ترينکوټ : د اسټراليا د لومړي وزير کيون رډ په مشرۍ ددغه هېواد يو لوړ پوړى پلاوى له اروزګان ولايت څخه ليدنه وکړه.
د اروزګان د والي وياند عبدالله همت د زمري په ٥مه، پژواک خبري اژانس ته وويل چې په دې پلاوي کې د لومړي وزير ترڅنګ ددغه هېواد ددفاع وزارت استازي، د ملي امنيت سلاکاره او په افغانستان کې داسټراليا سفير شامل وو.
هغه زياته کړه چې دوى نن په ناڅاپي توګه ترينکوت ته راغلل او د خپلو سرتېرو ترڅنګ يې له والي امير محمد اخندزاده سره يې وليدل.
نوموړى وايي چې والي ددې ليدنې پرمهال د اروزګان ولايت د حالاتو په هکله معلومات ورکړل، په دغه ولايت کې يې د اسټراليا د هراړخېزو مرستو مننه وکړه او د اسټراليا مرستې يې له افغانستان او اروزګان سره نه هېرېدونکې وبللې.
والي اميرمحمد اخندزاده په ياد ولايت کې امنيت د ډاډ وړ وباله او زياته يې کړه چې که څه هم وسله والو مخالفينو په اوسنيو څو مياشتو کې غوښتل ترڅو يو شمېر سيمې ترجدي ګواښ لاندې راولې ، خو په وينا يې افغان امنيتي ځواکونو يې په کلکه دفاع وکړه او وسله وال يې له ماتې سره مخ کړل.
هغه په اروزګان کې د لويو لارو ويجاړتيا په دغه ولايت کې لويه ستونزه وبلله چې له کبله يې خلک له ګڼو ستونزو سره لاس او ګرېوان دي.
د اسټراليا لومړي وزير کيون راډ په اروزګان ولايت کې هر اړخيز پرمختګونه په ځانګړې توګه د بيارغونې په برخه کې پرمختګ وستايلو او د ولايتي ادارې له هلې ځلې يې ستاينه وکړه.
کيون رډ له افغان دولت او په ځانګړې توګه د اروزګان ولایت له خلکو سره د خپلو دوامدارو مرستو ډاډ ورکړ او زياته يې کړه چې دوی به خپلو مرستو دوام ورکوي.
د اسټراليا لومړي وزير کيون رډ وويل ، هغه چې د بهرنيو چارو وزير و، څو حله يې اروزګان ولايت ته سفرونه کړي دي خو د لومړي وزير په توګه يې دا لومړى سفر و.
ديادونې وړده چې په اروزګان ولايت کې د پي ار ټي يا ولايتي بيارغونې ډلې مسووليت د اسټراليا په غاړه ده.
دغه هېواد په افغانستان کې د ايساف تر چتر لاندې شاوخوا ١٥٠٠ سرتېري لري او تر اوسه يې ٤٠ سرتېري وژل شوي دي.