Posts | Comments | E-mail /

دالفت په ګلبڼ کې نويوبلبلانو په نارو پيل وکړ

Posted by on Jun 30th, 2013 and filed under سپینې خبرې. You can follow any responses to this entry through the RSS 2.0. You can skip to the end and leave a response. Pinging is currently not allowed.

انځوريځ راپور

رفيع الله روشن

دلغمان ولايت قرغيو ولسوالۍ کې د (عزيزخان کڅ دځوانانو سرتاسري ټولنې)په نوم دځوانانو يون په رسمي ډول خپلې لومړنۍ چاري پيل کړې.

نوموړې ټولنې تېره پنجشنبه دجنګاښ په ۶مه دعزيزخان کڅ ددارالارقم مدرسې اواستاد ګل پاچا الفت مزار ترڅنګ دلغمان ولايتي ادارې استازي ښاغلي عبدالحد عتيد،داطلاعاتواو کلتور رييس،فيضان الله پټان،دلغمان د ځوانانوديو والي ټولنې مشر، شېرزاد صافي،دقرغيو ولسوالي د يووالي شورا مشر حاجي عبدالحکيم تحويلدار،دلغمان ولايت مرکزي جامع مسجد خطيب قاري روح الله فياض،ددرونټې دځوانانو مشر نجيب الله خيرخواه او دعزيزخان کڅ دقومي مشرانو ترڅنګ د لسګونه کڅ مېشتو ځوانانو په ګډون خپل رسميت اعلان کړ.

غونډه دماسپښين په درې بجو دقاري اعجاز الله لخوادعظيم الشان قران دمبارکو ايتونو په تلاوت سره پيل او دافتتاحيه وينا اومېلمنوته د ښه راغلاست ويلو لپاره دلغمان دسولي عالي شورا وياند او

ددارالارقم مدرسې مشر قاري رفيع الله فلاح ته بلنه ورکړل شوه.

په قاري صاحب پسې قومي مشر حاجي حنت ګل ،عبدالحکيم تحويدلدار،محمد اسمعيل،شېرزاد صافي،نجيب الله خير خوا،داطلاعاتواوکلتور رييس فيضان الله پټان،دولايت مقام استازي عبدالاحد عتيد،قاري روح الله فياض او نورو مېلمنوپرلپسې لنډې ويناوې وکړې او کڅوالوته يې ددوي د نوي قدم پورته کولو مبارکي وويلې اوهېلې يې څرګندې کړې ترڅو دغه ځوانان دخپلو ولسونو

ستونزوباندې فکر اودحل دلاې په پيداکو کې لاس په کار شي اومشران يې ملاتړي شی

داطلاعاتو اوکلتور رييس فيضان الله پټان له دې ټولنې سره د هر راز مرستو ټټر وواهه،هغه وويل چې داطلاعاتواوکلتور رياست که هرڅه په لاس کې لري هغه امکانات به له تاسوڅخه نه سپموي،حتي تر دې چې که زه نه وم او دروازه قفل وه اوستاسووسايلو ته ضرورت و،ددروازې فقل مات کړئ خو خپل کار مو روان کړئ.

همداراز ددرونتې دځوانانو مشر نجيب الله خيرخوا اودلغمان د يووالي ټولنې مشر شېرزاد صافي هم دعزيزخان کڅ دځوانانو سرتاسري ټولنې سره چې نوې دالفت په ګلبڼ کې راوټوکېده، دهر راز هغو امکاناتوچې به وس کې يې لري دنه سپمولواوپه اختيار کې د ورکولو ژمنه وکړه.

دغونډې په ترڅ کې ددې ټولنې رييس انجنير ځلاب الدين ځلاند،هم دخپلولنډو خپروپه لړ کې وويل((دي غواړي چې دخپلو خلکو لپاره کاروکړي،دهغوي ځوانان ورغوي،خصوصاً دهغوي د تعليم اوتحصيل

سطحو لوړلوکې به هر اړخېزي هڅې کوي، ځلاند په خپلوخبروکې وويل چې زه ستاسود يوه کشر

ورو په شان له تاسو سره همکاري کوم،داچې تاسوپه ما اعتماد وکړ او زه مو نن ددې دومره لوي مسؤوليت په غاړه

داخستو جوګه وګڼلم له ټولو مننه کوم،خوهيله کوم مايوآځې پرېنږدي،ځکه له يوه لاس څخه ټک

نه خېژي،زما هره څه به ستاسولخوادمرستې په صورت کې بريالي کېږي کنه زه په يواځې ځان هېڅ هم نه شم کولي،نوهيله ده کله مې هم يواځې پرېنږدئ،ځلاند وويل چې په لومړي قدم کې به دټولنې دحق العضويت کارتونه اوفورمې چاپ کړي،چې هر غړي به په ماشتني ډول دخپل وس اوتون مطابق مرسته کوي له ټولنې سره ،چې بېرته به نوموړي پيسي دهغوناروغانوپه معالجه مصرف کېږي چې غريب وي وسرپرست ونلري،په دوهم،قدم کې به دتدريس په خاطر صنفونه جوړ کړي چې دانګليسي ،کمپيوټر،اودکانکور داماده ګۍ درسونه به پکې ورکول کېږي او همدارنګه به دمرسې لخوا يو ښوونځي جوړ شي چې شاګردانوته به په ښه سويه اونوي درسي ميتود برابرې زده کړې ورکړي.

د غونډې په جريان کې دکرکټ هغه ټيم چې له عزيز خان کڅ څخه دسياليوپه خاطر مرکز کابل ته تللي وو هم له برياسره راوسېدل ددې ټيم دمشرتوب دبريالي انتظار او محمد داود ماليار په غاړه وه چې دغونډې د ګډون والو لخواډير تشويق او ووياړل شول ،مبارکي ورته وويله شوه ،دلغمان دکرکټ بورډ رياست لخوارا استول شوي پيغام ولوستل شو،دکرکټ بورډ رييس ميوندمجاهد له دوي سره دهر راز مرستو ژمنه کړېوه هغه په خپل پيغام کې ويلي ووچې تل يې دکرکټ له لوبغاړو سره هر اړخيزي مرستې کړي کوي يي اوپه اينده کې به يي هم وکړي.

ددعايې لوستلو لپاره قاري روح الله فياض راوغوښتل شو چې قاري فياض ځوانان مخاطب کړل اوځېنې مشورې يې ورکړي،هغوي يي دخپلو والدينو احترام کولوته راوبلل،دخپلو پلرونو اوميندوسره يې دمينې اومحبت کولو توصيه وکړه،همدارنګه يې والدينوته دنصيحت په ډول وويل چې اي پلاره! اي مورې! يوځل خو د ې اولادته ددې پرځاي چې توهين يې کړي يوځل خو ورته ووايه چې اي زويه! يوځل خويې زړه ته رانږدې کړه.

غونډه چې دسټيج چارې يې دځوان شاعر ،ليکوال اوژورنالېست رفيع الله روشن او قاري عبدالمنان شهيد زاده

لخوا پرمخ وړ ل کېدې ،دقاري صاحب فياض ددعايې په لوستلوسره دمازيګر په ۵بجو پای ته ورسېده.

دالفت صاحب په مزار دګل ګېډۍ ايښودلونه وروسته

دغونډې دپايته رسېدو ورسته ټول مېلمانه اوکوربانه دافغانستان دوتلي شاعر ،ليکوال اواديب استاد ګل پاچا الفت مزارته ولاړل اودګلونو هغه ګېډۍ چې برابره شوې وه د انجنير ځلاب الدين ځلاند لخوا يي په مزاد کېښودل شوه،ټولويوبل ته لاسونه ورکړل اوژمنه يې وکړه چې تل به دغه شان دځنځير کړيوپشان سره نښتي او همکار اوسو.

 

فرستادن/حفظ کردن

Leave a Reply

Refresh Image
*

Spam Protection by WP-SpamFree

Advertisement

Recently Commented

    Archives by Tag

    ا

    Recent Entries

    • په مزار شريف ښار کې اورلګیدنې شاوخوا ٢٠٠هټۍ سوځولې
    • تحولات مصر از نظر آگاهان بحران مصر
    • توافق حزب اسلامی و حزب وحدت اسلامی بریک نامزد مشخص برای انتخابات
    • مظاهرات خشمگین مصر
    • د درواغو نه ویلو ورځ
    • د خوست ولايت مقام دژورې خواشينۍ اوډاډګيرنې پيغام
    • ایجاد راه آهن ترکمنستان-تاجکستان افغانستان محور مذاکرات دوشنبه
    • کشته شدن ۱۷ تن از اعضای گروه طالبان در ولایت بغلان
    • رقص و پایکوبی سربازان افغان و خارجی در ولایت قندهار
    • زخمی شدن ۸ نفر در حمله انتحاری قندهار