Posts | Comments | E-mail /

په پکتیکا ولایت کې ځانمرګي بريدګر نهو تنو ولسي وګړو ته مرګ ژوبله واړوله

Posted by on Aug 1st, 2013 and filed under خبرونه. You can follow any responses to this entry through the RSS 2.0. You can skip to the end and leave a response. Pinging is currently not allowed.

شړنه:- تیره ورځ نږدې شپږ بجې ماښام د پکتيکا ولايت کټواز سيمې د جانيخېلو ولسوالۍ په بازار کې د ملامنان او حميد په نوم هټيوالو هټيو ته څېرمه يوه تن چې په ځان پورې يې چاودېدونکي توکي تړلي وو، ځان ته چاودنه ورکړه چې له امله يې يو ملکي وګړی شهيد او د يوه ماشوم په ګډون اته تنه نور ملکي کسان ټپيان شول، د ياد ځانمرګي بريد له امله يو هټيوال چې د ملامنان زوی وو په شهادت رسېدلی او نور اته تنه ټپيان د درملنې په موخه د مرکز ښرنې روغتون ته لېږدل شوي دي، د ښرنې روغتون ډاکترانو د ټپيانو روغتيايي حالت ښه بللی دی، په سيمه کې د چاودنې له امله دوه دوکانونه هم زيانمن شوي دي.

د پکتيکا والي محب الله صميم د يادې پېښه له امله سخت خواشينی شوی دی، ښاغلي صميم د وسلوالو مخالفينو لخوا په عامه ځايونو کې ماين اېښودنې او په ملکي وګړو دا ډول ظالمانه ځانمرګي بريدونه چې له امله يې ملکي وګړو ته مرګ ژوبله اوړي په سختو ټکو وغندل او زياته يې کړه (( د دولت وسلوالو مخالفينو په دې ځانمرګي بريد سره وښوده چې دوی په ملکي افغانانو هم هيڅ ډول ترحم او زړه سوای نه لري، د دولت وسلوال مخالفنيو خپلو شومو اهدافو ته د رسېدو په مقصد يو ځل بيا زمونږ يو تن بې ګناه هټيوال شهيد او د يوه ماشوم په ګډون يې اته تنه بې ګناهپکتيکاوال ټپيان کړل او له امله يې اته کورنۍ د غم په ټغر کېښنولې))

ښاغليصمیم زياته کړه (( افغانان به خپله حوصله ونه بايلي او پرې به نږدې تر څو ددېخاورې دښمنان خپلو موخو ته ورسيږي

 

فرستادن/حفظ کردن

Leave a Reply

CAPTCHA Image
Refresh Image
*

Spam Protection by WP-SpamFree

Advertisement

Recently Commented

    Archives by Tag

    ا

    Recent Entries

    • تصویر
    • بیش از ۶۰۰ سرباز انگلیسی در جنگ افغانستان آسیب مغزی دیده اند
    • رئیس شورای عالی صلح ولایت غزنی در هندوستان در گذشت
    • احداث دو پوستهٔ سرحدی ترکمنستان در جوار سرحد افغانستان
    • چرا عیدها ما بی رونق و کم رنگ شده است ؟
    • بان کی مون در هفته جاری به پاکستان سفر می کند
    • فقط یک افغانستان با ثبات و قدرتمند است که می‌تواند جلوی وقوع حادثه به مثل ۱۱ سپتمبر را بگیرد: جنرال جوزف دانفورد
    • سیلاب او باران په کابل کې ۱۳ تنه ووژل
    • حامد کرزی طی یک تماس تیلفونی عید سعید فطر را به رئیس جمهور ترکیه تبریک گفت
    • کنسرت عیدی در شهر کابل از طرف اعضای شورای علمای افغانستان متوقف شد