کابل (وحید الله ځدراڼ )افغان لوبډله به له کابل څخه دوبۍ ته او له هغه ځایه نمیبیا ته ورسیږي.
ټاکل شویده دافغانستان او نمیبیا کرکټ ملي لوبډلو ترمنیځ د سیالۍ لړۍ د اګست په څلورمه نیټه په څلور ورځنۍ سیالۍ سره پیل شي.
افغان کرکټ ملي لوبډلې د روژې په میاشت کې یادوو سیالیو ته دوه اونۍ تمرینات وکړل او په پوره تیاریو سره سیالیو کې ګډون کوي.
ددې سیالیو وروسته به افغان کرکټ ملي لوبډله سنګاپور ته سفر وکړي ترڅو په اسیایی سیالیو کې برخه واخلي چې د اګست په 17 مه نیټه پیلیږي.
د نمیبیا سیالیو څخه به شبیرنوري او شاپور ځدران هیواد ته راستانه شي خو حشمت الله شهیدي او محب الله اوریاخیل به له افغانستان څخه لوبډلې سره دیوځای کیدو په موخه سنګاپور ته روان شي.
فرستادن/حفظ کردن