Posts | Comments | E-mail /

سيمه یيزی اداری به څنګه پياوړی شي؟

Posted by on Jul 28th, 2013 and filed under تحلیل. You can follow any responses to this entry through the RSS 2.0. You can skip to the end and leave a response. Pinging is currently not allowed.

ایمان لوګری

په کال ۲۰۱۲ کی د نړیوال روڼوالۍ ادارې د راپور سره سم افغانستان د نړۍ تر ټولو فاسد حکومت ګڼل شوی، په نړيوالو کانفرانسونو کې نړیوال افغانستان سره د مرستو په تړاو همېشه ټينګار کوي، چې دا هېواد باید د اداري فساد سره مبارزه وکړي، په توکيو کنفرانس کې نړيوالو د افغانستان مشرانو ته په زغرده ویلی و، که چیرته په دې هېواد کې فساد پای ته ونه رسېږي نړيوال به پدې هېواد مرستې بندی کړی او د دفترونو به پکې وتړي، چې اوس يې عملاً د نړيوالو دفترونو د بنديدو لړۍ پيل شوې، که افغانستان په ارامه او ډيموکراتيک ډول پنځوس کاله پرله پسې حکومت وکړي خو بيا به هم د دې دفترونو عضويت

ترلاسه نکړي، کوم چی نن په افغانستان کی د امنيت نه شتون او اداري فساد د موجوديت له ویریدفترونه بندوی او له افغانستان نه عضويت اخلي.

اخیر ولی په هیواد کی د اداري فساد سره دمبارزی لپاره جدي قدمونه نه اخیستل کیږی او ولی اداري فساد ورځ تر بلې د زياتېدو په حال کی دی؟ د دې ځواب به دا وی چی يو شمېر چارواکي او مسوولين خپله د اداري فساد سره د مبارزې لپاره ليواله نه دی او یا هم دا چی دوی دندی یوازې د پیسو د پيداکولو لپاره په هېواد کی لوی او غټي دندې ترلاسه کړي، که د ارګ څخه يې شروع کړو تر ولسواليو او بانډو پورې فساد او اختلاس روان دی، مخنیوی یې د چا کار دی او څوک یې بايد مخه ونیسی هېڅوک ځان مسوول نه بولي، که له ارګ څخه بهر قدم کېښودل شي، او یا هم د ارګ دروازې ته ننوځۍ تاسو به د محلي ارګانونو مستقلې ادارې په لوړ او دنګ دفتر سترګې خامخا لګېږي، دا دفتر په هېواد کې د واليانو، ښآروالانو، ولسوالانو او نورو مامورينو د مقررۍ دنده لري، ولې دا اوس دنده نه ده پاتې شوې، دې ادارې مسوولين اوس د پيسو په خوند راغلې، د ښاروالانو په مقررۍ تر يولک امريکایي ډالرو او ولسواليو ته په کتو تر اتيا زره امريکایي ډالرو پورې اخلی، د ولاياتونو بيې راته نه دې معلومې.

ما پدې اداره کې د يوې ولسوالۍ لپاره امتحان ورکړ، خوښ ډېر وم، چې ګواکې پرچې ته په ليدو مې سوالونه ښه حل کړي، د تېرو لسو کالونو راهيسي په همدې اداره کې مامور پاتې شوی یم، کاري تجربه هم لرم او بله دا چی ملګري مې هم ډیر دی، شپه پخیدو ته نږدی وه، ډېر په ښکلي خوب بيده وم او دا مې په خوب ليدل چی ولسوالۍ ته ډېر ژر د ولسوال په صفت معرفې کيږم، مشران مې استقبال ته راغلي وي،

ولسوالۍ د ګلونو او سازونو ډکه وي او يوه ميله جوړه وي، چې د تلیفون اواز پورته شو، شمېره مې وکتله او بيا مې ځواب ورکړ، بلې سناتور صاحب تاسو جوړ ياست؟ سناتور ځواب راکړو او فلانيا ويده وي؟ نه نه نه سناتور صاحب هسې لږ پريشانۍ وړی وم، امر وکړۍ سناتور صاحب؟ سناتور راته وویل ګوره امتحان که دی ناست وم، نور رقابتي اشخاص دي ډېر پياوړي او تکړه دي، پوهېږي هغه يو خو ماستري هم لري، (ښه نو سناتور صاحب، څه وکړم، زما په کار به وشي کنه تاسو خو هلته وي) سناتور صاحب راته وایی کار به دی وشی خو لس زره امریکایی ډالر به راته راکړي بيا به دې پوره سفارش وکړم، (سناتور صاحب، ما خو د فلاني وکیلاصاحب سره خبری شوی وی هغه راته اطمنان هم راکړی و، هغه وکیلاصاحب زموږ د کلی دی) سناتور وویل : وه سړیه زما او د هغه وکیل خبر یوه ده که خوښه دې نه وي هغه بل نفر راته دولس زره امریکایی ډالر منلی.

هک حیران پاتی شوم، چی اوس څه وکړم، ما خو دا انګیرله چی دا اداره خو د ولایتونو ولسوالیو او کلو ستونزی اوری او بیا یی دلته په مرکز کی له چارواکو سره شریکوی او هیوادوالو ته د خدمت جوګه ګرځي، دلته خو خبر سرچپه ده، د کار په مقابل کی ښې ډېرې پیسې غواړي. زه چی کله پدې اداره کی مامور وم، زما تر مخه د ځينو والیانو، ښاروالانو او ولسوالانو په مقابل کی توطیی جوړېدی، ما به فکر کاوه چی دا به کار کوی که هسی پري خلک ځانونو ستړی کوی، خو کله چی د هرات مقتدر او په کارپوه والي ډآکتر صبا له دندی استعفا ورکړه پوهه شوم چی د دوی پلان کامياب شو، ډاکټر صبا په ښکاره ویلی وه چی دمحلي ارګانونو مسوولين زما په کارونو کی لاسوهنی کوي، ښاروال تقويه کوی او د ولايتی شوراء په ټاکنو کی خپله خوښه غواړي.

اوس د هلمند وار دی، هلمند والی او مرستيال سره اوښتي، مرستيال د والي او والی بيا د مرستيال مکتوب او احکامو ته غاړه نه ږدي، ژر ده چی هلمند هم د هرات رنګ واخلي، لوګر وګورۍ، د لوګر والي نوی مقرر شوی، خو بيا یی هم په خلاف توطیی جوړیږی، والی خوله شکوی، چی زما د ځينو مامورينو په مقررۍ کی خوښه نه ده، دوی په کار نه پوهیږی، او د کار کولو لياقت نه لری خو دا اداری يې پري تپي، والي پدی مصروف دی د امنيت ساتلو په موخه پلان جوړلو ته نه وزګاريږی همداء لامل دی، چی لوګر ورځي تر بلی د ناامنۍ ښکار کیږی، فراه پخوانی والي چی اوسمهال د سرحدونو او قبایلو چارو د وزارت سرپرست دی ته اړ شوی و چی څو مامورین له لاسه ونیسی او د ولایت مقام څخه یی وباسی، ځکه هغه مامورين پر ولايت تپل شوی و نه بريالی شوی. دري ژبی وروڼه ملت کوی چی (کفر که از کعبه خیست کجا مانند مسلمانی)، اوس که د داسی اداری څخه داسی ناوړه کارونه وشی د نورو به څه ګیله وکړو، ولسوالان او ښاروالان د څوکۍ ساتنې په موخه هره مياشت میاشتنی باج د محلی ارګانونوخپلواکی اداری سیاسی معین ته ورکوی، او بیا د دندی بقا احساسوي.

د دې لپاره چي هېواد له روانو ستونزو او بدمرغیو ژغورل شوی وی پکار ده چی د دې ادارې د مثبتبدلون لپاره ولسمشر حامدکرزی لاس په کار شي.

ایمان لوګری

فرستادن/حفظ کردن

Leave a Reply

Refresh Image
*

Spam Protection by WP-SpamFree

Advertisement

Recently Commented

    Archives by Tag

    ا

    Recent Entries

    • بهرنۍ عينكې!
    • بدون شرح
    • جان کری خشونت های اخیر مصر را به شدت محکوم کرد
    • د ټاکنو په اړه د استاد سياف له لوري “ملي اجماع” جوړېږي
    • در پی درگیری های خونین مصر معاون رئیس جمهور این کشور استعفا کرد
    • سرمنشی عمومی سازمان ملل متحد خشونت های اخیر مصر را تقبیح کرد
    • روزی که مصر به خون مصری ها گلگون شد
    • کشته و زخمی شدن ۱۳ نفر در نتیجهٔ انفجار در یک رستورانت در ولایت تخار
    • خوست والي وايي که هر مامور درې ورځې غيرحاضري وکړي، کسر معاش به شي!!
    • د خوست ولایت د نادرشاه کوټ قومي مشرانو د دغه ولسوالۍ په اداري برخه کې د بدلون غوښتنه وکړه