Posts | Comments | E-mail /

خوست والي :دقيق عمليات، چټک غبرګون او ولسي رضايت د ښه امنيت ضمانت کوي

Posted by on Jul 30th, 2013 and filed under سپینې خبرې. You can follow any responses to this entry through the RSS 2.0. You can skip to the end and leave a response. Pinging is currently not allowed.

خوست ښار :- دا څرګندونې خوست والي ښاغلي عبدالجبارنعيمي د دې ولايت د OOCP يا د ګډې همغږۍ په نظامي مرکز کې په ډاګه کړې.

نعيمي پدې ټينګار وکړ، چې هرډول عمليات بايد د جمهورريس د فرمان له مخې  د دقيقو اسنادو پربنسټ ترسره شي، ترڅو د بې ګناه کسانو د ځورونې باعث ونه ګرځي.همداشان په غونډه کې د جنايي پېښو په راکمولو کې د امنيتي ،کشفي ارګانونو او خلکو په رول او دغه راز د تروريستي پېښو د مخنيوي په لارو چارو ژور بحث وشو.

پدغه غونډه کې دخوست والي ترڅنګ خوست امنيه قوماندان مل پاسوال عبدالقيوم باقي زوى، د ملي امنيت ريس جنرال عبدالواسع احمدزي،د ملي اردو د لومړۍ پلي لوا د ګرنېزيون مسوول ډګرال نجم الدين،د سرحدي ځواکونو قوماندان سمونمل حضرت الدين، د ګډې همغږۍ د نظامي مرکز مرستيال بريد جنرال غازي ميرځدراڼ او يو شمېر نورو نظامي افسرانو ګډون درلود.

غونډې ته په سر کې د ګډې همغږۍ د نظامي مرکز مرستيال بريدجنرال غازي ميرځدراڼ د تېرې اونۍ په لړ کې د امنيتي او کشفي ځواکونو دعملياتو ،مشترکو حرکتونو ،لاسته راوړنو او تدابيري پلانونو په تړاو دګډې همغږۍ د نظامي مرکز ګزارش وړاندې کړ ،نوموړي وويل چې دتيرې اونۍ په جريان کې ملي اردو  ٤٣٩،ملي پوليسو٣٦٤ ،سرحدي ځواکونو ٣٩ او او ملي امنيت منسوبينو  هم ګڼ شمېرمستقل اوګډ حرکتونه دخوست په مرکز او لرې پرتو ولسواليو کې ترسره کړي اودخپلو حرکاتو پرمهال يې دوسلوالو مخالفينو ويجاړونکي پلانونه خنثي کړي اوهم يې په بېلابېلو ولسواليو کې ډير ځاى پرځاى شوي ماينونه خنثي کړې دي چې دامنيت په ټينګښت کې يې اساسي مرسته کړې ده.

 ورپسې دخوست ولايت د ملي امنيت ريس اجنرال عبدالواسع احمدزي د دې ادارې په چوکاټ کې د ترسره شويو فعاليتونو، لاسته راوړنو او برياوو په هکله راپور وړاندې کړ.

احمدزي د خپل راپور په يوه برخه کې وويل د تېرې يوې اونۍ په لړ کې يې ٩ بېلابېل ډوله ماينونه کشف او خنثا کړي ،همداشان ګڼ شمېر نور داسې فعاليتونه يې ترسره کړي، چې له مخې يې پدې ولايت کې د ډېرو مشکلاتو مخه نيولي ده.د ده په خبره وسلوال مخالفين هڅه کوي، چې د عامو افغانانو ژوند ورتريخ کړي، خو دملي امنيت اداره او منسوبين به  د نورو امنيتي ارګانونو په سره په ګډه په هېڅ صورت چاته ددې اجازه ورنه کړي، چې زموږ دخلکو ژوند ته زيان ورسوي.

خوست امنيه قوماندان مل پاسوال عبدالقيوم باقي زوى په خپل اونيز راپور کې د ډاډمن امنيت د ټينګښت لپاره په مرکز او ولسواليو کې د ملي پوليسو په ګرځنده ګزمو، چڼيزو عملياتو ، تلاشيو او چيک پاينټونو خبرې وکړې.

دده په خبره دخوست په  مرکز اړوندو سيمو او ولسواليو کې پوليسو پلټونکي عمليات ترسره کړي دي همداشان  پوليس په دې بريالي شوي چې په خپل وخت سره  دزياتو جرايمو او د دښمنانو د ناوړه پلانونو دپلي کيدو څخه مخنيوى وکړي .

 نوموړي وويل په تېره اونۍ کې يې دوه عرادې سراچه موټرونه ، يوه عراده فلاينکوچ موټراو دوه عرادې موټرسايکلونه د غلو له منګولو خلاص کړي او خپلو مالکانو ته يې سپارلي دي.

باقي زوى زياتوله، دخوست په ښار او شاوخوا سيمو کې يې د هرډول پېښو د مخنيوي په موخه د تلاشۍ او ګرځنده ګزمو پروګرامونه زيات کړي او ددخلکو د سراو مال د خونديتوب لپاره به دوام ولري.

دسرحدي ځواکونو قوماندان ډګرمن حضرت الدين هم په سرحدونو او ستراتيژيکو نقطو کې د خپلو ځواکونو د بشپړ چمتوالي په هکله غونډې ته مالومات وړاندې کړل ا وويې ويل چې ځواکونه يې هره شېبه دې ته تيار دي، چې له خپلو پولو ساتنه او دفاع وکړي.د ده په خبره د سرحدي پوليسو هر سرتېرى د دې وړتيا لري، چې په پوله کې د هرډول مشکلاتو دفاع وکړي.

خوست والي ښاغلي عبدالجبارنعيمي وويل چې د همغږئ او د قيقو اطلاعاتو په اساس د امنيتي ارګانونو لخوا پلټونکي عمليات ښې پايلې لري نو په کار ده چې په ورته بڼه امنيتي ، نظامي  ، کشفي  او سرحدي ارګانونه  په داسې امنيتي پلانونو کار وکړي چې په لوړ مرال او قوي عظم سره د هر دښمن سره مبارزه وکړي ترڅو د ورانکاره کسانو  ټول هغه پلانونه چې د افغان مسلمان ملت د ځورولو په موخه جوړيږي ،  هدف ته د رسيدو وړاندې  حنثی شي  .

ښاغلي نعيمي دخپلو خبرو پرمهال  دټولو امنيتي ارګانونو دمسوولينو اوسربازانو دهغه لاسته راوړنو اوفعاليتونو ستاينه وکړه چې په دغه ولايت کې يې دامنيتي حالت دټينګښت او دولسونو د سر او مال ساتنې په موخه ترسره کړي دي ،.

د نوموړي په خبره  هرڅومره چې امنيتي ارګانونه دولسي همکاريو په اساس خپل امنيتي او کشفي فعاليتونه  زيات کړي او خپل عمليات دد قيقو اطلاعاتو پر بنسټ په پوره همغږۍ سره  ترسره کړي  نو په همعه اندازه دښو لاسته راوړنو څخه برخمن کيدای شي همداراز امنيتي ارګانونه بايد د خوست ولايت هره سيمه کې د هغو غير مسئولو کسانو مخه ونيسي چې په عامو محضرونو او بازار کې په شخصي لباس کې  وسلې ګرځوي ترڅو په دې ولايت کې د خلکو په وړاندې هر ډول چلنجونو څخه مخنيوی وشي.

د غونډې په وروستۍ برخه کې پرېکړه وشوه، چې په مرکز او ولسواليو کې دې ټولې  ادارې په پېښو او اقداماتو کې له پوره دقت څخه کار واخلي، ترڅو هېڅکله سوى تفاهمونه منځته رانشي او د هرې پېښې په صورت کې دې دقيق مالومات راټول او سم راپور دې ترتيب شي.

همداشان په پرېکړه وشوه، ټول هغه کسان چې په مرکز او ولسواليو کې په عامو محضرونو او بازار کې په شخصي لباس کې وسلې ګرځوي، بايد له دغه کاره ډډه وکړي، که چېرې بيا هم دغسې څوک وليدل شي، امنيتي ارګانونه مکلف دي، چې وسلې يې واخلي او فوراً يې د ډاياک پروګرام ته وسپاري.ځکه چې په عامو محضرونو او بازارونو کې د وسلو ګرځول دخلکو په اذهانو ناوړه اغېز کوي او له بل طرفه زياتره خلک د همدې سلاح څخه په گټه اخېستنه په شخصي دښمنيو کې استفاده کوي.دغه راز په پرېکړو کې زياته شوه، ټول هغه کسان چې په تروريستي او جنايي پېښو کې لاس لري، بايد ژرترژره تثبيت او د قانون منګولو ته وسپارل شي.

ديادولو وړ ده، چې هره اونۍ دګډې همغږۍ په نظامي مرکز کې دخوست والي ترمشرۍ لاندې نظامي جلسه جوړيږي، چې د ټولو امنيتي او کشفي ارګانونو مسوولين په کې ګډون کوي او دخوست ولايت په امنيتي وضعيت بحث او خبرې اترې کيږي.

 ورځ :څلورم

نېټه:١٣٩٢-٥-٨

مبارزمحمدځدراڼ

فرستادن/حفظ کردن

Leave a Reply

Refresh Image
*

Spam Protection by WP-SpamFree

Advertisement

Recently Commented

    Archives by Tag

    ا

    Recent Entries

    • بهرنۍ عينكې!
    • بدون شرح
    • جان کری خشونت های اخیر مصر را به شدت محکوم کرد
    • د ټاکنو په اړه د استاد سياف له لوري “ملي اجماع” جوړېږي
    • در پی درگیری های خونین مصر معاون رئیس جمهور این کشور استعفا کرد
    • سرمنشی عمومی سازمان ملل متحد خشونت های اخیر مصر را تقبیح کرد
    • روزی که مصر به خون مصری ها گلگون شد
    • کشته و زخمی شدن ۱۳ نفر در نتیجهٔ انفجار در یک رستورانت در ولایت تخار
    • خوست والي وايي که هر مامور درې ورځې غيرحاضري وکړي، کسر معاش به شي!!
    • د خوست ولایت د نادرشاه کوټ قومي مشرانو د دغه ولسوالۍ په اداري برخه کې د بدلون غوښتنه وکړه