Posts | Comments | E-mail /

پاکستانی سیاستوال د اعتبار وړ ندی

Posted by on Jul 29th, 2013 and filed under تحلیل. You can follow any responses to this entry through the RSS 2.0. You can skip to the end and leave a response. Pinging is currently not allowed.

ډاکټر ګل مرجان منګل  

وایی د سپیو که کور په کور بدی ده خو خوار غریب ته یی سره یوه ده، معنی ده چی پاکستانی سیاستوال هغه  که کیڼ اړخی دی یا ښی اړخی دوی که په خپلو منځونو کی هر څومره اختلافونه  لری خو په قران یی په شریکه سره  یوه خبره کړی دی چی افغانستان ته به ښه ورځ نه غواړی او څومر چی افغانستان ورانولی شی ورانوی به یی. دا پدی معنی هم نه ده چی ګویا دوی د له افغانانو هوښیار وی او یا دی، بلکی دا په دی معنی ده چی  افغانی سیاستوال ډیر ضعیف دی او په سیاست نه پوهیږی نه ملی روحیه لری بلکی ټول د ځان او شخصی ګټو په فکر کی دی او دی ته یی سترګی نیولی وی چی څنګه خپل جیبونه ډک کړی او څنګه بیت المال لوټ کړی. او هغه افغانی اشخاصو او افرادو ته چی داخلی او خارجی وضع تحلیل کولای شی او تر شخصی ګټو ملی ګټو ته ترجع ورکوی نه څوک موقع ورکوی او نه یی اواز اوریدل کیږی.

د پورتنی تحلیل یو ښه ثبوت دا دی چی د کرزی  په دا ۱۳ کالنه دوره کی په پاکستان کی ډیر حګومتونه تغیر او تبدیل شول له نواز شریف تر بینظیری بیا تر مشرف او اوس بیا تر نواز شریف پدی ټولو دورو کی موږ یو داسی حکومت  په پاکستان کی ونه لید چی افغانستان ته یی ښه ورځ غوښتی وی او ټول پاکستانی حاکمان پدی لټه کی وو او دی چی افغانستان څنګه برباد او تبا کړی.

موږ یی په غټو وینو چی پاکستان د افغانستان په کورنیو چارو کی دا څه باندی ۴۰ کاله په زغرده او په رڼا ورځ مداخله کوی، ځان مرګی رالیږی، مشران او سپینږیری مو وژل کیږی شړکونه، پلونه، ښونځی او روغتونونه راورانوی او د مخالیفینو ټول مصارف یی په غاړه اخستی دی او د افغانستان د ورانولو لپاره یی روزی. نور نو موږ افغانان د پاکستان څخه په کومه وجه د ښه نیت توقع لرلای شو؟ د پاکستانی سیاستوالو څخه د ښه نیت توقع د افغانانو لپار بی له دی چی ځان ته بازی ورکړو بله هیڅ معنی نه لری.

اوس چی نواز شریف بیا کرزی ته د ورتلو بلنه ورکړی ده او کرزی یی هم بلنه منلی ده او بیا پاکستان ته ورروان دی د پاکستان تیر تاریخ ته په لیدو او د پورتنیو حقایقو په نظر کی نیولو سره به د کرزی همدغه سفر هیڅ معنی ونه لری بی له دی چی کرزی ته بیا بازی ورکړی. نواز شریف افغانان په ټوله معنی ښه پیژنی او ترینه د مسبت بدلون تمه نه شی کیدلای چی د افغانستان په هکله به په خپله کړن لاره کی تغیر راولی.

کرزی که تاسو جناب پدی خاطر پاکستان ته ځی چی د پاکستان سره خرابی شوی اړیکی بیا له سره ترمیم کړی. ولس له تاسو دا سوال کوی چی دا اړیکی ولی او په څه شی خرابی شوی وی؟ خبره ښکاره ده. د پاکستان سره ستاسو اړیکی د پاکستان له خوا په لاسوهنو چی د افغانستان په چارو کی یی کوی خرابی شوی دی، نو اوس کوم تضمین شته چی که تاسو دا اړیکی دوباره جوړی کړی، بیا به پاکستان له مداخیلی لاس واخلی. نه ، نه بیا هم نه. پاکستان به تر هغه چی ستاسو او ستاسو د ټیم په شان ضعیف اشخاص او افراد په واک کی وی کله هم له مداخیلی لاس ونه خلی پاکستانی سیاستوالو تاسو او ستاسو ټیم ښه پیژندلی دی او داسی مو ناڅوی لکه نانزیکی. او دا واری نواز شریف کیدلای شی چی د امریکاه سره د ټړون په هکله درته منفی او دپاکستان په ګټه مشهوری درکړی او بیا دی وناڅوی.

او اخیری مشهوره به کرزی ته زموږ دا وی چی که تاسو ملی ګټو ته صادق وی نو پاکستان ته د خپل سفر په درشل کی  قاطع عمل وکړی او دا زرګری جګړی چی تاسو کرزی یی د پاکستانی سیاستوالو په مقابل کی کوی تیر شی او پاکستان ته خپل سیاست د ملی ګټو په رڼا کی روښانه کړی او کنه  د پاکستان سره ټولی ډیپلوماتکی اړیکی په روښتیا وشلوی پاکستان لدی نوره سخته ورځ پر افغانانو نه شی راوستلی کومه  یی چی چی پری راوستی ده.

په افغانستان کی د ښو سیاستوالو په هیله.

مننه

ډاکټر ګل مرجان منګل                                                                                    ۲۹/۰۷/۲۰۱۳

فرستادن/حفظ کردن

Leave a Reply

Refresh Image
*

Spam Protection by WP-SpamFree

Advertisement

Recently Commented

    Archives by Tag

    ا

    Recent Entries

    • بهرنۍ عينكې!
    • بدون شرح
    • جان کری خشونت های اخیر مصر را به شدت محکوم کرد
    • د ټاکنو په اړه د استاد سياف له لوري “ملي اجماع” جوړېږي
    • در پی درگیری های خونین مصر معاون رئیس جمهور این کشور استعفا کرد
    • سرمنشی عمومی سازمان ملل متحد خشونت های اخیر مصر را تقبیح کرد
    • روزی که مصر به خون مصری ها گلگون شد
    • کشته و زخمی شدن ۱۳ نفر در نتیجهٔ انفجار در یک رستورانت در ولایت تخار
    • خوست والي وايي که هر مامور درې ورځې غيرحاضري وکړي، کسر معاش به شي!!
    • د خوست ولایت د نادرشاه کوټ قومي مشرانو د دغه ولسوالۍ په اداري برخه کې د بدلون غوښتنه وکړه