Posts | Comments | E-mail /

په فاریاب ولایت کې د يوځانمرګى بريد له امله د ملي اردو څلورتنه سرتيري ټپيان شول

Posted by on Jul 31st, 2013 and filed under سپینې خبرې. You can follow any responses to this entry through the RSS 2.0. You can skip to the end and leave a response. Pinging is currently not allowed.

میمنه :-په فارياب ولايت کې نن د يوځانمرګى بريدله امله دملي اردوڅلورتنه سرتيري ټپيان شول.
دفارياب په ولايت کې د ملي اردو دميشتو ځواکونو ويندوى جګړن محمدرضا رضايي په دې اړه وایی: يوځانمرګى بمي يرغلګر نن غرمه د دولسوبجو او څلويښتو دقيقو په شاوخواکې د المار ولسوالۍ په صرف علي سيمه کې په خپل بدن کې ځاى پرځاى شوى بم دملي اردو د سرتيرو دکاروان په وړاندې وچاوه او له امله يې څلورتنه سرتيري سخت ټپيان شول.
ويل کيږي چې په دې پيښه کې د ملي اردو دسرتيرودسپرلۍ دوه موټرونه هم ويجاړ شوي دي.
په همدې حال کې عيني شاهدان وايي چې په دې ځانمرګى بريدکې د ملي اردو درې تنه سرتيري شهيدان او دوه تنه نور يې ټپيان شوي دي.
له بلې خوا هم په فارياب کې د يو روغتيايي مرکز ډاکترانوپه دې پيښه کې د ټپي سرتيرو روغتيايي حالت خراب بللى دى.
دفارياب سيمه ييزمقامات وايي چې دغه ځانمرګى بريدپه ښکاره دهغو پوځي عملياتو د اغيزمنتوب د کمښت لپاره وشو چې له دريو ورځو را په ديخوا د المارولسوالۍ په مربو طاتو کې دوام لري.
په دغوعملياتوکې چې د ملي اردو او پوليسو ځواکونه ګډون لري؛ تراوسه پورې ديارلس تنه وسله وال طالبان وژل شوي دي.
فرستادن/حفظ کردن

Leave a Reply

Refresh Image
*

Spam Protection by WP-SpamFree

Advertisement

Recently Commented

    Archives by Tag

    ا

    Recent Entries

    • بهرنۍ عينكې!
    • بدون شرح
    • جان کری خشونت های اخیر مصر را به شدت محکوم کرد
    • د ټاکنو په اړه د استاد سياف له لوري “ملي اجماع” جوړېږي
    • در پی درگیری های خونین مصر معاون رئیس جمهور این کشور استعفا کرد
    • سرمنشی عمومی سازمان ملل متحد خشونت های اخیر مصر را تقبیح کرد
    • روزی که مصر به خون مصری ها گلگون شد
    • کشته و زخمی شدن ۱۳ نفر در نتیجهٔ انفجار در یک رستورانت در ولایت تخار
    • خوست والي وايي که هر مامور درې ورځې غيرحاضري وکړي، کسر معاش به شي!!
    • د خوست ولایت د نادرشاه کوټ قومي مشرانو د دغه ولسوالۍ په اداري برخه کې د بدلون غوښتنه وکړه