمدې سيستم په تطبيق سره به اړونده ټولې ادارې يو له بل سره وتړل شي او په يو وخت کې به هره اداره وکولى شي ديوجزايي پېښې اوقضيې ټول معلومات دکمپيوټر څخه ترلاسه او ګټه ترې پورته کړي.

ښاغلي نعيمي وويل چې ولايتي ادارې له شپږو مياشتو راهسې په دې باندې کار کړى ترڅو دقضيو دمديريت سيستم په خوست کې پلى  کړي ،چې تر زياتو تلاشونو او هڅو وروسته دادي چې دلومړي ځل لپاره په خوست ولايت کې دغه سيستم پلى او دفترونه يې پرانيستل شول.

خوست والي دخپلو خبرو پرمهال داهم وويل چې ددغه سيستم په تطبيق سره دخوست ولايت په مرکز او ولسواليو کې دټولو هغه جرايمو کچه په دقيق ډول تثبيت کيږي کوم چې دبېلابېلو لاملونو په اساس  ارتکاب مومي . دنعيمي په خبره چې دهمدې سيستم په تطبيق سره يادې ټولې ادارې په کمپيوټرونو ،پرمختللو وسايلو ،ميزنو ،الماريو ،انترنت او نورو لوازمو باندې سمبال کيږي. ده امريکا دمتحده ايالاتو دحکومت اوسفارت څخه مننه وکړه چې خوست ولايت ته يې خپله توجه په دې برخه کې زياته کړې ده.

نوموړي داهم وويل سره له دې چې په دې وروستيو کې دخوست ولايت په مرکز او ولسواليو کې دعدلي ،قضايي او امنيتي ادارو داکمال ،تحهيز اوپياوړتيا په موخه اساسي هڅې ترسره شوې خو ولې اوس هم په يادو ارګانونو کې نيمګړتياوې اوستونزې شتون لري او په ډيرو برخو کې نه شي کولى چې خپلې دندې په ښه توګه سرته ورسوي.

دخوست والي په خبرو دعدلي ،قضايي او امنيتي ارګانونو ستونزو او نيګړتياوو  دجرايمو کچه لوړه کړې او په دولت يې دولس باور ته زيان رسولى دى ،دخوست والي په خبره دخلکو په منځ کې دقتلونو زياتوالى ،شخصي بدۍ ، دمجرمينو خلاصول او دغلطو معلوماتو او راپورونو په اساس دبې ګناه خلکو نيول اوځورول هغه جرايم او ننګونې دي چې اوس يې کچه لوړه شوې ده.

ښاغلي نعيمي ګواښ وکړ که چيرې دمجرمينو اوقانون ماتونکو په وړاندې جدي اقدامات ترسره نه شي ،له هغه مسوولينو به جدي پوښتنې وشي چې دخپلو دندو دترسره کولو پرمهال غفلت کوي  اونه شي کولى چې خپل مسووليتونه په ښه توګه ترسره کړي ،له يادو ټولو ارګانونو يې وغوښتل چې دحق په ملاتړ سره دباطل پرضد جدي مبارزه او دقانون دتطبيق په اساس دجرايمو دمخنيوي ترڅنګ ټول مجرمين مجازات کړي.

خوست والي دوينا په وروستۍ برخه  کې دقانون حاکميت ته په اشارې سره  وويل چې ولايتي اداره دټولو هغه مامورينو دکړنو او اجراتو ملاتړ کوي چې دقانون په اساس کړنې ترسره کوي او دخپل نظام پرستيژ ساتي  او دخپلو کړنو په ترسره کيدو سره دټولو هغه قربانيو درناوى کوي چې خدمتګار مامورين او سربازان يې ولس ته دخدمت په لاره کې ورکوي.خو دهغه مامورينو ملاتړ نه کوي چې په بې عدالتيو او غفلت سره داسې کړنې ترسره کوي چې دولس او دولت ترمنځ دواټن دزياتوالي او دنظام دبدنامۍ سبب ګرځي.

داستناف محکمې رئيس مولوى عبدالتواب وويل چې دقضيو دمديريت دسيستم په پلي کيدو سره به ددوى په چارو کې سمون اوګړنديتوب رامنځته او ټول اسناد به يې په ښه توګه خوندي شي ،نوموړي داهم وويل چې اوس په خوست کې ټولې قضيايي ادارې ترډيره بريد اکمال او تجهيز شوي دي  اودډيرو هغه بې عدالتيو مخه يې نيولې چې دخلکو او ولس ترمنځ يې واټن پيدا کړى وو ،داستناف محکمې رئيس داهم وويل چې ددغه سيستم په پلي کيدو سره دبشپړ شفافيت لپاره زمينه مساعده شوه اوس هيڅ اداره نه شي کولى چې دخپلو اجراتوپرمهال غيرې قانونې کړنې ترسره کړي.

داستناف څارنوالى رئيس محمد شعيب ثابت دخپلو خبرو پرمهال وويل چې ددغه سيستم په پلي کيدو سره به له ګرفتارۍ نيولې  ترتحقيق او حکم پورې ټول معلومات او جريان دقيق اوشفاف شي  اوهره اداره به وکولى شي دخپلو مسووليتونو سره سم اقدامات ترسره کړي .

نوموړي وويل استناف څارنوالي به په خوست ولايت کې هيڅ چاته ددې اجازه ورنه کړي چې دقانون خلاف کړنې ترسره او يا په ټولنه کې دوګړو حقوقوته زيان ورسوي ،همداشان نوموړي دامنيتي ارګانونو څخه وغوښتل چې دجرم دکشف او دمجرم دنيول کيدو پرمهال په خپلو اجراتو کې په مسووليت سره کاروکړي  ترڅو پورته اداره وکولى شي په قانونيت سره مسايلو ته ښه رسيدګي وکړي.

نوموړي داهم وويل هرهغه څوک چې دمجرم اويا بل قانون ماتونکى ملاتړ وکړي لاسونه به يې  وتړل شي او دخپلو اعمالو جزاء به وويني.

دولايتي شورا معاون جان ميرځاځي دخپلو خبرو پرمهال په خوست کې ددغه نوي سيستم پلي کيدل يوه ښه لاسته راوړنه ياده کړه او دايې ددغه ولايت دخلکو ستونزو ته درسيدګۍ په لاره يو غور سيستم وبللو ،نوموړي وويل ډير کله بې ګناه خلک ځورول کيږي اوپه مياشتو مياشتو يې  برخليک نه معلوميږي خو ددغه نوي سيستم په پلي کيدو سره به ياده ستونزه په بشپړه توګه هواره شي.

دافغانستان دعدلي سکتور دملاتړ دپروګرام حقوقي سلاکار محمد نعيم دولتزي مراسمو ته دقضيو مديريت دسيستم دګټو او اهميت په تړاو خبرې وکړې ،نوموړي وويل دغه سيستم دافغانستان دعدلي ،قضايي او امنيتي ارګانونو رسمي او مهمه برخه ده چې دامريکا دسفارت له لوري يې مالي او تخنيکي تمويل ترسره کيږي ، ښاغلي دولت زي زياته کړه چې داوس مهال لپاره په استناف محکمه ،ابتدائيه محکمه ،استناف څارنوالي ،ملي امنيت څارنوالي ،نظامي څارنوالي او تربيت اطفال امريت کې دقضياوو مديريت سيستم پلى کيږي اودفترونه يې فعال کيږي خو په راتلونکو څو اونيو کې به دغه سيستم په  شپږو نورو ادارو لکه جنائي امريت ،استخبارات ،تروريزم ،سرحدي پوليسو ،لوا ،محبس او ملي امنيت ادارو کې هم پرانيستل شي .

محمد نعيم دولتزي دافغانستان دعدلي سکتور دملاتړ دپروګرام په استازيتوب دخوست ولايت ادارې په ځانګړې توګه خوست والي ښاغلي عبدالجبارنعيمي څخه مننه وکړه چې دافغانستان دعدلي سکتور دملاتړ دپروګرام دټولو پروګرامونو دتطبيق لپاره په خاطر يې اساسي همکارۍ کړې اوپه خوست ولايت کې يې دکار اوفعاليت لپاره يو مناسب چاپيريال رامنځته کړى دى.

دمراسمو په وروستيو  خوست والي او ورسره مسوولينو په استناف محکمه کې دقضيو دمديريت دسيستم دنوي فعال شوي دفتر او وسايلو څخه ليدنه وکړه چې د اړوند مسوولينو لخوا ورته لازم معلومات وړاندې شول.

واکمن

فرستادن/حفظ کردن

Leave a Reply

CAPTCHA Image
Refresh Image
*

Spam Protection by WP-SpamFree

Advertisement

Recently Commented

    Archives by Tag

    ا

    Recent Entries

    • د ولسي جرګې د يوه غړي دوه ساتونکي ووژل شول
    • بدون شرح
    • حامدکرزی د هندوانو او سیکانو له استازو سره په کتنه کې: تاسو د افغانستان د اتباعو په توګه د دې هیواد له نورو اوسېدونکو سره مساوي حقوق لری
    • د بندونو او ملا درد ته نوی درمل وموندل شو
    • د اسد دانش صيب ځواني مرګ زوی حسيب الله په مرګ کې!
    • دستگیری ۹ تروریست در ولایت بدخشان
    • طالبان پاکستانی به دولت نواز شریف هشدار دادند
    • صدر اعظم ناروی بخاطر درک بهتر وضعیت کشورش؛ در کوچه های اسلو تکسی رانی کرد
    • اعلام آمادگی هند برای کمک نظامی با افغانستان
    • د قطر د دفتر لړي په ترکیه او سعودی عربستان کښې