Posts | Comments | E-mail /

د تخار لاریونونه اوعامو خلکو ته يي زیانونه

Posted by on Jun 30th, 2013 and filed under خبرونه. You can follow any responses to this entry through the RSS 2.0. You can skip to the end and leave a response. Pinging is currently not allowed.

 

همایون بابر-

د تخار ولایت مرکز تالقانو ښار د تیرو ۶ ورځو راهیسې د مظاهرو له کبله تړل شويدی ،دغه ښار ته ورغلي ټول سړکونه بند دی  دغه لاریونونه د مجاهدینو شوراء لخوا پر لاره اچول شوي چې موخه يي د یاد ولایت په حکومتولۍ کې  د بدلون غوښتنه او ازبک قام ته په دولتې کلیدی اومهمو پوستونو کې  غوښنه برخه ورکول دی، د شبنې په ورځ وروسته د ماسپیښن نه  وروسته هغه شمیر هټیوال اوکسبیان چې د ۶ ورځو راهیسې يي کاروبارونه تړل شوي اوکافي مالې زیانونه ورته رسیدلي و، د اعتراض کوونکیو په مقابل کې غوسې له مخې  راپورته شول  اود هغوي پرضد يي د ډبرو ګوزارونه پیل کړل چې له امله يي ۳ تنه  ووژل شول او۵۲ تنه نور ټپیان شول.

د تخار ولایت د عامې روغتیا مشر ډاکټر حفیظ الله صافي وویل، د دری تنو مظاهره چیانو مړی اود پنځوس نه  زیات ټپیان  د یاد ولایت دولتې اوشخصې  روغتونونو ته ور وړل شوي چې ډیری ټپیان په ډبرو او لرګینو کوتکونو وهل شوي .

د مظاهره چیانو خلاف هټیوال اوکسبیان  وايي د یوې اونۍ راپه دیخوا يي کاروبار بند شوي اوتجارت ته يي  سخت زیان اوښتي دی.

 د مظاهره چیانو یوتن اپوزیسیون  جلال الدین وویل، که لاریون کونکې خپل حقوق غواړي نو بیا ولي عام ولس ته تاوان رسوي؟ هغه زیاته کړه، ((دولت زمونږ پوښتنه ونکړه، دغه ۶ ورځي کیږي زمونږه هټۍ تړلې دا څه ډول دولت دی، په پای کې مونږمجبورشو چې خپله د دوی په مقابل کې ودریږو، ګولایی باغ سیمه کې د همدغو مظاهره چیانو پرضد زرګونه خلک راټول شوي، دوی پرمونږ ډبری وروي مونږيي هم په مقابل کې ورته عمل ترسره کوو.))

په تخار کې د مجاهدینو شوراء پلویان وايي  ترهغې به خپلو مظاهرو ته دوام ورکوي ترڅو چې د تخار په محلی حکومتداری کې د ملی مشارکت اصل په پام کې نه وی نیول شوي، دوی د والی احمد فیصل بیګزاد او امنیه قوماندان عبدالحنان آغاګل قطغني له دندو ګوښه کیدو غوښتنه کوي.

لاریون کوونکې چې د یوشمیر پخوانیو جهادی څيروملاپیرم قل ضیایی،پیرمحمد خاکسار لخوا تنظمیږي وايي دوی له پخوانې امنیه قوماندان جنرال خیرمحمد تیمور نه ملاتړ کوي.

ازبکان چې ددغه ولایت د نفوذ څه باندي ۷۰ سلنه جوړوي باید ورته په دولتې لوړو څوکیو اوپوستونو کې پوره پوره ونډه ورکړل شي.

د تخار مجاهدینو شوراء یوتن غړي حاجی جمشید وویل، ترڅو چې د ازبک قام حق او حقونه ورنکړل شي زمونږ اعتراضونه به دوام لری هغه زیاته کړه (( په دی ولایت کې ازبکان ۷۵سلنه دی، زه له دولت د ۵۰ سلنه حق غواړم، دولت دی مونږ ته زمونږ حقونه راکړي، ځوانانو مو فاکولتي لوستي ماستریانۍ لری ټوله ورځ ترماښامه په شعبو ګرځي هغوي ته څوک دنده نه ورکوي، هغوي ته ویل کیږي بستونه خالې نه دی.))

همدغه راز ددغه شوراء یوبل تن غړی پیرمحمد خاکسار وايي خپل کفن يي له تنه تړلی ترهغې به د ازبکانو حقوق غواړي ترڅو چې په بدن کې وینه وی، هغه له مرکزی دولت نه په جدی توګه غوښتنه وکړه،چې په تخار کې دی بدلون راولي.

 هغه زیاته کړه ((کفن مي اغوستی، که چیري وژل کیږم تاسو ته می نصحیت دی… له مارشاله غواړم چې دسیسه چیان له دی ولایت نه ورک کړی ولایت او ملی امنیت ته دی  نوی څیری  مقرري کړی ، دغه موضوع باید په یاد ولرئ!  چې دهمدي ولایت نه بریالی شوی او له همدی ځایه به له سقوط سره مخ کیږي.))

همدغه راز اعتراض کوونکې ګواښ کوي چې هیڅ یوې دولتې اونا دولتې ادارې ته به د فعالیت اجازه ورنکړي ترڅو چې د دوی برخلیک نه وی څرګند شوی.

 ددغې شوراء یوتن پلوي نجیب الله خالقیار وویل (( مونږ به په واټونو باندي شپې سبا کړو، هیڅ دولتې اداره او په ښار کې هټۍ به څوک رانه خلاصه نکړي، مونږخپل حقوق غواړو،پایمال شوي یو،مونږپه دولتې ادارو کې نور شفافیت غواړو.))

ددی ترڅنګ اعتراض کوونکې یوشمیر رسنۍ هم په پلوۍ او بي کفایتی باندي تورنوي دوی وایی رسنیو زمونږ غږاو حرکت  ته چندان ارزښت نه ورکوي یوشمیر يي خپل رسالت په سمه توګه نه اداء کوي.

 په ورته وخت کې د تخار والی ویاندوی سلیمان مردادی  داعتراض کوونکیو خبرې بی اساسه وګڼلي هغه وویل(( تخار واړه افغانستان ته ورته  یو ولایت دی دلته په دولت کې هرقوم  ته ونډه ورکړل شویده، مونږ د ملی مشارکت اصل اوشایسته ګې په پام کې نیوني سره هرچاته حق ورکړي .))

 ټاکل شوي چې ولسې جرګه به د سه شبنې په ورځ یادی کشالې حل لپاره ددغه ولایت استازی ور واستوي ترڅو مسائل له نږدي وڅاري اود کرارۍ  لازمي چاري ورته ومومي.

 د تخار یوشمیر اوسیدونکې بیا وايي لاریونه له بهره تنظیمیږي اود سیاسې موخو ته رسیدو پخاطر پر لاره اچول شویدي.

 

 

فرستادن/حفظ کردن

Leave a Reply

Refresh Image
*

Spam Protection by WP-SpamFree

Advertisement

Recently Commented

    Archives by Tag

    ا

    Recent Entries

    • خروج نیروهای پولندی قبل از پایان ماموریت نظامی آنها
    • امریکا آمادهٔ پذیرش یک رئیس جمهور زن است:- میشل اوباما
    • کشته و زخمی شدن ۱۰ نفر در نتیجهٔ انفجار ماین کنار سرک در ولسوالی مارجه ولایت هلمند
    • ولسوال نام نهاد طالبان برای ولسوالی بغلان مرکزی کشته شد
    • سازمان امنیت ملی امریکا پروگرام های نظارتی خود را قانونی اعلام کرد
    • آغاز تمرینات نظامی تحت عنوان رفاقت نظامی ۲۰۱۳
    • نیروهای کودتاچی مصر مسجد فتح قاهره را تحت محاصرهٔ خود در آورده اند
    • طالبان ۱۰ تن از کارکنان یک شرکت سرک سازی را در ولایت هرات گلوله باران کردند
    • باز داشت ۱۰۰۰ تن از هواداران اخوان المسلمین در مصر
    • تعداد از مشاورین امریکایی برای مهار تهدید روز افزون القاعده در عراق مستقر می شوند: وزیر خارجه این کشور